د تورات شريف دوېم کِتاب

د هِجرت کِتاب - دېرشم باب

د خوشبويۍ قربان‌ګاه

۱د خوشبويۍ سوزولو دپاره، د کيکر د لرګى نه يوه قربان‌ګاه جوړه کړه. ۲دا به څلور‌ګوټه وى، چې اتلس اِنچۍ اوږده، اتلس اِنچۍ پلنه او يو ګز اوچته وى. د ښکرو په شان څلور ګوټونه ورله جوړ کړه چې ورسره يو ځائ شى. ۳د هغې په چت، څلورو واړو طرفونو او د هغې د ښکرونو په شان څيزونو باندې د سوچه سرو زرو پترى وخېژوه او ګېرچاپېره ترې نه د سرو زرو غاړه شان تاو کړه. ۴د وړلو دپاره دوه د سرو زرو ګول کَړۍ ورله جوړې کړه او لاندې يې دواړو طرفونو ته د غاړې سره وتړه چې هغه بازوګان ونيسى چې د کومو په ذريعه دا وړلے شى. ۵بازوګان د کيکر د لرګى نه جوړ کړه او په دې باندې د سرو زرو پترى وخېژوه. ۶دا قربان‌ګاه د هغې پړدې نه بهر کېږده کومه چې د لوظ صندوق مخې ته ځوړنده ده. دا هغه ځائ دے چې چرته به زۀ تا سره ملاقات کوم. ۷هر سحر وختى چې هارون کله د ډيوو تيارولو له راځى، هغه به په دې باندې خوشبويۍ سوزوى. ۸چې کله هغه په ماښام کښې ډيوې بلوى نو هم دغه شان به کوى. دا د خوشبويۍ نذرانه به په راتلونکى ټولو وختونو کښې جارى ساتلے شى. ۹په دې قربان‌ګاه باندې حرامه خوشبوئى مۀ پېش کوئ او د يو ځناور نذرانه، يا د غلې نذرانه مۀ پېش کوئ او يا د څښلو څۀ نذرانه هم په دې مۀ تويَوئ. ۱۰په کال کښې يو ځل به هارون د قربان‌ګاه د کفارې رسم ادا کوى، چې کله د ګناه دپاره د قربان شوى ځناور وينه د قربان‌ګاه د ښکرو په شان څيزونو باندې تويَولے شى نو دا پاکيږى. په راتلونکى ټولو وختونو کښې به دا د کفارې رسم هر کال ادا کيږى. دا قربان‌ګاه به پوره مقدسه وى، ځکه چې دا ما مالِک خُدائ ته وقف ده.“

د مالِک خُدائ د حضور خېمې دپاره د کفارې محصُول

۱۱مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۱۲”کله چې تۀ د بنى اِسرائيلو مردم‌شمارى کوې، نو هر يو سړے به ما له د خپل ژوند قيمت راکوى، چې کله مردم‌شمارى کيږى، نو هيڅ بلا به ورباندې نۀ راځى. ۱۳هر يو کس چې په دې مردم‌شمارۍ کښې شامليږى نو هغه به خامخا د منلے شوى معيار په مطابق هغه مقرر شوے قيمت ورکوى. هر يو کس به دا مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه ورکوى. ۱۴هر يو کس به په دې مردم‌شمارۍ کښې شمېرلے شى، د هر يو کس عُمر چې شل کاله يا د شلو کالو نه زيات وى، نو هغه به دا قيمت ورکوى. ۱۵چې کله هغوئ مالِک خُدائ ته د خپل ژوند قيمت ادا کوى نو مالدار او غريب به يو برابر ورکوى. ۱۶د بنى اِسرائيلو نه د کفارې دا پېسې راټولوه او زما د حضور په خېمه يې خرچ کوه. دا محصُول به د هغوئ د ژوند قيمت وى او زۀ، مالِک خُدائ به هغوئ ياد ساتم او د هغوئ حِفاظت به کوم.“

د زېړو ښانک

۱۷او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۱۸”د وينځلو دپاره د زېړو يو ښانک جوړ کړه چې بېخ يې هم د زېړو وى. دا د خېمې او د قربان‌ګاه په مينځ کښې کېږده او په هغې کښې اوبۀ واچوه. ۱۹هارون او د هغۀ زامن به په دې اوبو خپل لاسونه او پښې وينځى ۲۰د هغې نه مخکښې چې هغوئ خېمې ته ننوځى يا چې قربان‌ګاه ته د خوراک نذرانه پېش کولو دپاره نزدې کيږى. نو هغوئ به نۀ مړۀ کيږى. ۲۱هغوئ دې خامخا خپل لاسونه او پښې وينځى، چې مړۀ نۀ شى. دا يو قانون دے چې هغوئ او د هغوئ اولاد به همېشه دپاره په دې عمل کوى.“

د غوړولو تېل

۲۲بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲۳”دا ښې مصالحې واخله، شپږ کلو اوبۀ شوې خوشبوداره مُر، درې کلو خوشبوداره دارچينى، درې کلو خوشبودار لرګے، ۲۴او شپږ کلو د سناد د پاڼو مصالحه، دا ټول به د منلے شوى معيار په مطابق تَللے شوى وى. څلور ليټره د زيتُونو تېل هم ورسره مِلاو کړه، ۲۵او د غوړولو مقدس تېل ترې نه جوړ کړه، داسې يې مِلاو کړه لکه چې د عطرو والا دا کار کړے وى. ۲۶په دې باندې دا څيزونه غوړ کړه، زما د حضور خېمه، د لوظ صندوق، ۲۷مېز او د هغې ټول سامان، ډيوټ او د هغې سامان، د خوشبويۍ سوزولو قربان‌ګاه، ۲۸د سوزېدونکې نذرانې قربان‌ګاه، ورسره د هغې ټول سامان، او د وينځلو ښانک او د دې بېخ هم په تېلو غوړ کړه. ۲۹په دې طريقه دا څيزونه وقف کړه او دا به بېخى مقدس شى او هر څوک يا هر څيز چې د دې سره ولګى نو هغه به هم مقدس شى. ۳۰بيا د هارون او د هغۀ د زامنو سرونه په تېلو غوړ کړه او زما په خِدمت کښې يې د اِمامانو په توګه مقرر کړه. ۳۱بنى اِسرائيلو ته ووايه چې دا مقدس تېل به په راتلونکى ټولو وختونو کښې زما په خِدمت کښې استعماليږى. ۳۲دا به د يو عام سړى په بدن باندې نۀ شى تويَولے او تاسو به د دې په شان خوشبويۍ نۀ جوړَوئ. دا مقدس دى او تاسو به خامخا دا مقدس ګڼئ. ۳۳کۀ هر څوک د دې په شان خوشبوئى جوړه کړى يا يې څوک د يو اِمام نه بغېر په بل چا پورې ولګوى نو هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.“

خوشبوئى

۳۴مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د دې خوشبودارو مصالحو يوه يوه برابره حِصه واخله، مُر، صدف، کنډ او سوچه لوبان. ۳۵د دې نه عطر جوړ کړه، دا داسې مِلاو کړه لکه چې يو د عطرو والا دا کار کړے وى. مالګه په کښې مِلاو کړه چې سوچه او مقدس وى. ۳۶او د دې څۀ حِصه مېده مېده کړه، دا زما د حضور خېمې ته يوسه او دا د لوظ صندوق مخې ته کېږده، هلته به زۀ تا سره ملاقات وکړم. دا پوره مقدس وګڼئ. ۳۷د خپلو ځانونو دپاره داسې خوشبوئى مۀ جوړَوئ چې دا څيزونه په کښې په دې طريقه استعمال شوى وى. دا يو مقدس څيز او دا مالِک خُدائ ته وقف وګڼئ. ۳۸کۀ څوک داسې يو څيز هم جوړ کړى او د عطرو په توګه يې استعمال کړى نو هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.“