تاریخى

د سموئيل دوېم کِتاب - دوويشتم باب

د حضرت داؤد د فتحې ثناء صِفت

۱کله چې مالِک خُدائ داؤد د ساؤل او خپلو نورو دشمنانو نه بچ کړو، نو داؤد د مالِک خُدائ په ثناء صِفت کښې دا وفرمائيل، ۲”مالِک خُدائ زما ساتونکے دے، هغه زما د مضبوطې قلعې په شان دے، او هغه زما خلاصونکے دے. ۳زما خُدائ پاک زما د حِفاظت ځائ دے. او د هغۀ سره په حِفاظت کښې يم. هغه ما د ډال په شان بچ کوى، هغه زما دِفاع کوى او بچ مې ساتى. هغه زما خلاصونکے دے، هغه زما ساتنه کوى او د زور ظلم نه مې بچ کوى. ۴زۀ مالِک خُدائ ته سوال کوم، او هغه مې د دشمنانو نه بچ کوى. د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى. ۵د مرګ ټولې چپې زما ګېرچاپېره وې، د تباهۍ سېلاب زۀ راګېر کړم. ۶د مرګ خطره زما نه تاو وه، او قبر زما دپاره خپل دام خور کړے وو. ۷په تکليف کښې ما مالِک خُدائ ته چغه کړه، ما خُدائ پاک ته د مدد دپاره سوال وکړو. د هغۀ د کور نه هغۀ زما آواز واورېدو. د مدد دپاره هغۀ زما فرياد واورېدو. ۸بيا زمکه ولړزېده او وخوځېده، د آسمان بنيادونه وخوځېدل او ودرزېدل ځکه چې خُدائ پاک غصه وو. ۹د هغۀ د سپېږمو نه لوګے راووتلو، او يوه تباه کوونکې لمبه او بل سکارۀ د هغۀ د خولې نه راووتل. ۱۰هغۀ آسمان وشلولو او لاندې راغلو، د هغۀ د پښو لاندې يوه توره تيارۀ وه. ۱۱هغه د وزرو والا په خپل مخلوق باندې تېز والوتلو، هغۀ د هوا په وزرو باندې سفر وکړو. ۱۲هغۀ خپل ځان په تيارۀ کښې پټ کړو، د اوبو نه ډکه تکه توره وريځ د هغۀ نه ګېرچاپېره تاو شوه، ۱۳د هغۀ په وړاندې د برېښنا نه بلو سکارو لمبه وکړه. ۱۴بيا مالِک خُدائ د تندر په شان شو، او د خُدائ تعالىٰ آواز واورېدے شو. ۱۵هغۀ خپل غشى وويشتل او دشمنان يې خوارۀ وارۀ کړل، د برېښنا د پړق سره يې هغوئ وزغلول. ۱۶د سمندر بېخ راڅرګند شو. او د زمکې بنيادونه راښکاره شول کله چې مالِک خُدائ خپل دشمنان ورټل او په غصه کښې په هغوئ باندې وغورېدو. ۱۷نو مالِک خُدائ د بره نه راورسېدو او زۀ يې ونيولم، هغۀ د ډېرو اوبو نه بهر راوويستلم. ۱۸هغۀ زۀ د خپلو زورَورو دشمنانو نه بچ کړم او د هغه ټولو نه چې زما نه يې نفرت کولو، هغوئ زما دپاره ډېر زيات طاقتور وُو. ۱۹کله چې زۀ په تکليف کښې وم نو هغوئ په ما حمله وکړه، خو مالِک خُدائ زۀ بچ کړم. ۲۰هغۀ زۀ د خطرې نه راوويستلم هغۀ زۀ ځکه بچ کړم چې زما نه رضا وو. ۲۱مالِک خُدائ ما له اجر راکوى ځکه چې زۀ هغه څۀ کوم چې څۀ حق وى، هغه ما له برکت راکوى ځکه چې زۀ بې‌ګناه يم. ۲۲ما د مالِک خُدائ قانون منلے دے، زۀ د خُدائ پاک نه نۀ يم اوړېدلے. ۲۳ما د هغۀ ټول قوانين منلى دى، ما د هغۀ د حُکمونو نافرمانى نۀ ده کړې. ۲۴هغۀ ته پته ده چې زۀ صفا يم، ځکه چې ما ځان د ګناه نه ساتلے دے. ۲۵او هغه ما له ځکه اجر راکوى چې هغه څۀ کوم چې صحيح وى. ځکه چې هغۀ ته پته ده چې زۀ بې‌ګناه يم. ۲۶مالِکه خُدايه، تۀ د هغه خلقو سره وفادار يې چې څوک ستا وفادار وى، او چې څوک ښۀ وى نو تۀ د هغوئ سره ښۀ يې. ۲۷چې څوک صفا خلق وى نو تۀ د هغوئ سره صفا يې، خو تۀ د بدعملو سره سخت يې. ۲۸تۀ هغه څوک بچ کوې چې څوک عاجز وى. خو تۀ هغه څوک عاجزان کوې چې څوک مغرور وى. ۲۹مالِکه خُدايه، تۀ زما رڼا يې، تۀ زما تيارې لرې کوې. ۳۰تۀ ما له طاقت راکوې چې په دشمن حمله وکړم او طاقت راکوې چې د هغوئ په دېوالونو باندې ورواوړم. ۳۱دا خُدائ پاک دے، چې د هغۀ کارونه څومره مکمل دى، د هغۀ کلام څومره اعتبارى دے. هغه د ډال په شان دے د هغه هر چا دپاره دے چې څوک يې پناه لټوى. ۳۲مالِک خُدائ يواځې خُدائ پاک دے خُدائ پاک يواځې زمونږ د پناه ځائ دے. ۳۳دا خُدائ پاک زما مضبوط د پناه ځائ دے، هغه زما لاره سموى. ۳۴هغه ما د هوسۍ په شان تېزوى. هغه ما په غرونو کښې په حِفاظت کښې ساتى. ۳۵هغه ما له د جنګ تربيت راکوى، نو چې داسې زۀ د ټولو نه مضبوط غشے اوچلوم. ۳۶مالِکه خُدايه، ما بچ کړه او زما حِفاظت وکړه، ستا د مدد په وجه زۀ تکړه شوے يم. ۳۷تا زما دپاره لار پراخه کړې ده، نو ځکه زما پښې کله هم نۀ دى ښوئېدلې. ۳۸زۀ په خپل دشمن پسې ځم او شکست ورکوم، تر هغې پورې نۀ ودرېږم چې تباه کړې مې نۀ وى. ۳۹زۀ هغوئ وغورزوم او هغوئ پاڅېدے نۀ شى، هغوئ زما د پښو لاندې پرېوتى وى. ۴۰تۀ ما له د جنګ دپاره طاقت راکوې او په خپلو دشمنانو باندې فتح راکوې. ۴۱تۀ زما نه زما دشمن زغلوې، او چې څوک زما نه نفرت کوى نو هغه تباه کوم. ۴۲هغوئ د مدد دپاره وکتل، خو هيچا هم هغوئ بچ نۀ کړل، هغوئ مالِک خُدائ ته فرياد وکړو، خو هغۀ جواب ورنۀ کړو. ۴۳ما هغوئ مېده کړل او هغوئ د خاورې په شان شول، د کوڅې د خاورې په شان ما په هغوئ پښه راښکله. ۴۴تا زۀ د خپلو سرکشو خلقو نه بچ کړم او زما بادشاهى دې په قومونو باندې په خپل ځائ وساتله، کوم خلق چې ما نۀ پېژندل هغوئ زما د بادشاهۍ لاندې راغلى دى. ۴۵مسافر زما په وړاندې ټيټيږى، کله چې هغوئ زما نه خبر شى، هغوئ زما تابعدارى کوى. ۴۶هغوئ خپله حوصله بائيلى او د خپلو محفوظو ځايونو نه په ريږدېدو راځى. ۴۷مالِک خُدائ ژوندے دے. زما د حِفاظت کوونکى ثناء صِفت دې وى. د هغه تکړه خُدائ پاک د لويئ اِعلان وکړئ چې هغۀ زۀ بچ کړم. ۴۸هغه ما له په خپلو دشمنانو باندې فتح راکوى، هغه قومونه زما لاندې راولى ۴۹او هغه ما د خپل دشمن نه بچ کوى. اے مالِکه خُدايه، ما له په خپلو دشمنانو باندې فتح راکړه او ما د ظالمانو سړو نه بچ کړه. ۵۰نو چې په قومونو کښې زۀ ستا ثناء صِفت وايم، او زۀ به ستا د نوم ثناء صِفت بيانوم. ۵۱خُدائ پاک خپل بادشاه له فتحې ورکوى، هغۀ چې څوک خوښ کړے دے نو هغۀ ورته خپله مستقله مينه ښودلې ده، داؤد او د هغۀ اولاد ته يې همېشه ښائى.“