خط

د ګلتيانو په نوم د پولوس رسول خط - پينځم باب

۱مسيح مونږ د آزاد اوسېدلو دپاره آزاد کړى يُو. نو بيا په دې آزادۍ کښې قائم پاتې شئ، او په خپله غاړه د غلامۍ جغ بيا مۀ ږدئ.

د ايماندارانو آزادى

۲ما ته غوږ شئ، زۀ پولوس تاسو ته دا وايم، کۀ چرې تاسو خپل ځان ته سنت د خلاصون ذريعه ګڼئ نو بيا تاسو ته د مسيح هيڅ فائده نشته. ۳زۀ به يو ځل بيا هر يو کس ته دا په تاکيد سره ووايم، کۀ څوک خپل ځان سنت کړى نو هغه به بيا ضرور د شريعت په ټولو حکمونو پوره عمل کوى. ۴ځکه کۀ تاسو په شريعت د عمل کولو په وسيله خپل ځان صادق کول غواړئ، نو په دې تاسو د مسيح سره خپل تعلق ختم کړو او د خُدائ پاک د فضل نه محروم پاتې شوئ. ۵خو مونږ څوک چې په روحُ القُدس کښې ژوند کوُو، په ايمان سره د هغه صداقت، کوم چې خُدائ پاک راسره وعده کړې ده، ډېر په اُميد سره انتظار کوُو. ۶ځکه کۀ زمونږ ايمان په عيسىٰ مسيح وى، نو بيا سنت او ناسنت څۀ غټه خبره نۀ ده. خو کوم کار چې ضرورى دے، هغه صرف ايمان دے چې ځان په مينې سره څرګندوى. ۷تاسو خو ښۀ منډه وهله، نو بيا تاسو چا د حق د تابعدارۍ نه منع کړئ؟ ۸دا رنګ لمسون د خُدائ پاک د طرف نه نۀ دے، چا چې تاسو آزادۍ ته رابللى يئ. ۹نو دا ياد ساتئ چې لږه خمبيره ټول اخښلى اوړۀ خمبيره کوى. ۱۰زما په تاسو په مالِک کښې دا پوره باور دے چې تاسو به بل غلط تعليم نۀ منئ. خو خُدائ پاک به داسې کس ته سزا ورکړى، څوک چې تاسو ګمراه کوى، کۀ هغه هر څوک هم وى. ۱۱خو زما وروڼو او خوېندو، ترڅو چې زما خبره ده کۀ زۀ تر اوسه د سنتېدلو پېغام ورکوم چې داسې کول ضرورى دى، نو بيا زۀ ولې تر اوسه زورَولے کېږم؟ کۀ ما د مسيح د سولۍ په وسيله د خلاصون تعليم نۀ وے ورکړے، نو څوک به هم خفه شوى نۀ وو. ۱۲زۀ غواړم چې هغه څوک چې تاسو د سنتولو په تعليم پرېشانه کوى هغوئ دې نۀ يواځې دا چې خپل ځانونه سنت کړى بلکې خصيان دې هم کړى. ۱۳زما وروڼو او خوېندو، تاسو د آزادۍ دپاره رابللى شوى يئ. خو دا آزادى د ګناه د فطرت دپاره مۀ استعمالوئ، بلکې د زړۀ نه د يو بل خِدمت کوئ. ۱۴ځکه چې د ټول شريعت خلاصه صرف په دې يو حُکم کښې ده چې، ”تاسو د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“ ۱۵خو کۀ چرې تاسو د يو بل وينې څښئ او جنګونه کوئ نو خبردار شئ چې په داسې کولو به يو بل برباد کړئ.

روحانى او انسانى فطرت

۱۶نو زۀ دا وايم کۀ تاسو خپل ژوند د روحُ القُدس په مطابق تېروئ نو بيا به د ګناه فطرت په خپله پرېږدئ. ۱۷ځکه څۀ چې زمونږ د ګناه فطرت غواړى هغه د خُدائ پاک د روح خلاف دے، او څۀ چې د خُدائ پاک روح غواړى هغه د ګناه د فطرت خلاف دے، نو دا په خپلو کښې د يو بل خلاف دى، نو په دې وجه تاسو چې څۀ کول غواړئ هغه نۀ شئ کولے. ۱۸خو کۀ چرې تاسو د خُدائ پاک د روح په هدايت روان يئ نو تاسو د شريعت پابند نۀ يئ. ۱۹نو د ګناه د فطرت کارونه خو ښکاره دى، يعنې زنا، ناپاکى، عياشى، ۲۰بُت پرستى، جادوګرى، دشمنى، جګړې، کينه، بار بار غصه، خود غرضى، فتنې، پارټى بازى، ۲۱بُغض، نشې، مستى او د دې په شان نور ګناهونه. زۀ تاسو ته بيا خبردارے درکوم لکه څنګه چې ما تاسو ته وړاندې درکړے وو، هغه څوک چې داسې کارونه کوى نو هغوئ به د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان نۀ شى. ۲۲خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه، خوشحالى، سکون، صبر، مهربانى، ښېګړه، وفادارى، ۲۳نرمى او پرهيزګارى ده. يو شريعت هم د داسې کارونو خلاف نۀ دے. ۲۴او څوک چې د عيسىٰ مسيح دى نو هغوئ د خپل د ګناه د فطرت ټول شوقونه او خواهشونه په سولۍ کړى دى. ۲۵نو چې مونږ د خُدائ پاک د روح په مطابق اوسيږو، نو بيا مونږ ته د خُدائ پاک د روح د هدايت په مطابق ژوند تېرول په کار دى. ۲۶نو مونږ دې بې‌ځايه فخر نۀ کوُو، او نۀ دې يو بل راپاروو او نۀ دې د يو بل نه سوزو.