تاریخى

د سموئيل دوېم کِتاب - دولسم باب

د ناتن پېغام او د حضرت داؤد پښېمانه کېدل

۱مالِک خُدائ ناتن پېغمبر داؤد له ولېږلو. ناتن هغۀ له ورَغلو او دا مثال يې ورته بيان کړو، ”دوه سړى وُو چې په يو ښار کښې اوسېدل، يو مالداره او بل غريب وو. ۲مالداره سره ډېر څاروى او ګډې وې، ۳خو د غريب سره صِرف يوه ګډورۍ وه، کومه چې هغۀ اخستې وه. هغۀ د دې خيال ساتلو او هغه د هغۀ په کور کښې د هغۀ د ماشومانو سره لويه شوه. هغې له به يې د خپل خوراک نه خوراک ورکولو او په خپل جام کښې به يې څښلو ته پرېښوده او په خپله غېږه کښې به يې نيوله. ګډورۍ د هغۀ دپاره د لور په شان وه. ۴يوه ورځ يو مسافر د هغه مالداره سړى کور ته راغلو. مالداره سړى نۀ غوښتل چې هغه خپل يو ځناور حلال کړى چې د هغۀ دپاره روټۍ تياره کړى، هغۀ د غريب سړى ګډورۍ واخستله او د خپل مېلمه دپاره يې روټۍ تياره کړه.“ ۵داؤد هغه مالداره سړى ته سخت غصه شو او ورته يې ووئيل، ”زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې کوم سړى دا کړى وى نو هغه د مرګ لائق دے. ۶ځکه چې هغۀ داسې بې‌رحمه کار کړے دے، هغه به خامخا د دې په څلور چنده تاوان ورکوى.“ ۷ناتن داؤد ته وفرمائيل، ”تۀ هغه سړے يې. مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، ما تۀ د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړې او د ساؤل نه مې بچ کړې. ۸ما تا له د هغۀ بادشاهى او د هغۀ ښځې درکړې دى، ما تۀ په بنى اِسرائيلو او په يهوداه باندې بادشاه جوړ کړې. خو کۀ دا کمه وے نو ما به تا له د دې نه علاوه نور هم درکړے وے. ۹نو تا د مالِک خُدائ حُکم ته سپک ولې کتلى دى؟ تا دا بد عمل ولې کړے دے؟ تا اورِياه حِتے په جنګ کښې وژلے دے، تا عمونيان پرېښودل چې هغه ووژنى او بيا تا د هغۀ ښځه بوتله. ۱۰نو ستا اولاد به همېشه په جنګ جګړو کښې آخته وى ځکه چې تا زما سپکاوے کړے دے چې د اورِياه ښځه دې بوتله. ۱۱مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې زۀ به ستا د خپل خاندان نه څوک د دې سبب وګرځوم چې په تا مصيبت راولى. تۀ به خپلو سترګو ګورې چې زۀ به ستا نه ښځې بوځم او بل سړى له به يې ورکوم، او هغه به په رڼا ورځ ورسره څملى. ۱۲تا په پټه ګناه کړې ده، خو زۀ به په رڼا ورځ داسې وکړم چې ټول بنى اِسرائيليان يې وګورى.“ ۱۳داؤد وفرمائيل، ”ما د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده.“ ناتن ورته وفرمائيل، ”خو مالِک خُدائ تۀ معاف کړے يې، تۀ به نۀ مرې. ۱۴خو د دې عمل په وجه تا د مالِک خُدائ لوئ سپکاوے کړے دے، نو په دې وجه به ستا ماشوم مړ شى.“ ۱۵بيا ناتن کور ته لاړو.

د حضرت داؤد د زوئ مړ کېدل

د اورِياه د ښځې نه چې د داؤد کوم ماشوم پېدا شوے وو مالِک خُدائ هغه سخت بيمار کړو. ۱۶داؤد خُدائ پاک ته د دې دپاره سوال وکړو چې ماشوم ښۀ شى. هغۀ روژه ونيوله او هره شپه به د هغۀ کوټې ته تلو او ټوله شپه به يې په زمکه تېروله. ۱۷د هغۀ د دربار آفسران به ورتلل او د هغۀ د پاڅېدو کوشش به يې کولو، خو هغۀ به اِنکار کولو او د هغوئ سره يې هيڅ هم نۀ خوړل. ۱۸يوه هفته وروستو هغه ماشوم مړ شو او د داؤد آفسران يرېدل چې د دې نه يې خبر کړے وے. هغوئ ووئيل، ”کوم وخت چې ماشوم ژوندے وو، نو مونږ به چې د داؤد سره خبرې کولې نو هغۀ به جواب نۀ راکولو. نو هغۀ ته مونږ څنګه ووايو چې د هغۀ ماشوم مړ دے؟ کېدے شى چې هغه خپل ځان ته څۀ نقصان ورسوى.“ ۱۹کله چې داؤد هغوئ وليدل چې هغوئ د يو بل سره پټې خبرې کولې، نو هغۀ ته پته ولګېده چې ماشوم مړ دے. نو هغۀ ورنه تپوس وکړو، ”ماشوم مړ دے څۀ؟“ نو هغوئ جواب ورکړو، ”آو، مړ دے.“ ۲۰داؤد د زمکې نه پاڅېدو، وې لامبل، تېل يې ولګول او جامې يې بدلې کړې. بيا هغه لاړو او د مالِک خُدائ په کور کښې يې عبادت وکړو. کله چې هغه محل ته راواپس شو، هغۀ روټۍ راوغوښته. هغوئ روټۍ ورته کېښوده او هغۀ وخوړه. ۲۱نو خپلو آفسرانو داؤد ته ووئيل، ”مونږ په دې پوهه نۀ شُو، کله چې ماشوم ژوندے وو، نو تا به په هغۀ پسې ژړل او خوراک به دې نۀ کولو، خو چې څنګه هغه ماشوم مړ شو، نو تۀ پاڅېدې او خوراک دې شروع کړو.“ ۲۲داؤد جواب ورکړو، ”آو، کوم وخت چې هغه ژوندے وو نو ما روژه نيولې وه او ژړل مې. زما خيال دا وو چې کېدے شى چې مالِک خُدائ به په ما رحم وکړى او ماشوم به نۀ وژنى. ۲۳خو اوس هغه مړ دے، نو زۀ ولې روژه ونيسم؟ زۀ ماشوم بيا ژوندے کولے شم څۀ؟ يوه ورځ به زۀ هم هلته ځم چرته چې هغه دے، خو هغه هيڅکله ما له واپس نۀ شى راتلے.“

د حضرت سليمان پېدا کېدل

۲۴بيا داؤد خپلې ښځې بت‌‌سبع له تسلى ورکړه. د هغې سره څملاستو او د هغې نه يې يو زوئ پېدا شو. داؤد په هغۀ سليمان نوم کېښودو. مالِک خُدائ د ماشوم سره مينه کوله. ۲۵او هغۀ ناتن پېغمبر له حُکم ورکړو چې په ماشوم يديدياه نوم کېږدى، ځکه چې مالِک خُدائ د هغۀ سره مينه کوله.

د حضرت داؤد ربه قبضه کول

۲۶په دې دوران کښې د يوآب جنګ د ربه خِلاف جارى وو، چې د عمون شاهى ښار وو او قبضه کېدو ته نزدې وو. ۲۷هغۀ داؤد ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”ما په ربه حمله کړې ده او د دې د اوبو مرکز مې قبضه کړے دے. ۲۸اوس خپل پاتې لښکر راغونډ کړه، په ښار حمله وکړه او د خپل ځان دپاره يې ونيسه. زۀ دا نۀ غواړم چې د دې قبضه کول زما په نوم ياديږى.“ ۲۹نو داؤد خپل لښکر راغونډ کړو، ربه ته لاړو، حمله يې پرې وکړه او فتح يې کړو. ۳۰داؤد د هغوئ د بُت مولک د سر نه د سرو زرو تاج واخستو چې تقريباً پينځۀ دېرش کلو وو او يو قيمتى کاڼے هم په کښې وو او دا يې په خپل تاج کښې ولګولو. هغۀ د ښار نه ډېر مالِ غنيمت هم يوړو. ۳۱او د دې ځائ د خلقو نه يې په ارو، د اوسپنې په رمبو او د اوسپنې په تبرُونو کار اخستو او دې ته يې مجبور کړل چې خَښتې جوړوى. هغۀ د عمون د نورو ټولو ښارونو په خلقو هم دغه شان کار کولو. بيا هغه او د هغۀ سړى يروشلم ته راواپس شول.