تاریخى

د بادشاهانو دوېم کِتاب - شپږم باب

د تبر د سر معجزه

۱يوه ورځ د اليشع د قبيلې پېغمبران اليشع له ورغلل او هغوئ ورته وفرمائيل چې، ”په کوم ځائ کښې چې مونږ ستا د مشرۍ لاندې اوسيږو نو هغه ځائ زمونږ دپاره ډېر وړوکے دے. ۲مونږ له اجازت راکړه چې د اُردن سيند ته لاړ شُو نو مونږ هر يو به يو يو تير ووهو، نو د اوسېدو دپاره به يو ځائ جوړ کړُو.“ اليشع ورته وفرمائيل، ”لاړ شئ.“ ۳په هغوئ کښې يو اليشع ته وفرمائيل چې، ”صاحِبه، مونږ سره لاړ شه،“ نو هغه ورسره لاړو، ۴او هغوئ په يو ځائ روان شول. کله چې هغوئ د اُردن سيند ته ورسېدل، نو هغوئ ونې وهل شروع کړل. ۵کله چې هغه يو په کښې يوه ونه وهله، نو ناڅاپه د هغۀ د تبر نه د اوسپنې سر په اوبو کښې وغورزېدو. هغۀ چغه کړه، ”زما نېکه، دا تبر مې د بل چا نه اخستے وو.“ ۶اليشع ترې نه تپوس وکړو، ”هغه په کوم ځائ کښې ورغورزېدو؟“ نو سړى ورته هغه ځائ وښودلو او اليشع يو لرګے پرې کړو او په اوبو کښې يې وغورزولو، نو د تبر سر راووتلو او د اوبو دپاسه ګرځېدو. ۷هغۀ ورته وفرمائيل، ”دا بهر راوباسه.“ او هغه سړى خپل لاس وراوږد کړو او راوايې خستلو.

د شامى فوج شکست خوړل

۸د شام بادشاه د اِسرائيل سره په جنګ وو. هغۀ د خپلو آفسرانو سره مشوره وکړه او يو ځائ يې خوښ کړو چې هلته خپلې خېمې ولګوى. ۹خو اليشع د اِسرائيل بادشاه له خبردارے ورولېږلو چې هغه ځائ ته ورنزدې نۀ شى، ځکه چې شاميان هلته د حملې دپاره پټ وُو. ۱۰نو د اِسرائيل بادشاه هغه خلقو له خبردارے ورکړو کوم چې په هغه ځائ کښې اوسېدل او د اِسرائيل بادشاه هغوئ د نظر لاندې ساتل. داسې څو څو ځلې وشول. ۱۱شامى بادشاه په دې باندې ډېر زيات خفه شو، هغۀ خپل آفسران راوغوښتل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”ستاسو کوم يو کس د اِسرائيل د بادشاه طرفدارى کوى؟“ ۱۲يو په کښې ووئيل، ”بادشاه سلامت، هيڅ څوک هم نه. اليشع پېغمبر د اِسرائيل بادشاه ته ستا هغه خبرې هم کوى چې تۀ يې د څملاستو په کوټه کښې کوې.“ ۱۳بادشاه حُکم وکړو، ”هغه ولټوئ چې کسان ورولېږم او وې نيسم.“ کله چې هغۀ ته ووئيلے شول چې هغه په دوتين کښې دے، ۱۴نو هغۀ هلته د آسونو او جنګى ګاډو سره يو لوئ لښکر ولېږلو. هغوئ د شپې هغه ښار ته ورسېدل او محاصره يې کړو. ۱۵په ورپسې سحر وختى د اليشع نوکر پاڅېدو، د کور نه بهر لاړو او شامى لښکر او د هغوئ آسونه او جنګى ګاډۍ يې وليدې چې ښار يې محاصره کړے وو. هغه اليشع له واپس لاړو او ورته يې ووئيل، ”زما نېکه، غرق شُو څۀ وکړُو؟“ ۱۶اليشع ورته وفرمائيل، ”مۀ يرېږه، مونږ سره چې څۀ دى نو دا د هغوئ د هر څۀ نه زيات دى.“ ۱۷بيا هغۀ دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، د هغۀ سترګې وغړوه نو چې هغه يې وګورى.“ مالِک خُدائ د هغۀ سوال واورېدو او د اليشع نوکر چې بره وکتل نو وې ليدل چې د اليشع نه ګېرچاپېره غر د اور د آسونو او جنګى ګاډو نه ډک وُو. ۱۸کله چې شاميانو حمله وکړه، نو اليشع دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، دا سړى ړاندۀ کړه.“ نو مالِک خُدائ د هغۀ سوال واورېدو او هغوئ يې ړاندۀ کړل. ۱۹بيا اليشع هغوئ له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو په غلطه لار روان يئ، دا هغه ښار نۀ دے کوم چې تاسو لټوئ. ما پسې راځئ او زۀ به مو هغه سړى له بوځم چې کوم تاسو لټوئ.“ نو هغۀ هغوئ سامريه ته بوتلل. ۲۰چې څنګه هغوئ ښار ته ورننوتل، نو اليشع دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، د هغوئ سترګې وغړوه چې هغوئ ليدل وکړى.“ نو مالِک خُدائ د هغۀ سوال واورېدو، هغۀ د هغوئ نظر ښۀ کړو او هغوئ وليدل چې هغوئ په سامريه کښې دننه وُو. ۲۱کله چې د اِسرائيل بادشاه شاميان وليدل، نو هغۀ د اليشع نه تپوس وکړو، ”صاحِبه، زۀ هغوئ ووژنم؟ زۀ هغوئ ووژنم څۀ؟“ ۲۲هغۀ ورته وفرمائيل، ”نه، هغه فوجيان مۀ وژنه. کۀ هغوئ په جنګ کښې هم نيولے شوى وے نو هغوئ به دې نۀ وژلے. هغوئ ته روټۍ او اوبۀ کېږده، چې خوراک څښاک وکړى نو واپس دې خپل نېک له لاړ شى.“ ۲۳نو د اِسرائيل بادشاه د هغوئ دپاره يوه لويه مېلمستيا وکړه، او چې هغوئ خوراک څښاک وکړو، نو هغوئ يې واپس د شام بادشاه له ولېږل. نو د هغه وخت نه شاميانو د اِسرائيل په مُلک باندې حمله کول پرېښودل.

د سامريه محاصره

۲۴څۀ موده وروستو د شام بادشاه بِن‌حدد د اِسرائيل خِلاف خپل ټول فوج روان کړو او د سامريه ښار يې محاصره کړو. ۲۵نو د دې محاصرې په وجه په ښار کښې د خوراک کمے دومره زيات شو چې د خر يو سر د سپينو زرو په اتيا سيکو باندې خرڅېدو او د تقريباً يو پاو د ګوګوشتکې غل د سپينو زرو په پينځو سيکو باندې خرڅېدل. ۲۶د اِسرائيل بادشاه د ښار په دېوال باندې ګرځېدو چې يوې ښځې ورته چغه کړه، ”بادشاه سلامت، زما مدد وکړه.“ ۲۷هغۀ ورته ووئيل، ”مالِک خُدائ چې ستا مدد نۀ کوى، نو زۀ دې څنګه مدد وکړم؟ ما سره نه د درمند خوراک شته او نۀ د انګورو د لنګرۍ نه مے شته؟ ۲۸ستا مسئله څۀ ده؟“ هغې ورته ووئيل، ”هغه بله ورځ دې ښځې ما ته ووئيل چې مونږ به زما بچے وخورو او بيا بله ورځ به د هغې بچے وخورو. ۲۹نو مونږ زما زوئ پوخ کړو او ومو خوړو. په ورپسې ورځ ما هغې ته ووئيل چې مونږ به د هغې زوئ وخورو، خو هغې پټ کړو.“ ۳۰چې دا يې واورېدل، نو بادشاه د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او چې کوم خلق د دېوال سره نزدې وُو نو هغوئ وليدل چې هغۀ د خپلو جامو لاندې د ټاټ جامې اغوستې وې. ۳۱هغۀ ووئيل، ”کۀ نن ورځ د اليشع سر د بدن نه لرې نۀ شى نو خُدائ پاک دې ما د ورځې د ختمېدو سره ووژنى.“ ۳۲نو هغۀ يو پېغام وړونکے ولېږلو چې اليشع راولى. اليشع په کور کښې د يو څو مشرانو سره ملاقات کولو. د بادشاه پېغام وړُونکى د رارسېدو نه مخکښې، اليشع مشرانو ته وفرمائيل، ”هغه قاتِل زما د وژلو دپاره څوک رالېږلے دے. نو چې کله هغه دلته راورسيږى، نو دروازه بنده کړئ او دننه يې مۀ راپرېږدئ. بادشاه به په خپله په هغۀ پسې وى.“ ۳۳نو هغۀ لا خبرې ختمې کړې نۀ وې، چې بادشاه راورسېدو او وې وئيل، ”دا مصيبت د مالِک خُدائ نه په مونږ باندې راغلے دے. زۀ دې نور د مالِک خُدائ په طمع کښې ولې پاتې شم؟“