خط

د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول اول خط - څوارلسم باب

د نورو ژبو او نبوت کولو نعمت

۱د مينې او محبت لمن ونيسئ او د روحانى نعمتونو او خاص د پېشګويۍ د نعمت خواهش کوئ. ۲ځکه څوک چې په نورو ژبو خبرې کوى نو هغه د نورو خلقو سره نه، بلکې د خُدائ پاک سره خبرې کوى، او بل څوک د هغۀ په خبره نۀ پوهيږى ځکه چې هغه د روح په وسيله د راز خبرې کوى. ۳خو بله دا څوک چې نورو ته نبوت کوى نو د هغوئ د ترقۍ او د ډاډګيرنى او تسلۍ دپاره يې کوى. ۴څوک چې په نورو ژبو کښې خبرې کوى هغوئ د خپل ځان ترقى کوى خو څوک چې نبوت کوى هغوئ جماعت ته ترقى ورکوى. ۵اوس زۀ غواړم چې تاسو ټول په نورو ژبو خبرې وکړئ خو زما سخت خواهش دا دے چې تاسو نبوت وکړئ. ځکه څوک چې نبوت کوى هغه د نورو ژبو ويوونکو نه لوئ دے تر دې چې هغه دا ترجمه کړى نو جماعت به پرې ترقى وکړى. ۶نو زما وروڼو او خوېندو، کۀ چرې زۀ تاسو ته درشم او په نورو ژبو کښې خبرې کوم نو زما د وينا بيا تاسو ته څۀ فائده ده، ترڅو چې زۀ د کشف يا د عِلم يا د پېشګوئې يا د تعليم خبرې تاسو ته ونۀ کړم؟ ۷تاسو بيا لکه د موسيقۍ د هغه بې‌ساه څيزونو په مثال يئ چې د کومو نه آوازونه راوځى لکه شپيلۍ يا رباب. کۀ چرې څوک هغه صفا ونۀ غږوى نو بيا د هغوئ په ساز و سرود څوک پوهېدے شى؟ ۸کۀ د بيګل آواز صفا نۀ وى نو يو فوجى به خپل ځان جنګ ته څنګه تيار کړى؟ ۹هم دغه شان کۀ ستاسو خبرې صفا نۀ وى نو بيا ستاسو په خبرو به څوک پوهه شى؟ ځکه چې بيا به تاسو هسې دېوال ته لګيا يئ. ۱۰بې‌شکه چې په دُنيا کښې مختلفې ژبې دى خو يوه هم په کښې بې‌مطلبه نشته. ۱۱خو کۀ چرې زۀ د کومې ژبې په مطلب نۀ پوهېږم چا ته چې خبرې کوم نو هغۀ ته به زۀ نا آشنا ښکارم او هغه به ما ته نا آشنا ښکارى. ۱۲نو تاسو چې خپل ځان سره د روحانى نعمتونو خواهش کوئ نو داسې کوشش کوئ چې ستاسو دا نعمتونه د جماعت د ترقۍ دپاره وى. ۱۳نو په دې وجه څوک چې په نورو ژبو خبرې کوى نو هغه دې ضرور د تشريح کولو د قابليت دپاره هم دُعا وکړى. ۱۴ځکه کۀ زۀ په نورو ژبو دُعا کوم نو زما روح خو دُعا کوى ولې عقل مې بې‌کاره دے. ۱۵نو بيا زۀ څۀ وکړم؟ زۀ به په روح کښې دُعا کوم خو ورسره به په عقل کښې هم دُعا کوم، زۀ به په روح کښې حمد و ثنا کوم خو زۀ به په عقل سره هم حمد و ثنا کوم. ۱۶فرض کړه، کۀ تۀ په روح کښې حمد و ثنا کوې او يو نا آشنا کس چې هلته موجود وى نو هغه بيا ستا په شُکر ګزارۍ څنګه آمين کولے شى؟ ځکه چې هغه نا آشنا په دې نۀ پوهيږى چې تۀ څۀ وائې. ۱۷ځکه چې تۀ خو به په ښۀ شان سره شُکر ګزارى وکړې خو ستا شُکر ګزارى بل چا ته څۀ فائده نۀ ورکوى. ۱۸د خُدائ پاک شُکر کوم چې تاسو ټولو نه زيات زۀ په نورو ژبو کښې خبرې کوم. ۱۹خو په جماعت کښې هغه پينځۀ مقصدى خبرې د دې نه بهترې ګڼم چې نورو ته ترې فائده ورسى، د هغه لس زره خبرو نه چې په نورو ژبو کښې يې وکړم. ۲۰اے زما وروڼو او خوېندو، په خپله پوهه کښې ماشومان مۀ جوړېږئ، بدۍ ته ماشومان شئ خو په پوهه کښې بالغان شئ. ۲۱په تورات کښې ليکلى دى چې، ”زۀ به دې قوم ته په عجيبه ژبو او په غېرو شونډو خبرې وکړم خو بيا به هم هغوئ ما ته غوږ ونۀ نيسى. دا مالِک فرمائى.“ ۲۲نو روحانى ژبې د ايماندارانو دپاره نه، بلکې د بې‌ايمانانو دپاره نښې دى او پېشګوئې کول د بې‌ايمانانو دپاره نه، بلکې د ايماندارانو دپاره دى. ۲۳نو کۀ ټول جماعت راغونډ وى او په نورو ژبو لګيا وى نو کۀ نا آشنا يا بې‌ايمانه دننه راشى نو ولې هغوئ به تاسو ته ليونى ونۀ وائى څۀ؟ ۲۴خو کۀ تاسو ټول نبوت کوئ کۀ يو بې‌ايمانه يا نا آشنا دننه راشى نو د دې په اورېدو به هغه په دې قائل شى چې ګناه ګار شوے يم او هغه بيان به د دۀ جاج واخلى. ۲۵د بې‌ايمانه د زړۀ د راز څرګندېدو نه پس به هغه کس د خُدائ پاک په وړاندې په سجده شى او د هغۀ عبادت به وکړى، او اِقرار به وکړى چې، ”بې‌شکه خُدائ پاک په تاسو کښې دے.“

په ترتيب سره عبادت کول

۲۶نو اے وروڼو او خوېندو، لنډه دا، هر کله چې تاسو عبادت له راجمع کېږئ نو په تاسو کښې دې څوک حمد، يا تعليم، يا کشف يا په نورو ژبو خبرې او يا د نورو ژبو تشريح په ترتيب سره کوئ او دا هر يو کار د جماعت د ترقۍ دپاره کوئ. ۲۷کۀ څوک په نورو ژبو خبرې کوى نو صرف دوه يا زيات نه زيات درې کسان دې نمبر په نمبر خبرې وکړى او يو کس دې يې تشريح کړى. ۲۸خو کۀ څوک تشريح کوونکے نۀ وى نو هغوئ دې په جماعت کښې چپ پاتې شى او خپل ځان او د خُدائ پاک سره دې خبرې وکړى. ۲۹نو تاسو صرف دوه يا درې نبيانو ته د خبرو موقع ورکوئ، او نور دې په آرام سره د هغۀ د خبرو جاج واخلى. ۳۰خو کۀ په حاضرو کسانو کښې چا ته د مالِک نه کشف مِلاو شى نو کوم کس چې د اول نه په نبوت کولو لګيا دے هغه دې خاموش شى. ۳۱ځکه هر يو نمبر په نمبر نبوت کوئ، نو چې تاسو ټولو ته هدايت او ډاډګيرنه حاصله شى، ۳۲او نبيان د نبيانو د روحونو تابع وى. ۳۳ځکه چې خُدائ پاک د بد نظمۍ نه، بلکې د امن خُدائ دے. لکه چې د مقدسينو په ټولو جماعتونو کښې دے ۳۴ښځې دې په جماعتونو کښې خاموشه وى. ځکه چې هغوئ ته د خبرو کولو اجازت نشته بلکې هغوئ دې تابعدارې وى څنګه چې شريعت هم وائى. ۳۵کۀ هغوئ په څۀ خبره ځان پوهول غواړى نو هغوئ دې د خپلو خاوندانو نه په کور کښې تپوس کوى. ځکه چې په جماعت کښې د ښځې دپاره خبره کول د شرم خبره ده. ۳۶ولې د خُدائ پاک کلام تاسو جوړ کړے دے څۀ؟ يا ولې دا صرف تاسو ته رارسېدلے دے؟ ۳۷کۀ څوک د نبوت، يا د روحانى نعمتونو د لرلو دعوىٰ وکړى نو هغه دې پوهه شى چې کومې خبرې زۀ تاسو ته ليکم هغه د مالِک حکم دے. ۳۸هر څوک چې دا نۀ منى، نو هغه به هم نا منظوره کړے شى. ۳۹نو اے زما ملګرو، د نبوت کولو خواهش کوئ او په نورو ژبو خبرې کوونکى مۀ منع کوئ. ۴۰خو هر يو کار صحيح او ترتيب سره کوئ.