تاریخى

د سموئيل اول کِتاب - درويشتم باب

د حضرت داؤد قعيله ښار بچ کول

۱يوه ورځ داؤد واورېدل چې فلستيان د قعيله په ښار باندې حمله کوى او د درمند نه رېبلے شوے فصل پټوى. ۲نو هغۀ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ لاړ شم څۀ چې په دې فلستيانو باندې حمله وکړم؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، په هغوئ حمله وکړه او قعيله بچ کړه.“ ۳خو د داؤد سړو هغۀ ته وفرمائيل، ”کۀ مونږ دلته په يهوداه کښې يريږو، نو دا به زمونږ دپاره نوره هم سخته شى چې قعيله ته لاړ شُو او د فلستيانو په لښکر باندې حمله وکړُو.“ ۴نو داؤد د مالِک خُدائ سره بيا خبره وکړه او مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”قعيله ته ورشه، ځکه چې زۀ به تا له په فلستيانو باندې فتح درکوم.“ ۵نو داؤد او د هغۀ سړى قعيله ته لاړل او په فلستيانو يې حمله وکړه، هغوئ ډېر زيات کسان ووژل او د هغوئ څاروى يې بوتلل. نو داسې داؤد هغه ښار بچ کړو. ۶کله چې د اخيمُلک زوئ ابياتار وتښتېدو او په قعيله کښې د داؤد سره مِلاو شو، نو هغۀ د ځان سره پېش بند يوړو. ۷ساؤل خبر شو چې داؤد قعيلې ته تلے دے، نو ساؤل ووئيل، ”خُدائ پاک هغه ما له په لاس کښې راکړے دے. داؤد ځان په خپله ګېر کړو چې هغه يو داسې ښار ته لاړو چې پخې دروازې لرى او تالا کيږى.“ ۸نو ساؤل خپل لښکر د جنګ دپاره راوغوښتو، چې قعيلې ته لاړ شى او داؤد او د هغۀ لښکر ګېر کړى. ۹کله چې داؤد خبر شو چې ساؤل ورباندې د حملې کولو منصوبه جوړوى، نو هغۀ ابياتار اِمام ته وفرمائيل، ”پېش بند دلته راوړه.“ ۱۰بيا داؤد وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، ما دا اورېدلى دى چې ساؤل زما يعنې ستا د خِدمت کوونکى په وجه قعيلې ته د راتلو او د دې د ورانېدو منصوبه جوړوى. ۱۱د قعيلې اوسېدونکى به ما ساؤل له په لاس کښې ورکړى څۀ؟ ساؤل به په رښتيا راشى څۀ لکه چې ما اورېدلى دى؟ مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، زۀ تا ته سوال کوم او ما له جواب راکړه.“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، ساؤل به راځى.“ ۱۲داؤد بيا تپوس وکړو، ”د قعيلې اوسېدونکى به ما او زما سړى ساؤل له په لاس کښې ورکوى څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، هغوئ به تاسو ورته حواله کوى.“ ۱۳نو داؤد او د هغۀ سړى چې تقريباً ټول شپږ سوه وُو د قعيلې نه سمدستى لاړل او د يو ځائ نه بل ځائ ته تلل. کله چې ساؤل خبر شو چې داؤد د قعيلې نه تښتېدلے دے، نو هغۀ خپله منصوبه پرېښوده.

حضرت داؤد د غرونو په مُلک کښې

۱۴داؤد د زيف سره نزدې په صحرا کښې، د غرونو په مُلک کښې په محفوظ ځائ کښې ايسار شو. ساؤل به هر وخت هغه لټولو، خو خُدائ پاک داؤد هغۀ له په لاس نۀ ورکولو. ۱۵کله چې داؤد د زيفه سره نزدې په صحرا کښې، په حورِش کښې وو نو پته ورته ولګېده چې ساؤل د هغۀ په مرګ پسې راوتلے دے. ۱۶يونتن هغۀ له هلته ورَغلو او داؤد يې زړَور کړو چې خُدائ پاک ستا مل دے، ۱۷او ورته يې ووئيل، ”مۀ يرېږه، زما پلار ساؤل تا ته نقصان نۀ شى دررسولے. هغۀ ته ډېره ښۀ پته ده چې تۀ به د بنى اِسرائيلو بادشاه يې او زۀ به په تا پسې دوېم کس يم.“ ۱۸هغوئ دواړو د يو بل سره د مالِک خُدائ په نوم باندې تړون وکړو. داؤد په حورِش کښې ايسار شو او يونتن خپل کور ته لاړو. ۱۹د زيف څۀ خلق په جبعه کښې ساؤل له لاړل او ورته يې ووئيل، ”داؤد زمونږ په علاقه حورِش کښې د حکيله په غرۀ باندې پټ دے، چې دا د يشيمون صحرا جنوبى حِصه ده. ۲۰بادشاه سلامت، مونږ ته پته ده چې تۀ هغه نيول غواړې، نو زمونږ علاقې ته راشه او مونږ به يې ونيسو او تا ته به يې حواله کړُو.“ ۲۱ساؤل ورته ووئيل، ”مالِک خُدائ دې تاسو له برکت درکړى ځکه چې تاسو په ما ډېر مِهربانه يئ. ۲۲لاړ شئ او يو ځل يې بيا وګورئ، دا خبره صفا کړئ چې هغه چرته دے او هغه هلته چا ليدلے دے. ما اورېدلى دى چې هغه ډېر چالاک دے. ۲۳بلکل هم هغه ځايونه ولټوئ چرته چې هغه پټ دے او خامخا سيدها ما له واپس خبر راوړئ. بيا به زۀ ستاسو سره لاړ شم او کۀ هغه تر اوسه پورې په هغه علاقه کښې وى، نو هغه به زۀ رانيسم، تر دې پورې چې د يهوداه ټول مُلک به ورپسې لټوم.“ ۲۴نو هغوئ روان شول او د ساؤل نه مخکښې زيف ته واپس راورسېدل. داؤد او د هغۀ سړى د معون په صحرا کښې وُو، چې د يشيمون صحرا په جنوبى حِصه کښې خُشک مېدان دے. ۲۵ساؤل او د هغۀ سړى د داؤد لټولو دپاره روان شول، خو هغه د دې نه خبر شو او د معون په صحرا کښې د ګټو يو غر ته لاړل او هلته ايسار شو. کله چې ساؤل د دې نه خبر شو نو هغه په داؤد پسې لاړو. ۲۶ساؤل او د هغۀ سړى د غرۀ په يو طرف باندې وُو او داؤد او د هغۀ سړى د غرۀ په بل طرف باندې وُو. داؤد تېزى کوله چې د ساؤل نه لرې شى، خو ساؤل دومره ورنزدې شو چې داؤد او د هغۀ لښکر يې نيولے هم شول. ۲۷نو هم په هغه وخت يو پېغام وړونکے راورسېدو او ساؤل ته يې ووئيل، ”فوراً راواپس شه. فلستيان په مُلک حمله کوى.“ ۲۸نو ساؤل په داؤد پسې نور لا نۀ ړو او د فلستيانو سره جنګ کولو دپاره لاړو. نو دا ځکه د هغه ځائ نوم د تښتېدو ګټ شو. ۲۹داؤد روان شو او د عين‌جدى علاقې ته لاړو، هلته په محفوظ ځايونو کښې اوسېدو.