تاریخى

د قاضيانو کِتاب - لسم باب

تولع

۱د ابى‌مَلِک د مرګ نه پس د دودو نمسے او د فُوه زوئ، تولع د بنى اِسرائيلو د بچ کولو دپاره راغلو. هغه د يساکار د قبيلې نه وو او د اِفرائيم د غرونو په مُلک سمير کښې اوسېدو. ۲هغه درويشت کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو. بيا هغه مړ شو او په سمير کښې ښخ شو.

يائير

۳د تولع نه پس يائير د جِلعاد نه راغلو. هغه دوويشت کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو. ۴د هغۀ دېرش زامن وُو چا چې په دېرشو خرونو سورلى کړې وه. د جِلعاد په مُلک کښې د هغوئ دېرش ښارونه وُو، چې تر اوسه پورې د يائير په نوم ياديږى. ۵يائير مړ شو او په قامون کښې ښخ شو.

اِفتاح

۶بنى اِسرائيلو يو ځل بيا د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او د بعل او عستارات او هم داسې د شام، د صيدا، د موآب، د عمون او د فلستيانو د معبودانو عبادت يې وکړو. هغوئ مالِک خُدائ پرېښودو او د هغۀ عبادت کول يې بس کړل. ۷نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر شو او فلستيانو او عمونيانو له يې موقع ورکړه چې بنى اِسرائيلو له شکست ورکړى. ۸هغوئ اتلس کاله هغه ټول بنى اِسرائيل په تکليف کښې واچول او ظلم زياتے يې ورسره کولو کوم چې په جِلعاد کښې د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته د اموريانو په مُلک کښې اوسېدل. ۹عمونيان د اُردن نه هم پورې وتل چې د يهوداه، بنيامين او اِفرائيم قبيلو سره جنګ وکړى. بنى اِسرائيليان په سخت کړاؤ کښې وُو. ۱۰نو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او وې وئيل، ”مونږ ستا خِلاف ګناه کړې ده، ځکه چې مونږ تۀ، زمونږ خپل خُدائ پاک پرېښودې او د بعل د بُتانو عبادت مو وکړو.“ ۱۱مالِک خُدائ هغوئ له دا جواب ورکړو، ”مِصريانو، اموريانو، عمونيانو، فلستيانو، ۱۲صيدانيانو، عماليقيانو او ماعونيانو په تېره زمانه کښې تاسو سره ظلم زياتے کولو او تاسو ما ته فرياد وکړو. ما تاسو د هغوئ نه بچ نۀ کړئ څۀ؟ ۱۳خو تاسو بيا هم زۀ پرېښودم او د نورو معبودانو عبادت مو وکړو، نو زۀ به بيا تاسو نۀ بچ کوم. ۱۴لاړ شئ او هغه معبودانو ته فرياد وکړئ چې تاسو خوښ کړى دى. کله چې تاسو په تکليف کښې يئ نو هغوئ له موقع ورکړئ چې تاسو بچ کړى.“ ۱۵خو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته ووئيل، ”مونږ ګناه کړې ده. څۀ چې ستا خوښه وى نو هغه راسره وکړه، خو نن مونږ بچ کړه.“ ۱۶نو هغوئ د پردو معبودانو نه ځان خلاص کړو او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو، نو د بنى اِسرائيلو په تکليف باندې د هغۀ زړۀ وسوزېدو. ۱۷بيا د عمونيانو لښکر د جنګ دپاره تيارے وکړو او په جِلعاد کښې يې خېمې ولګولې. بنى اِسرائيل هم راغونډ شول او په مصفاه کښې يې خېمې ولګولې. ۱۸هلته خلقو او د بنى اِسرائيلو د قبيلو مشرانو يو بل ته ووئيل، ”څوک چې په عمونيانو باندې وړومبے حمله وکړى نو هغه به د جِلعاد په ټولو خلقو باندې مشر شى.“