تاریخى

د سموئيل اول کِتاب - دوويشتم باب

د اِمامانو قتلِ عام

۱داؤد د جات ښار نه وتښتېدو او د عدولام ښار ته نزدې يو غار ته لاړو. کله چې د هغۀ وروڼه او نور خاندان خبر شو چې هغه هلته دے، نو هغوئ ورسره مِلاو شول. ۲کوم خلق چې په تکليف کښې وُو، قرضدارى وُو يا خفه وُو نو هغوئ ورغلل، دا تقريباً ټول څلور سوه سړى وُو او هغه د هغوئ مشر شو. ۳داؤد د هغه ځائ نه په موآب کښې مصفاه ته لاړو او د موآب بادشاه ته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت زما مور او پلار پرېږده چې راشى او تا سره تر هغې پورې ايسار وى چې ما ته پته ولګى چې خُدائ پاک به زما دپاره څۀ کوى.“ ۴نو داؤد خپل مور پلار د موآب بادشاه سره پرېښودل او چې کله داؤد په محفوظ ځائ کښې پټ وو نو هغوئ هلته ايسار وُو. ۵بيا جاد پېغمبر داؤد له راغلو او ورته يې وفرمائيل، ”دلته مۀ ايسارېږه، او سمدستى د يهوداه مُلک ته لاړ شه.“ نو داؤد روان شو او د حارت ځنګل ته لاړو. ۶يوه ورځ ساؤل په جبعه کښې په غرۀ باندې د غز د ونې لاندې ناست وو، نېزه يې په لاس کښې وه او خپل ټول آفسران ترې نه ګېرچاپېره ولاړ وُو. هغه خبر شو چې داؤد او د هغۀ سړى پېدا شوى دى، ۷نو هغۀ خپلو آفسرانو ته ووئيل، ”د بنيامين سړو غوږ ونيسئ. ستاسو خيال دا دے څۀ چې داؤد به تاسو ټولو له پټى او د انګورو باغونه درکړى؟ او د خپل لښکر آفسران به مو جوړ کړى؟ ۸هم دغه وجه ده څۀ چې تاسو زما خِلاف منصوبه جوړَوئ؟ ستاسو نه يو کس هم ما ته ونۀ وئيل چې زما خپل زوئ د داؤد سره اِتحاد کړے دے. هيچا سره زما فکر نشته او نۀ ما ته وائى چې زما خپل سړے يعنې داؤد په دې منصوبه کښې لګيا دے چې زما د وژلو موقع لټوى او زما خپل زوئ د هغۀ ډاډګيرنه کوى.“ ۹دوئيګ ادومے هلته د ساؤل آفسرانو سره ولاړ وو او وې وئيل، ”کله چې داؤد په نوب کښې د اخيطوب زوئ اخيمُلک له تلو نو هغه ما وليدو. ۱۰اخيمُلک د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو چې داؤد څۀ وکړى او بيا هغۀ داؤد له خوراک او د جوليت فلستى تُوره ورکړه.“ ۱۱نو ساؤل بادشاه اخيمُلک اِمام او د هغۀ ټول خپلوان راوغوښتل، کوم چې په نوب کښې اِمامان وُو او هغوئ ورله راغلل. ۱۲ساؤل اخيمُلک ته ووئيل، ”اخيمُلکه، خبره واوره.“ نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”بادشاه سلامت وايه.“ ۱۳ساؤل ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ او د يَسى زوئ زما خِلاف ولې منصوبه جوړَوئ؟ تاسو هغۀ له خوراک او تُوره ولې ورکړه او د هغۀ دپاره مو د خُدائ پاک سره مشوره ولې وکړه؟ نو هغۀ زما خِلاف سرکشى وکړه او هغۀ زما خِلاف نن لاره نيولې ده.“ ۱۴اخيمُلک ورته وفرمائيل، ”ستا په ټولو نوکرانو کښې د داؤد په شان وفادار څوک دے؟ هغه د بادشاه زوم دے، ستا د ټولو محافظانو فوجيانو مشر دے او ستا په دربار کښې ډېر زيات عزتمند دے. ۱۵آو، ما څو ځلې د هغۀ دپاره د خُدائ پاک سره مشوره کړې ده، نو بادشاه سلامت، تۀ د دې خبرې اِلزام په ما او زما په خاندان مۀ لګوه. زۀ ستا خِلاف د يوې منصوبې نه هم نۀ وم خبر. د دې خبرې نه، زۀ بېخى خبر نۀ يم.“ ۱۶بادشاه ورته ووئيل، ”اخيمُلکه، تۀ او ستا ټول خپلوان به وژلے شې.“ ۱۷د هغۀ سره نزدې چې کوم د هغۀ محافظان ولاړ وُو نو هغوئ ته يې ووئيل، ”د مالِک خُدائ اِمامان ووژنئ. هغوئ د داؤد سره سازش وکړو او ما ته يې ونۀ وئيل چې هغه تښتېدلے دے، اګر چې دې ټولو ته پته ده.“ خو د هغۀ حِفاظت کوونکو د مالِک خُدائ د اِمامانو د وژلو دپاره په هغوئ باندې لاس اوچتولو نه اِنکار وکړو. ۱۸نو ساؤل دوئيګ ته ووئيل، ”تۀ هغوئ ووژنه.“ او دوئيګ هغوئ ټول ووژل. په هغه ورځ باندې هغۀ پينځۀ اتيا اِمامان ووژل کوم چې د پېش بند د وړلو حقدار وُو. ۱۹ساؤل دا حُکم هم وکړو چې د اِمامانو د ښار نوب ټول اوسېدونکى دې ووژلے شى، ښځې او سړى، ماشومان او تى رودونکى ماشومان، څاروى، خرۀ او ګډې، هر څۀ ووژلے شول. ۲۰خو د اخيمُلک يو زوئ ابياتار وتښتېدو، لاړو او د داؤد سره مِلاو شو. ۲۱هغۀ داؤد ته ووئيل، چې ساؤل د مالِک خُدائ اِمامان څنګه ووژل. ۲۲داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”کله چې ما دوئيګ په هغه ورځ هلته وليدو، ما ته پته وه چې هغه به خامخا ساؤل ته ووائى. نو په دې وجه زۀ ستا د ټولو خپلوانو د مرګ ذمه وار يم. ۲۳ما سره ايسار شه او يرېږه مه. ساؤل مونږ دواړه وژل غواړى، خو تۀ به ما سره په امن کښې يې.“