تاریخى

د تواريخ اول کِتاب - نولسم باب

د حضرت داؤد عمونيانو او شاميانو له شکست ورکول

۱څۀ موده وروستو عمونے بادشاه ناحس مړ شو او د هغۀ زوئ حنون بادشاه جوړ شو. ۲داؤد بادشاه وفرمائيل، ”زۀ به حنون ته خپله وفادارى هم هغه شان ښايم لکه څنګه چې د هغۀ پلار ناحس ما ته وفادارى ښودلې وه.“ نو داؤد پېغام وړُونکى ورولېږل چې هغۀ ته د خپلې غمرازۍ اظهار وکړى. کله چې هغوئ عمون ته ورسېدل او حنون بادشاه هغوئ راوغوښتل، ۳نو د عمونيانو مشرانو بادشاه ته ووئيل، ”ستا خيال دا دے چې داؤد د غمرازۍ دپاره کوم سړى رالېږلى دى نو په دې وجه ستا د پلار عزت کيږى څۀ؟ په حقيقت کښې داسې نۀ ده. هغۀ دا د جاسوسۍ دپاره رالېږلى دى چې مُلک ولټوى، او فتح يې کړى.“ ۴نو حنون د داؤد پېغام وړُونکى ونيول او د هغوئ نه يې ږيرې کلې کړې، د هغوئ چُوغې يې د کوناټو سره پرې کړې او هغوئ يې ولېږل. ۵نو هغوئ دومره سخت شرمېدل چې خپلو کورونو ته نۀ شول واپس کېدلے. کله چې داؤد خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ هغوئ له خبر ورولېږلو چې په يريحو کښې ايسار شئ او تر هغې پورې واپس مۀ راځئ چې ترڅو پورې مو ږيرې بيا نۀ وى شوې. ۶حنون بادشاه او عمونيانو ته پته ولګېده چې هغوئ داؤد بادشاه غصه کړے دے، نو هغوئ څلور دېرش زره کلو سپين زر ورکړل چې د برنى مسوپتاميه او د شامى علاقو معکه او ضوباه نه جنګى ګاډۍ او د ګاډو چلوونکى په مزدورۍ ونيسى. ۷هغۀ دوه دېرش زره جنګى ګاډۍ چې هغوئ په کرايه ونيولې او د معکه بادشاه لښکر راغلو او د ميدبا سره نزدې يې خېمې ولګولې. عمونيان هم د خپلو ټولو ښارونو نه راووتل او د جنګ دپاره تيار شول. ۸کله چې داؤد د حالاتو نه خبر شو، نو هغۀ يوآب او ټول لښکر ورولېږلو. ۹عمونيان روان شول او د شاهى ښار ربه دروازې سره يې د جنګ دپاره صفونه جوړ کړل او هغه بادشاهان چې کوم د مدد دپاره راغلى وُو نو هغوئ هم په کولاو مېدان کښې صفونه جوړ کړل. ۱۰يوآب ته پته ولګېده چې د دشمن لښکر به په هغۀ باندې د مخې او شا د طرف نه حمله وکړى، نو هغۀ ښۀ تکړه بنى اِسرائيلى فوجيان خوښ کړل او هغوئ يې د جنګ دپاره شاميانو ته مخامخ ودرول. ۱۱هغۀ باقى پاتې فوجيان د خپل ورور ابيشى د مشرۍ لاندې راوستل، چې هغۀ دوئ د جنګ دپاره عمونيانو ته مخامخ ودرول. ۱۲يوآب هغۀ ته ووئيل، ”کۀ تا ته پته ولګى چې شاميان ما له شکست راکوى، نو راشه او زما مدد وکړه او کۀ عمونيان تا له شکست درکوى، نو زۀ به درشم او ستا مدد به وکړم. ۱۳تکړه شه او حوصله مضبوطه کړه. راځئ چې د خپلو خلقو او زمونږ د خُدائ پاک د ښارونو دپاره سخت جنګ وکړُو. او د مالِک خُدائ مرضى دې پوره شى.“ ۱۴يوآب او د هغۀ سړى د حملې کولو دپاره وړاندې شول او شاميان وتښتېدل. ۱۵کله چې عمونيانو وليدل چې شاميان منډې وهى، نو هغوئ د ابيشى نه وتښتېدل او ښار ته واپس ننوتل. بيا يوآب يروشلم ته واپس لاړو. ۱۶شاميانو ته پته ولګېده چې هغوئ د بنى اِسرائيلو نه شکست خوړلے دے، نو هغوئ د فرات سيند نمرخاتۀ طرف ته د شام علاقو نه فوجيان راوستل او هغوئ يې د سوفک د مشرۍ لاندې کړل، چې د ضوباه د هدد‌عزر بادشاه د لښکر مشر وو. ۱۷کله چې داؤد د دې نه خبر شو، نو هغۀ د بنى اِسرائيلو فوجيان راغونډ کړل، د اُردن سيند نه پورې وتل او شاميانو ته يې مخامخ د جنګ دپاره ودرول. او جنګ شروع شو، ۱۸او بنى اِسرائيلو د شاميانو فوج واپس وشړلو. داؤد او د هغۀ سړو اووۀ زره د شام د جنګى ګاډو چلوونکى او څلوېښت زره پېدل فوجيان ووژل. هغوئ د شاميانو د فوج مشر، سوفک هم ووژلو. ۱۹کله چې هغه بادشاهانو ته پته لګېده کوم چې د هدد‌عزر د بادشاهۍ لاندې وُو چې هغوئ د بنى اِسرائيلو نه شکست خوړلے دے، نو هغوئ د داؤد سره د امن تړون وکړو او د هغۀ د بادشاهۍ لاندې راغلل. شاميانو بيا هيڅکله دا ونۀ غوښتل چې د عمونيانو مدد وکړى.