تاریخى

د تواريخ دوېم کِتاب - پينځلسم باب

د آسا بُتان ماتول

۱د خُدائ پاک روح د عوبيد په زوئ عزرياه نازل شو، ۲او هغه د آسا سره مِلاوېدو له لاړو. هغۀ ورته اوچت آواز وکړو، ”آسا بادشاه او د يهوداه او بنيامين ټولو خلقو، ما ته غوږ ونيسئ. مالِک خُدائ تاسو سره دے چې تر څو پورې تاسو د مالِک خُدائ سره يې. کۀ تاسو د هغۀ طلب وکړئ نو هغه به پېدا کړئ، خو کۀ تاسو ترې نه واوړئ، نو هغه به تاسو پرېږدى. ۳تر ډېره وخته پورې اِسرائيل د حقيقى خُدائ پاک نه بغېر، د اِمامانو د ښودنې نه بغېر او بغېر د يو قانون نه ژوند تېرولو. ۴خو چې کله به مصيبت راغلو، نو هغوئ به مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته راوګرځېدل. هغوئ به د خُدائ پاک لټون وکړو او پېدا به يې کړو. ۵په هغه ورځو کښې به هيڅ څوک په حِفاظت سره تلے راتلے نۀ شول، ځکه چې په هر مُلک کښې لويه ګډوډى وه. ۶يو قوم بل قوم خراب‌تُراب کړو او يو ښار بل ښار دړې وړې کړو، ځکه چې خُدائ پاک به په هغوئ باندې هر قسم مصيبت راوستلو. ۷خو تاسو تکړه شئ او بې‌حوصلې کېږئ مه، او بيا چې تاسو کوم کار کوئ نو د هغې به تاسو ته اِنعام ملاويږى.“ ۸کله چې آسا د هغه پېشګويۍ نه خبر شو چې د عوبيد زوئ عزرياه کړې وه، نو د هغۀ حوصله مضبوطه شوه. نو هغۀ د يهوداه او بنيامين په مُلک کښې او په هغه ښارونو کښې ټول پليت بُتان لرې کړل چې کوم ښارونه يې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې قبضه کړى وُو. هغۀ د مالِک خُدائ هغه قربان‌ګاه هم بيا جوړه کړه کومه چې د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې ولاړه وه. ۹د اِفرائيم، منسى او د شمعون قبيلو ډېر خلق د آسا په طرف شوى وُو او د هغۀ په بادشاهۍ کښې اوسېدل، ځکه چې هغوئ ته پته لګېدلې وه چې مالِک خُدائ د هغۀ مل دے. آسا هغوئ ټول او د يهوداه او بنيامين خلق راوغوښتل. ۱۰نو هغوئ د آسا د بادشاهۍ په پينځلسم کال په درېمه مياشت په يروشلم کښې راغونډ شول. ۱۱په هغه ورځ هغوئ د هغه مالِ غنيمت نه مالِک خُدائ ته نذرانې پېش کړې چې کوم هغوئ قبضه کړے وو، اووۀ سوه څاروى او اووۀ زره ګډان. ۱۲هغوئ يو لوظ وکړو چې هغوئ به د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د خپل پلار نيکۀ د خُدائ پاک عبادت کوى. ۱۳چې هر يو نر يا ښځې، ځوان يا بوډا به د هغۀ عبادت نۀ کولو نو هغه به وژلے شول. ۱۴نو هغوئ د مالِک خُدائ په نوم په اوچت آواز سره قسم وکړو چې هغوئ به دا لوظ پوره کوى او بيا هغوئ چغه ووهله او بيګلې يې وغږولې. ۱۵د يهوداه ټول خلق خوشحاله وُو ځکه چې هغوئ د زړۀ د اخلاصه لوظ کړے وو. هغوئ د مالِک خُدائ په عبادت کښې خوشحاله وُو، مالِک خُدائ هغوئ قبول کړل او د ټولو دشمنانو نه يې په امن کښې کړل. ۱۶آسا بادشاه خپله نيا معکه د مور مَلِکې د عُهدې نه لرې کړه، ځکه چې هغې د اشيرې د بې‌شرمۍ بُت جوړ کړے وو. آسا دا بُت مات کړو، ټوټې ټوټې يې کړو او د دې ټوټې يې د قِدرون په وادۍ کښې وسوزولې. ۱۷اګر چې آسا بيا هم په هغه مُلک کښې علاقائى عبادتخانې تباه نۀ کړې، خو هغه ټول عُمر د مالِک خُدائ وفادار پاتې شو. ۱۸هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې هغه ټول څيزونه کېښودل کوم چې د هغۀ پلار ابياه خُدائ پاک ته وقف کړى وُو او داسې د سرو زرو او سپينو زرو هغه څيزونه يې هم کېښودل چې کوم هغۀ په خپله وقف کړى وُو. ۱۹د هغۀ د بادشاهۍ تر پينځۀ دېرشم کال پورې نور جنګونه نۀ وُو.