خط

د تيموتيوس په نوم د پولوس رسول اول خط - پينځم باب

د نورو دپاره ذمه وارى

۱مشر سړى ته سختې خبرې مۀ کوه بلکې هغۀ ته خواست کوه او د خپل پلار په شان خبرې ورسره کوه او ځوانانو سره د وروڼو په شان سلوک کوه. ۲او زړې ښځې د ميندو په شان ګڼه او ځوانې ښځې په پوره پاکۍ سره خوېندې ګڼه. ۳د کونډو عزت کوه څوک چې واقعى ضرورتمندې وى. ۴کۀ د کونډې بچى يا نمسى وى نو هغوئ دې د ټولو نه اول د خپل خاندان ذمه وارى وپېژنى کومه چې د هغوئ مذهبى فريضه هم ده، او هغوئ دې داسې د خپل مور پلار او نيکونو حق ادا کړى ځکه چې داسې کول د خُدائ پاک خوښ دى. ۵کومه کونډه چې واقعى يواځې وى او د هغې هيڅوک هم نۀ وى، هغه په خُدائ پاک اُميد ساتى او شپه ورځ به په زارۍ او دُعا کښې آخته وى. ۶خو کومه کونډه چې په عېش عشرت آخته ده، نو هغه په ژوندانۀ مړه ده. ۷د دې خبرو نصيحت هم ورته وکړه چې هغوئ د اِلزام نه بچ پاتې شى. ۸او کۀ څوک د خپلوانو او خاص د خپل خاندان د خلقو خيال نۀ ساتى نو هغه د ايمان نه منکر او د بې‌ايمانه نه هم بدتر دے. ۹هغه کونډه دې د امداد په فهرست کښې وليکلے شى کومه چې د شپېتو کالو نه کمه نۀ وى او چې يو ځل وادۀ شوې وى. ۱۰په کار ده چې هغه په خپلو نېکو کارونو کښې مشهوره وى، خپل بچى يې رالوئ کړى وى، د مسافرو مېلمستيا يې کړې وى، د مقدسينو پښې يې وينځلې وى، د مصيبت ځپلو مدد يې کړے وى او چې خپل ځان يې د هر ښۀ کار کولو دپاره وقف کړے وى. ۱۱خو د ځوانو کونډو نومونه په فهرست کښې مۀ ليکئ ځکه کله چې د هغوئ شهوت هغوئ د مسيح نه لرى کړى نو هغوئ بيا د وادۀ خواهش کوى، ۱۲او په دې وجه به هغوئ د سزا لائقې وګرځى ځکه چې په نِکاح کښې شوې هغوئ خپله اولنۍ وعده ماته کړه. ۱۳او د دې نه علاوه هغوئ کور په کور ګرځى او بې‌کاره اوسېدل زده کوى، او نۀ صرف بې‌کاره ګرځى بلکې غېبت کوى او د نورو په کار کښې ګوتې وهى او هغه خبرې کوى چې ورته نۀ دى کول په کار. ۱۴نو زما نصيحت دا دے چې ځوانې کونډې دې وادۀ وکړى هغوئ دې بچى پېدا کړى او د کور اِنتظام دې سمبال کړى او مخالفينو له دې د بدې وينا کولو موقع ورنۀ کړى. ۱۵ځکه چې څۀ کونډې ګمراه شوې او د شېطان په لاره روانې دى. ۱۶کۀ د يوې ايماندارې ښځې په رشته‌دارو کښې نورې غريبې کونډې وى نو هغه دې په خپله د هغوئ مدد کوى او په جماعت دې بوج نۀ اچوى، نو داسې به جماعت د هغه ضرورتمندو کونډو څوک چې په رښتيا حقدارې دى مدد وکړى. ۱۷هغه مشران چې د جماعت ښۀ اِنتظام کوى، او خاص هغوئ چې په کلام اورولو او په تعليم ورکولو کښې خوارى کوى، هغوئ دې يو په دوه د عزت لائق وګڼلے شى. ۱۸ځکه چې د خُدائ پاک کلام فرمائى چې، ”تاسو د غوبل په وخت کښې د غوَيى خولې ته کوَرے مۀ اچوئ،“ او بل ځائ فرمائى، ”مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دے.“ ۱۹کوم اِلزام چې د يو مشر په خِلاف وشى نو هغه د دوو يا د درېو ګواهانو د ګواهۍ نه بغېر مۀ منه. ۲۰څوک چې ګناه کوى، هغوئ د ټول جماعت په وړاندې ملامت کړئ د دې دپاره چې نور خلق هم وۀ يريږى. ۲۱زۀ د خُدائ پاک او د عيسىٰ مسيح او د غوره شوو فرښتو په مخکښې تا له حُکم درکوم او تاکيد کوم چې په دې هداياتو بغېر د تعصب نه عمل کوه او د هيچا طرفدارى مۀ کوه. ۲۲په چا زر لاس مۀ کېږده چې د خُدائ پاک د خِدمت دپاره مخصوص شى، او د نورو په ګناهونو کښې مۀ شريک کېږه. خپل ځان پاک وساته. ۲۳صرف اوبۀ مۀ څښه بلکې د خپلې معدې او اکثر د ناجوړه کېدو په وجه لږ شان مے هم استعمالوه. ۲۴د څۀ کسانو ګناهونه ښکاره وى او هغوئ عدالت ته پېش کړى، خو د ځينو ګناهونه به وروستو ښکاره شى. ۲۵دغه شان د ځينې خلقو ښۀ کارونه هم ليدلے کيږى، خو کوم ښۀ کارونه چې په پټه شوى وى، نو هغه به هم يوه ورځ ښکاره شى.