تاریخى

د سموئيل دوېم کِتاب - څوارلسم باب

د ابى‌سلوم يروشلم ته راواپس کېدل

۱يوآب ته پته ولګېده چې د داؤد بادشاه ابى‌سلوم ډېر زيات ياديږى، ۲نو هغۀ يوه هوښياره ښځه راوغوښتله چې په تقوع کښې اوسېده. کله چې هغه راورسېده، نو هغۀ ورته ووئيل، ”داسې ښکاره کړه چې تۀ په غم غمژنه يې، د غم جامې واغونده او تېل مۀ لګوه. داسې کار کوه لکه چې يوه ښځه د ډېر وخت نه په غم غمژنه وى. ۳بيا بادشاه له لاړه شه او چې زۀ درته څۀ وايم نو هغه ورته ووايه.“ نو يوآب ورته هغه څۀ وښودل چې هغې له څۀ وئيل په کار وُو. ۴ښځه بادشاه له ورغله، د عزت نه ورته په زمکه ټيټه شوه او ورته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، زما مدد وکړه.“ ۵هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تا ته څۀ تکليف دے؟“ هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ يوه غريبه کونډه يم، خاوند مې مړ دے. ۶بادشاه سلامت، زما دوه زامن وُو او يوه ورځ په پټو کښې په خپلو کښې په جګړه شول، هلته هيڅ څوک هم نۀ وُو چې هغوئ يې خلاص کړى وے، نو يو هغه بل ووژلو. ۷او اوس بادشاه سلامت، زما ټول خپلوان زما خِلاف شوى دى او ما ته وائى چې زۀ خپل زوئ هغوئ ته حواله کړم، نو چې هغوئ يې د خپل ورور په بدل ووژنى. کۀ هغوئ داسې وکړى نو زۀ به بې‌زويه پاتې شم. هغوئ به زما آخرى اُميد هم ختم کړى او زما يو زوئ به هم نۀ وى چې د هغې په وجه زما د خاوند نوم د زمکې په مخ باقى پاتې شى.“ ۸بادشاه ورته وفرمائيل، ”واپس کور ته لاړه شه، زۀ به دا مسئله حل کړم.“ ۹هغې ووئيل، ”بادشاه سلامت، تۀ چې څۀ هم کوې، زۀ او زما خاندان به د هغې اِلزام اخلو، تۀ او ستا شاهى خاندان بې‌ګناه يئ.“ ۱۰بادشاه ورته وفرمائيل، ”کۀ څوک تا له دهمکى درکړى نو ما له يې راوله او هغه به هيڅکله هم بيا تا له تکليف نۀ درکوى.“ ۱۱هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړه چې تۀ به هيڅ څوک نۀ پرېږدې چې زما د زوئ نه د مرګ بدل واخلى، زۀ نۀ غواړم چې نوره وينه توئ شى.“ نو داؤد ورته وئيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم کوم چې ستا د زوئ يو وېښتۀ به هم نۀ ضائع کيږى.“ ۱۲هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، ما له اجازت راکړه چې يوه بله مسئله بيان کړم.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”ټيک ده ووايه.“ ۱۳هغې ورته ووئيل، ”تا د خُدائ پاک د خلقو سره دومره بد ولې کړى دى؟ تۀ خپل زوئ له اجازت نۀ ورکوې چې د جلاوطنۍ نه راواپس شى، اوس اوس چې تا څۀ ووئيل نو تا په خپله خپل ځان مجرم کړے دے. ۱۴مونږ به ټول مرو، مونږ په زمکه د تويو شوو اوبو په شان يُو، چې هغه بيا نۀ شى راغونډېدلے. خو خُدائ پاک د چا هلاکېدل نۀ غواړى او هغه داسې منصوبې جوړوى چې يو شړلے کس واپس ځان ته راولى. ۱۵اوس بادشاه سلامت، زما تا سره د خبرو کولو دپاره د راتلو وجه دا ده چې خلقو زۀ يرولم، نو ما د خپل ځان سره ووئيل چې زۀ په دې اُميد تا سره خبره وکړم چې زۀ څۀ غواړم نو هغه به وکړې. ۱۶زما خيال دا وو چې تۀ به زما خبره واورې او د هغه کس نه به مې بچ کړې څوک چې زما او زما د زوئ د وژلو کوشش کوى او چې داسې مونږ د هغه مُلک نه لرې کړى چې خُدائ پاک خپلو خلقو له ورکړے دے. ۱۷ما د خپل ځان سره ووئيل چې بادشاه سلامت، ستا خبرې دې ما له تسلى راکړى، ځکه چې بادشاه د خُدائ پاک د فرښتې په شان وى او ښۀ د بد نه جدا کوى. مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې مل شه.“ ۱۸بادشاه جواب ورکړو، ”زۀ ستا نه يو تپوس کوم او تۀ به ما ته رښتيا رښتيا وائې.“ هغې جواب ورکړو، ”بادشاه سلامت، څۀ چې وئيل غواړې نو هغه ووايه.“ ۱۹هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”دا هر څۀ په تا باندې يوآب وکړل څۀ؟“ هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ تا ته قسم خورم چې بله لاره نشته چې جواب درنۀ کړم. په حقيقت سره هغه ستا آفسر يوآب وو چې هغۀ ما ته ووئيل چې څۀ به کوم او څۀ به وايم. ۲۰خو هغۀ دا د دې دپاره وکړل چې ستا اراده بدله شى. بادشاه سلامت، تۀ د خُدائ پاک د فرښتې په شان هوښيار يې او چې څۀ کيږى په هغې باندې پوهېږې.“ ۲۱وروستو بادشاه يوآب ته وفرمائيل، ”تۀ چې څۀ غواړې نو ما د هغې د کولو فېصله کړې ده. لاړ شه او هغه زلمے ابى‌سلوم ولټوه او واپس يې دلته راوله.“ ۲۲يوآب د عزت نه د داؤد په مخکښې پړمخې پرېوتلو او وې وئيل، ”بادشاه سلامت، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى. اوس ما ته پته ولګېده چې تۀ زما نه خوشحاله يې، ځکه چې تا زما عرض منلے دے.“ ۲۳بيا يوآب پاڅېدو او جسور ته لاړو او ابى‌سلوم يې واپس يروشلم ته راوستو. ۲۴خو بادشاه حُکم وکړو چې ابى‌سلوم دې په محل کښې نۀ اوسيږى. بادشاه وفرمائيل، ”زۀ د هغۀ ليدل نۀ غواړم.“ نو ابى‌سلوم په خپل کور کښې اوسېدو او د بادشاه مخې له به نۀ راتلو.

د ابى‌سلوم د حضرت داؤد سره روغه کول

۲۵په بنى اِسرائيلو کښې په ښائست کښې د ابى‌سلوم په شان مشهور هيڅ څوک هم نۀ وو، د سر نه تر پښو پورې په هغۀ کښې هيڅ عېب هم نۀ وو. ۲۶د هغۀ وېښتۀ ګڼ وُو او هغۀ به دا په کال کښې يو ځل واړۀ کول، کله به چې دا اوږدۀ او درانۀ شول. دا د بادشاه د وزن د معيار په مطابق دوه کلو درانۀ وُو. ۲۷د ابى‌سلوم درې زامن او يوه يې لور تامار وه چې هغه ډېره ښائسته جينۍ وه. ۲۸ابى‌سلوم په يروشلم کښې دوه کاله اوسېدو او د بادشاه په مخکښې نۀ حاضرېدو. ۲۹بيا هغۀ يوآب راوغوښتو چې ورته ووائى چې د هغۀ دپاره بادشاه له لاړ شى، خو يوآب به نۀ راتلو. ابى‌سلوم هغه بيا راوغوښتو او يوآب بيا د راتلو نه اِنکار وکړو. ۳۰نو ابى‌سلوم خپلو نوکرانو ته ووئيل، ”ګورئ، د يوآب پټے زما سره نزدې دے او اوربشې په کښې شوې دى. لاړ شئ او اور پرې ولګوئ.“ نو هغوئ لاړل او په پټى يې اور بل کړو. ۳۱يوآب د ابى‌سلوم کور ته لاړو او ورته يې ووئيل، ”ستا نوکرانو زما پټى باندې اور ولې بل کړے دے؟“ ۳۲ابى‌سلوم ورته ووئيل، ”دا ځکه چې کله ما تۀ راغوښتلې نو تۀ به نۀ راتلې. ما غوښتل چې بادشاه له لاړ شې او هغۀ ته زما دپاره ووائې چې زۀ د جسور نه دلته ولې راغلم؟ ښۀ به دا وے چې زۀ هلته ايسار وے.“ او ابى‌سلوم وئيل، ”زۀ غواړم چې تۀ زما دپاره د بادشاه سره د مِلاوېدو بندوبست وکړې او کۀ زۀ په غلطه يم، نو هغه دې ما ووژنى.“ ۳۳نو يوآب داؤد بادشاه له لاړو او چې ابى‌سلوم څۀ وئيلى وُو هغه يې ورته ووئيل. بادشاه ابى‌سلوم راوغوښتو، هغه ورله راغلو او د هغۀ په مخکښې زمکې ته ټيټ شو. نو بادشاه ابى‌سلوم ښکل کړو.