تاریخى

د بادشاهانو اول کِتاب - څلورم باب

د حضرت سليمان آفسران

۱سليمان د ټولو بنى اِسرائيلو بادشاه وو، ۲او دا کسان د هغۀ لوئ آفسران وُو، د صدوق زوئ عزرياه اِمام، ۳د دربار منشيان، د سيسه زامن اليحورف او اخياه، تاريخ ليکونکى، د اخيلود زوئ يهوسفط، ۴د لښکر مشر، د يهويدع زوئ بناياه، اِمامان، صدوق او ابياتار، ۵د ضِلعې د حکمرانانو مشر، د ناتن زوئ عزرياه، شاهى مشير، د ناتن زوئ زبود اِمام، ۶د محل مشر، اخيسر، د هغه مزدورانو مشر چې په زور کار ترې نه اخستے شو، د عبدا زوئ ادونرام. ۷سليمان د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې دولس سړى د ضِلعې حکمران مقرر کړل. هغوئ د بادشاه او د هغۀ د خاندان او درباريانو دپاره د خوراک بندوبست کولو. هر يو سړے په کال کښې د يوې مياشتې ذمه وار وو. ۸دا د هغه دولسو آفسرانو او د هغه ضِلعو نومونه دى چې هغوئ د کومو آفسران وُو. بِن‌حُور، د اِفرائيم د غرونو مُلک، ۹بِن‌دِقر، مقص، سعلبيم، بيت‌شمس، ايلون، او بيت‌حنان، ۱۰بِن‌حصد، د اربوت او شوکه ښارونو او د حِفر د ټولې علاقې، ۱۱بِن‌ابينداب چا چې د سليمان لور طافت وادۀ کړې وه، د دور د ټولې علاقې، ۱۲د اخيلود زوئ بعنه، د تعنک او مِجدو د ښارونو او بيت‌شان ته نزدې د ټولې علاقې، ضرتان ښار ته نزدې، د يزرعيل ښار جنوبى برخه او د ابيل‌محوله او يقمعام ښار پورې، ۱۳بِن‌جبر، په رامات‌جِلعاد کښې د هغه کلو چې د يائير د قبيلې وُو، يائير د منسى اولاد وو، په بسن کښې د ارجوب علاقه، چې ټول شپېتۀ لوئ ښارونه وُو، چې پاخۀ دېوالونه او په دروازو کښې يې د زېړو سيخونه لرل، ۱۴د عدو زوئ اخينداب، د محنايم د علاقې، ۱۵اخيمعض، چا چې د سليمان يوه بله لور باسمت وادۀ کړې وه، د نفتالى علاقې، ۱۶د حوسى زوئ بعنه، د آشر علاقه او د بعلوت ښار، ۱۷د فروح زوئ يهوسفط، د يساکار علاقه، ۱۸د ايله زوئ سِمعى، د بنيامين علاقه، ۱۹د اورى زوئ جابر، د جِلعاد علاقه چې په دې باندې امورى بادشاه سيحون او د بسن بادشاه عوج بادشاهى کړې وه. د دې دولسو نه علاوه په دې ټول مُلک باندې يو حکمران وو.

د حضرت سليمان خوشحاله او آباده علاقه

۲۰د يهوداه او د اِسرائيل خلق د سمندر په غاړه د شګو په شان بې‌شمېره وُو، هغوئ خوراک څښاک کولو او خوشحاله وُو. ۲۱د سليمان په بادشاهۍ کښې د فرات سيند نه واخله تر فلستيانو مُلک او د مِصر د حد پولې پورې ټول قومونه شامل وُو. هغوئ به هغۀ له محصُول ورکولو او چې ترڅو ژوندے وُو نو د هغۀ خِدمت يې کولو. ۲۲هغوئ سليمان له هره ورځ تقريباً پينځۀ زره کلو د ښو اوړو او لس زره کېلو مېده بندوبست کولو، ۲۳لس په غله باندې ساتلى څاروى، شل په څرېدو ساتلى څاروى او سل ګډې، چې ورسره هوسۍ، باره سينګۍ، غرڅۍ او څاربۀ چرګان هم وُو. ۲۴سليمان د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د تِفسَح نه واخله د غزه ښار پورې په ټول مُلک بادشاهى کوله. او هغه د خپلو ټولو ګاونډى مُلکونو سره په امن کښې وو. ۲۵چې تر کومې پورې هغه ژوندے وو نو د يهوداه او د اِسرائيل خلق په امن سره اوسېدل، هر خاندان د انګورو باغونه او د اينځرو ونې لرلې. ۲۶سليمان د خپلو جنګى ګاډو د آسونو دپاره څلوېښت زره اخورونه لرل او د خپلو فوجيانو دپاره يې دولس زره آسونه لرل. ۲۷هغه دولسو حکمرانانو به هر يو په خپله خپله مياشت کښې سليمان بادشاه او د هغۀ ټولو دپاره د خوراک بندوبست کولو چې چا د هغۀ د دسترخوان نه خوراک کولو، هغوئ به د هر څيز داسې بندوبست کولو چې د يو څيز کمے به هم نۀ وو. ۲۸هر يو حکمران خپله برخه اوربشې او بوس هم هلته لېږل چرته چې ضرورت وو، دا د جنګى ګاډو د آسونو او د نورو آسونو دپاره وُو. ۲۹خُدائ پاک سليمان له لوئ حِکمت، عقل او دومره پوهه ورکړې وه چې د حِساب نه بهر وه. ۳۰سليمان د نمرخاتۀ د ټولو هوښيارانو او د مِصر د هوښيارو سړو نه زيات هوښيار وو. ۳۱هغه د ټولو خلقو نه زيات هوښيار وو، هغه د ازراحى ايتان، د محول د زامنو هيمان، کل‌کُول او دردع نه زيات هوښيار وو او د هغۀ مشهورتيا په ګېرچاپېره ټولو مُلکونو کښې خوره شوه. ۳۲هغۀ درې زره متلونه او يو زر او پينځۀ سندرې جوړې کړې. ۳۳هغۀ د ونو او بوټو په حقله خبرې کولې، د لبنان د دِيار نه واخله تر ويلنى پورې چې په دېوالونو باندې کيږى، هغۀ د ځناورو، مارغانو، په خېټه ښوئېدونکو څيزونو او کبانو په حقله خبرې کولې. ۳۴د ټولې دُنيا بادشاهان د سليمان د حِکمت نه خبر شول او خلق يې ورلېږل چې د هغۀ خبرې واورى.