تاریخى

د سموئيل اول کِتاب - شپاړسم باب

حضرت داؤد د بادشاه په توګه مقرر کېدل

۱بيا مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”تۀ به تر کومې پورې په ساؤل پسې خفګان کوې؟ هغه ما په بنى اِسرائيلو باندې د بادشاهۍ دپاره نامنظوره کړے دے. نو د زيتُونو لږ تېل واخله او بيت‌لحم ته لاړ شه هغه سړى له چې نوم يې يَسى دے، ځکه چې ما د هغۀ د زامنو نه يو کس خوښ کړے دے چې بادشاه شى.“ ۲سموئيل ترې نه تپوس وکړو، ”دا زۀ څنګه وکړم؟ کۀ ساؤل د دې نه خبر شى نو هغه به ما ووژنى.“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”تۀ د ځان سره يوه سخۍ بوځه او هلته ووايه چې تۀ هلته ځکه يې چې مالِک خُدائ ته يوه قربانى پېش کړې. ۳يَسى قربانۍ له راوغواړه او زۀ به تا ته ووايم چې څۀ به کوې. زۀ چې کوم سړے درته ښايم نو د نښې په طور به تۀ د هغۀ سر په تېلو غوړ کړې چې بادشاه جوړ شى.“ ۴سموئيل هم هغه شان وکړل چې څۀ ورته مالِک خُدائ فرمائيلى وُو او بيت‌لحم ته لاړو، هلته د ښار مشران په يره يره کښې د هغۀ سره مِلاوېدو دپاره راغلل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”د امن په نيت راغلے يې کۀ نه؟“ ۵هغۀ ورته وفرمائيل، ”آو، د امن په نيت راغلم، زۀ راغلم چې مالِک خُدائ ته يوه قربانى پېش کړم. ځان پاک کړئ او ما سره لاړ شئ.“ هغۀ يَسى او د هغۀ زامنو ته هم وفرمائيل چې ځان پاک کړئ او هغوئ يې قربانۍ له راوغوښتل. ۶کله چې هغوئ ورسېدل، سموئيل د يَسى زوئ اِلياب وليدو او خپل ځان سره يې ووئيل، ”دا سړے کوم چې دلته د مالِک خُدائ په حضور کښې ولاړ دے دا بې‌شکه هم هغه دے چې کوم مالِک خُدائ خوښ کړے دے.“ ۷خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه ما نامنظوره کړے دے نو تۀ دې ته مۀ ګوره چې هغه څومره لوړ دے او مۀ يې ظاهر ته ګوره. ځکه چې مالِک خُدائ د انسان په شان چا ته نۀ ګورى. انسان ظاهر ته ګورى او مالِک خُدائ زړۀ ته ګورى.“ ۸يَسى خپل زوئ ابينداب راوغوښتو او سموئيل له يې راوستلو. خو سموئيل ورته وفرمائيل، ”نه، مالِک خُدائ دا هم نۀ دے خوښ کړے.“ ۹يَسى بيا سِمعه راوستلو. نو سموئيل وفرمائيل، ”مالِک خُدائ دے هم نۀ دے خوښ کړے.“ ۱۰داسې يَسى اووۀ زامن سموئيل له راوستل. او سموئيل هغۀ ته وفرمائيل، ”نه، مالِک خُدائ دا يو هم نۀ دے خوښ کړے.“ ۱۱هغۀ ترې نه بيا تپوس وکړو، ”ستا نور زامن شته څۀ؟“ يَسى ورته ووئيل، ”د ټولو نه کشر پاتې دے، خو هغه بهر د ګډو خيال ساتى.“ سموئيل ورته وفرمائيل، ”هغه راوغواړه چې دلته راشى. مونږ به تر هغې قربانى نه پېش کوُو چې هغه راغلے نۀ وى.“ ۱۲نو يَسى هغه راوغوښتو. هغه يو ښائسته او سور سپين زلمے وو او ښائسته سترګې يې لرلې. مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”هم دغه يو دے، سر يې په تېلو غوړ کړه.“ ۱۳سموئيل د زيتُونو هغه تېل واخستل چې د ګډ په ښکر کښې وُو او د داؤد سر يې د هغۀ د وروڼو په مخکښې غوړ کړو. د مالِک خُدائ روح ناڅاپه د طاقت سره په داؤد نازل شو او د هغې ورځې نه د هغۀ سره شو. بيا سموئيل واپس راما ته لاړو.

حضرت داؤد د ساؤل په دربار کښې

۱۴د مالِک خُدائ روح د ساؤل نه لاړو او د مالِک خُدائ رالېږلے شوى پېرى هغه ونيولو. ۱۵د هغۀ نوکرانو هغۀ ته ووئيل، ”مونږ ته پته ده چې تۀ د مالِک خُدائ رالېږلے شوى پېرى نيولے يې. ۱۶نو صاحِبه، مونږ له حُکم راکړه چې مونږ داسې سړے ولټوُو چې هغه رباب غږولے شى. بيا چې کله هغه پېرى په تا راشى، نو هغه سړے به بينجو وغږوى او تۀ به ټيک شې.“ ۱۷ساؤل هغوئ له حُکم ورکړو، ”ما له يو داسې سړے ولټوئ چې هغه بينجو ښۀ غږولے شى او ما له يې راولئ.“ ۱۸يو نوکر يې ووئيل، ”د بيت‌لحم د ښار، د يَسى يو زوئ دے هغه په موسيقۍ کښې ښۀ ماهِر دے. هغه تکړه او ښائسته سړے دے، هغه يو ښۀ فوجى او تقرير کوونکے دے. مالِک خُدائ د هغۀ مل دے.“ ۱۹نو ساؤل يَسى ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”ما له ستا زوئ داؤد راولېږه، کوم چې د ګډو خيال ساتى.“ ۲۰يَسى، ساؤل ته د چېلۍ د يو بچى سره خپل زوئ داؤد ولېږلو، چې ورسره په روټۍ بار کړے خر او يوه د ميو ډکه مشکيزه هم وه. ۲۱داؤد ساؤل له راغلو او د هغۀ خِدمت يې شروع کړو. د ساؤل هغه ډېر خوښ شو او هغه يې خپل د وسلې وړونکے سړے جوړ کړو. ۲۲بيا ساؤل يَسى ته يو پېغام ولېږلو، ”داؤد زما ډېر خوښ دے. هغه پرېږده چې زما خِدمت کوى.“ ۲۳د هغې وخت نه واخله چې کله به هم د خُدائ پاک رالېږلے شوے پيرے په ساؤل راتلو، نو داؤد به د هغۀ رباب واخستو او ووبه يې غږولو او ساؤل به لږ شان ښۀ شو او ورو ورو به نور هم ښۀ کېدو او پيرے به د هغۀ نه لاړو.