د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور، طرز: لرې د څېړۍ په ونو کښې ناستې ګوګوشتکې. دا ښائسته سندره د هغه وخت متعلق ده کله چې فلستيانو هغه په جات کښې راګېر کړو.
توکل په خُدائ پاک
۱اے پاکه خُدايه، په ما رحم وکړه، خلق راپسې شوى دى،
ټوله ورځ دشمنان په ما باندې سختې حملې کوى.
۲زما دشمنان ټوله ورځ ما وهى.
ډېر زيات دى مغروره څوک چې ما سره جنګ کوى.
۳خو کله چې زۀ وويرېږم،
نو زۀ به په تا باندې توکل وکړم.
۴کومه وعده چې هغۀ کړې ده، زۀ د خُدائ پاک ثناء صِفت کوم.
نو زۀ نۀ يرېږم ځکه چې په خُدائ باندې توکل کوم.
نو فانى انسان به ما سره څۀ وکړى؟
۵زما دشمنان ټوله ورځ زما خبرې بدلوى،
هر وخت هغوئ زما خلاف منصوبې جوړوى.
۶ټول راټول شوى دى او پټ ناست دى،
په هر قدم کښې راپسې دى او زما د مرګ خواهش کوى.
۷چې په خپل شرارت کښې وتښتى دوئ مۀ پرېږدئ،
اے پاکه خُدايه، په خپل قهر او غضب کښې دې دوئ ته شکست ورکړه.
۸تۀ د ټولو تکليفونو نه خبر يې زما،
اوښکې دې يو لوښى کښې راغونډې کړې دى زما،
ټول د غم حساب دې په خپل کِتاب کښې ليکلے زما.
۹دشمنان به مې وتښتى چې په کومه ورځ تا ته آواز وکړم،
خُدائ زما ملګرے دے زۀ په دې باندې پوهېږم.
۱۰کومه وعده چې خُدائ پاک ما سره کړې ده
په هغې زۀ د خُدائ ثناء صِفت کوم.
او کومه وعده چې مالِک خُدائ کړې ده په هغې زۀ د خُدائ شُکر ګزار يم.
۱۱نو زۀ نۀ يرېږمه ځکه چې په خُدائ پاک باندې توکل کوم.
نو فانى انسان به ما سره څۀ وکړى؟
۱۲اے پاکه خُدايه، زۀ به تا سره د نذرانې وعده خپله سر ته رسوم،
زۀ به تا ته د شکرانې نذرانې پېش کوم،
۱۳تا زۀ د مرګ نه خلاص کړم.
تا په خپله زۀ د تيندک خوړلو نه وساتلم،
چې زۀ د ژوند په نُور کښې د خُدائ په حضور کښې وګرځم.