نبوى

د يوحنا رسول رويا - لسم باب

فرښته او ورکوټے طومار

۱بيا ما يوه بله طاقتوره فرښته د آسمان نه په راکوزېدو وليده چې په وريځ کښې پټه وه او چې د بوډۍ ټال يې په سر وو، مخ يې د نمر په شان ځلېدو او پښې يې د اور د ستنو په شان وې. ۲او د هغې په لاس کښې يو ورکوټے پرانستلے شوے طومار وو. هغې ښۍ پښه په سمندر کښې کېښوده او ګسه پښه يې په زمکه اېښې وه. ۳بيا هغې د ازمرى د غړمبار په شان يوه لويه چغه وويستله او کله چې هغې چغه کړه نو اووۀ تندرونه وګړزېدل. ۴او کله چې اوو واړه تندرونه وګړزېدل، نو ما دا ليکل نو بيا ما د آسمان نه يو آواز واورېدو چې وئيل يې، ”دا پټ وساته څۀ چې اوو واړه تندرونو ووئيل، او دا مۀ ليکه.“ ۵بيا هغه فرښته کومه چې ما په سمندر او په زمکه ولاړه ليدلې وه هغې خپل ښے لاس آسمان طرف ته اوچت کړو. ۶او قسم يې په هغه چا وخوړلو څوک چې تل تر تله ژوندے دے چا چې په آسمان، زمکه، سمندر او هر څۀ چې په دوئ کښې دى پېدا کړى دى. هغۀ ووئيل چې، ”نور انتظار کول به نۀ وى. ۷په هغه ورځو چې کله اوومه فرښته خپل بيګل وغږوى نو د خُدائ پاک پټ رازونه به پوره شى څنګه چې هغۀ خپلو خادِمانو نبيانو ته فرمائيلى وُو.“ ۸هغه آواز چې ما د آسمان نه اورېدلے وو، بيا ما سره په خبرو شو او وې فرمائيل چې، ”لاړ شه او په سمندر او په زمکه ولاړې فرښتې د لاس نه هغه پرانستلے شوے طومار واخله.“ ۹نو زۀ هغې فرښتې له لاړم او ورته مې ووئيل چې، ”ما ته هغه پرانستلے شوے ورکوټے طومار راکړه.“ نو هغې ما ته ووئيل چې، ”دا واخله او وې خوره، دا به ستا خېټه ترخه کړى خو ستا په خولۀ کښې به لکه د شاتو خوږ وى.“ ۱۰نو ما هغه ورکوټے طومار د فرښتې د لاس نه واخستو او ومې خوړلو. دا زما په خولۀ لکه د شاتو خوږ ولګېدو خو چې مې تېر کړو نو زما خېټه يې ترخه کړه. ۱۱بيا ما ته ووئيلے شُو چې، ”دا ضرورى دى چې تۀ د ډېرو خلقو او قومونو او ژبو او بادشاهانو په حقله پېشګوئې وکړې.“