خط

د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول اول خط - لسم باب

د بُت پرستۍ خِلاف خبردارے

۱اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو د دې نه ناخبره پاتې کېدل نۀ غواړم چې زمونږ پلار نيکونه ټول د وريځې په حفاظت کښې وُو او ټول د بحرِقُلزم سيند نه پورې وتل، ۲او ټولو په وريځ او په بحرِقُلزم کښې د موسىٰ بپتسمه واخسته، ۳او ټولو يو شان روحانى خوراک وخوړلو، ۴او ټولو يو شان روحانى اوبۀ وڅښلې. ځکه چې هغوئ د هغه روحانى ګټ نه اوبۀ وڅښلې کوم چې د هغوئ سره روان وو، او هغه ګټ مسيح وو. ۵خو په هغوئ کښې د ډېرو نه خُدائ پاک راضى نۀ وو نو ځکه د هغوئ لاشونه په بيابان کښې خوارۀ وارۀ شول. ۶اوس دا خبرې زمونږ دپاره يو مثال شو نو چې بيا مونږ د خرابو څيزونو خواهش ونۀ کړو لکه څنګه چې هغوئ کولو. ۷تاسو بُت پرست مۀ جوړېږئ لکه چې په هغوئ کښې ځينې شوى وُو، لکه څنګه چې ليکلى دى چې، ”هغه خلق د خوړلو او څښلو دپاره کښېناستل او بيا هغوئ پاڅېدل، د مستۍ او عياشۍ سره ګډېدل.“ ۸مونږ دې جنسى حرامکارى ونۀ کړُو لکه څنګه چې په هغوئ کښې ځينو کړې وه او په يوه ورځ کښې درويشت زره هلاک شول. ۹مونږ دې د مسيح آزمېښت ونۀ کړُو لکه څنګه چې په هغوئ کښې ځينو کړے وو او بيا مارانو هلاک کړل. ۱۰او تاسو شکايت ونۀ کړئ لکه څنګه چې په هغوئ کښې ځينو کړے وو او بيا د هلاکت فرښتې هغوئ هلاک کړل. ۱۱په هغوئ دا خبرې زمونږ د عبرت دپاره راغلې وې او زمونږ د آخرى زمانې خلقو ته د نصيحت دپاره وليکلے شوې. ۱۲نو کۀ ستا خيال وى چې تۀ مضبوط ولاړ يې خو احتياط کوه چې راپرې نۀ وځى. ۱۳تاسو په څۀ داسې آزمېښت کښې نۀ يئ پرېوتلى چې هغه د نورو انسانانو نه مختلف وى، نو خُدائ پاک وفادار دے او هغه به تاسو ستاسو د برداشت نه په زيات آزمېښت کښې نۀ اچوى، بلکې د آزمېښت په وخت کښې به هغه تاسو ته د وتلو لار هم پېدا کړى چې يې تاسو برداشت کولے شئ. ۱۴نو په دې وجه زما خوږو ملګرو، د بُت پرستۍ نه وتښتئ. ۱۵تاسو په خپله پوهيږى څۀ چې زۀ وايم تاسو د هغې په خپله جاج واخلئ. ۱۶کله چې د عشاء ربانى په وخت کښې مونږ هغه پيالۍ ته برکت ورکوو، ولې هغه د مسيح په وينه کښې شراکت نۀ دے څۀ؟ هغه روټۍ چې مونږ يې ماتوو، ولې هغه د مسيح د بدن شراکت نۀ دے څۀ؟ ۱۷کۀ څۀ هم چې مونږ ډېر يُو خو په شريکه د يوې روټۍ نه خورو او په دې دا څرګنده وُو چې مونږ يو بدن يُو. ۱۸بنى اِسرائيلو ته وګورئ. ولې هغوئ د قربانيانو خوړلو دپاره په قربان‌ګاه کښې شريکيږى نه څۀ؟ ۱۹ولې زما مطلب دا دے چې ګنې د بُت د قربانۍ څۀ حيثيت وى؟ او يا د بُت څۀ حيثيت شته دے؟ ۲۰نه، زۀ دا وايم چې کومې قربانۍ چې غېر‌يهوديان کوى، هغوئ پيريانو ته قربانى کوى، خُدائ پاک ته يې نۀ کوى، او زۀ دا نۀ غواړم چې تاسو د پيريانو سره شريک شئ. ۲۱تاسو د مالِک د پيالۍ نه او د پيريانو د پيالۍ نه نۀ شئ څښلے، تاسو د مالِک په دسترخوان او د پيريانو په دسترخوان کښې نۀ شئ شريک کېدے. ۲۲يا ولې مونږ د مالِک غېرت کښې راولو څۀ؟ ولې مونږ د هغۀ نه زورَور يُو څۀ؟

هر څۀ د خُدائ پاک د لويئ دپاره کوئ

۲۳هر څۀ روا دى، خو هر څۀ فائده مند نۀ دى. هر څۀ روا دى خو هر څۀ ترقى نۀ ورکوى. ۲۴تاسو خپلې فائدې مۀ لټوئ بلکې د نورو هم لټوئ. ۲۵څۀ چې د قصاب په دوکان خرڅيږى هغه خورئ او د ضمير په خاطر سوال مۀ پورته کوئ، ۲۶ځکه ”دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى.“ ۲۷کۀ څوک غېر ايماندار تاسو ته د روټۍ دعوت وکړى او تاسو په تلو راضى يئ، نو هر څۀ چې درته وړاندې کېږدى هغه خورئ او په خپل ضمير کښې سوال مۀ راولئ. ۲۸خو کۀ تاسو ته څوک ووائى چې، ”دا بُت ته د قربانۍ غوښه ده،“ نو د هغۀ د ضمير د خاطره هغه مۀ خوره. ۲۹زما مطلب د نورو ضمير دے ستاسو نۀ دے. ځکه چې د بل چا ضمير زما د آزادۍ فېصله ولې کوى؟ ۳۰کۀ زۀ په کښې په شُکر ګزارۍ شريک شم، نو چې په کوم څيز زۀ شُکر وباسم نو بيا د هغې په سبب زۀ ولې ملامت شم؟ ۳۱نو بيا چې تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا چې څۀ کوئ، هغه هر څۀ د خُدائ پاک د لويئ دپاره کوئ. ۳۲د يهوديانو او يونانيانو او د خُدائ پاک د جماعت دپاره د تيندک سبب مۀ جوړېږئ. ۳۳څنګه چې زۀ په خپل هر کار کښې د هر چا د خوشحالولو کوشش کوم نو دا زۀ د خپلې فائدې دپاره نۀ کوم بلکې د نورو ډېرو دپاره يې کوم د دې دپاره چې هغوئ پرې خلاصون بيا مومى.