تاریخى

د سموئيل اول کِتاب - شپږويشتم باب

د حضرت داؤد د ساؤل ژوند بيا بچ کول

۱بيا د زيف يو څو سړى په جبعه کښې ساؤل له راغلل او ورته يې ووئيل چې، ”داؤد د يشيمون صحرا په غاړه د حکيله په غرۀ باندې پټ دے.“ ۲نو ساؤل سمدستى د درېو زرو ښو بنى اِسرائيلو فوجيانو سره د زيف صحرا ته لاړو چې داؤد ولټوى، ۳او د لارې په غاړه د حکيله په غرۀ باندې يې خېمې ولګولې. داؤد تر اوسه پورې په هغه صحرا کښې وو او کله چې هغه خبر شو چې ساؤل د هغۀ لټولو له راغلے دے، ۴هغۀ جاسوسان ولېږل او دا يې معلوم کړل چې ساؤل په رښتيا هلته دے. ۵نو هغه راووتلو او هم هغه ځائ ته راغلو چرته چې د ساؤل او د ساؤل د لښکر مشر د نير زوئ ابنير ملاست وو. ساؤل په کېمپ کښې دننه څملاستو او د هغۀ سړو ګېرچاپېره خېمې ولګولې. ۶بيا داؤد د اخيمُلک حِتى او د يوآب ورور ابيشى (د دوئ مور ضروياه وه) نه تپوس وکړو، ”په تاسو دواړو کښې به کوم يو ما سره د ساؤل کېمپ ته لاړ شى؟“ ابيشى ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ به درسره لاړ شم.“ ۷نو په هغه شپه داؤد او ابيشے د ساؤل خېمو ته ننوتل او وې ليدل چې ساؤل د کېمپ په مينځ کښې ملاست وو او د هغۀ نېزه د هغۀ د سر سره نزدې په زمکه کښې ښخه وه. ابنير او فوجيان د هغۀ نه ګېرچاپېره ملاست وُو. ۸ابيشى داؤد ته ووئيل چې، ”خُدائ پاک تا له خپل دشمن نن په لاس کښې درکړے دے. اوس ما له اجازت راکړه چې هم د هغۀ خپله نېزه ترې نه په بل مخ بوټه وباسم او صِرف په يو غرب سره به يې داسې کړم چې د زمکې نه به پاڅېدلے نۀ شى، د دوېم ځل وهلو حاجت به يې هم راته نۀ پېښيږى.“ ۹خو داؤد ورته وفرمائيل، ”تۀ هغه مۀ وژنه. بې‌شکه مالِک خُدائ به هغه چا له سزا ورکوى چې څوک هم د هغۀ خوښ کړے شوى بادشاه ته نقصان رسوى.“ ۱۰داؤد وفرمائيل، ”ما ته پته ده چې مالِک خُدائ به په خپله ساؤل مړ کوى، کۀ هغه په خپل مرګ مړ شى او يا کۀ په جنګ کښې مړ شى. ۱۱مالِک خُدائ دې نۀ کړى چې هغه چا له د نقصان رسولو کوشش وکړم څوک چې مالِک خُدائ بادشاه جوړ کړے دے. راځئ چې د هغۀ نېزه او د اوبو منګے راواخلو او لاړ شُو.“ ۱۲نو داؤد نېزه او د اوبو منګے واخستلو چې د ساؤل د سر سره نزدې پراتۀ وو او هغه او ابيشے لاړل. هيچا دا ونۀ ليدل او نۀ ورته پته ولګېده چې څۀ وشول او نۀ څوک پاڅېدل، هغوئ ټول په خوږ خوب اودۀ وُو، ځکه چې مالِک خُدائ په هغه ټولو باندې دروند خوب رالېږلے وو. ۱۳بيا داؤد د وادۍ نه واوړېدو او د بل غر سر ته لاړو، کوم ځائ چې لږ لرې وو او د خطرې نه بهر وو، ۱۴او د ساؤل فوجيانو او ابنير ته يې چغه ووهله، ”ابنيره، تۀ زما آواز اورې؟“ ابنير تپوس وکړو، ”دا چغې څوک وهى چې بادشاه راپاڅوى؟“ ۱۵داؤد ورته وفرمائيل، ”ابنيره، په بنى اِسرائيلو کښې ستا په شان تکړه سړے څوک شته؟ نو تۀ خپل نېک يعنې بادشاه ولې نۀ بچ کوې؟ دا اوس اوس څوک خېمو ته لاړل چې ستا نېک ووژنى. ۱۶ابنيره، تۀ په خپله ذمه وارۍ کښې ناکام شوې. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې تاسو ټول د مرګ لائق يئ، ځکه چې تاسو خپل نېک بچ نۀ کړو، کوم چې مالِک خُدائ بادشاه جوړ کړے دے. د بادشاه نېزه چرته ده؟ د اوبو منګے چرته دے چې د هغۀ د سر سره وو؟“ ۱۷ساؤل د داؤد آواز وپېژندو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”داؤده، دا تۀ يې زما زويه؟“ داؤد ورته وفرمائيل، ”آو، بادشاه سلامت دا زۀ يم.“ ۱۸او هغۀ دا هم وفرمائيل، ”زما نېک تر اوسه پورې په خپل خِدمت کوونکى پسې ولې ګرځى؟ ما څۀ کړى دى؟ ما کوم جرم کړے دے؟ ۱۹بادشاه سلامت، زۀ چې څۀ وئيل غواړم نو هغه واوره. کۀ دا مالِک خُدائ وى چې تۀ يې زما خِلاف کړې، نو يوه نذرانه چې هغۀ ته پېش شى نو کېدے شى چې د هغۀ فېصله بدله شى، خو کۀ دا انسان کړى وى، نو په هغوئ دې د مالِک خُدائ لعنت راشى. ځکه چې هغوئ زۀ د مالِک خُدائ د مُلک نه وشړلم او راته يې ووئيل چې د پردو معبودانو عبادت کوه. ۲۰زما وينه دې د مالِک خُدائ نه لرې په پردۍ خاوره نۀ توئيږى. د بنى اِسرائيلو بادشاه دې صِرف د يوې ورَږې د لټولو دپاره ولې راشى، لکه څوک چې په غرونو کښې د زرکې ښکار کوى؟“ ۲۱ساؤل ورته ووئيل، ”ما ګناه کړې ده. زما زويه، داؤده. واپس راشه، زۀ به تا ته نقصان نۀ دررسوم، ځکه چې تا نن زما ژوند بچ کړو. زۀ کم عقل وم، ما يو بد عمل کړے دے.“ ۲۲داؤد ورته وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، ستا نېزه دا ده. ستا يو سړے دې راشى او دا دې واخلى. ۲۳مالِک خُدائ هغه چا له اجر ورکوى چې څوک وفادار او رښتونى وى. نن هغۀ ما له تۀ په لاس کښې راکړې، خو ما تا ته نقصان ونۀ رسولو، څوک چې مالِک خُدائ بادشاه جوړ کړے دے. ۲۴لکه څنګه چې نن ما ستا ژوند بچ کړے دے، نو مالِک خُدائ دې هم هغه شان زما سره هم وکړى او چې د ټولو تکليفونو نه مې خلاص کړى.“ ۲۵ساؤل داؤد ته ووئيل، ”زما زويه، خُدائ پاک دې تا له برکت درکړى. تۀ به په هر کار کښې کامياب يې.“ نو داؤد په خپله مخه لاړو او ساؤل کور ته واپس شو.