تاریخى

اعمال د رسولانو - اتۀويشتم باب

پولوس رسول د مالټا په جزيره کښې

۱هلته په خير خيريت سره د رسېدو نه پس مونږ ته دا پته ولګېده چې د دې جزيرې نامه مالټا ده. ۲د جزيرې اوسېدونکو مونږ ته خپله ډېره مهربانى وښودله. ځکه چې باران شروع شوے وو او يخنى وه نو مونږ ته يې اور بل کړو او ټولو ته يې تود هرکلے ووئيلو. ۳نو پولوس د لرګو يوه ګېډۍ راجمع کړې وه او هغه يې په اور واچوله نو د اور د تاو په وجه د هغې نه يو زهريله مار راووتو او هغه يې په لاس وچيچلو. ۴کله چې د جزيرې خلقو د هغۀ د لاس نه مار ځوړند وليدو نو يو بل ته يې ووئيل چې، ”دا سړے به خامخا يو قاتل وى، هغۀ کۀ څۀ هم خپل ځان د سمندر نه بچ کړو خو خُدائ پاک د هغۀ نه بدل واخستو او هغه يې داسې پرې نۀ ښودلو.“ ۵خو پولوس مار اور ته وغورزولو او څۀ نقصان ورته ونۀ رسېدلو. ۶هغوئ دا ګُمان کولو چې هغه به وپړسيږى او سمدستى به مړ شى، خو د ډيرې شيبې د اِنتظار نه پس هغوئ وليدل چې په هغۀ هيڅ اثر ونۀ شو نو هغوئ خپل خيال بدل کړو او وې وئيل چې، ”دا هم يو خُدائ دے.“ ۷د دغه ځائ په خوا او شا کښې د دغه جزيرې د حاکِم زمکې وې چې نوم يې پوبليوس وو. هغۀ مونږ خپل کور ته بوتلو او درې ورځې يې ډېر په درناوى مېلمانۀ کړو. ۸چې کله د پوبليوس پلار د تبې او د دستونو په وجه په کټ بيمار پروت وو، نو پولوس هغۀ له ورغلو، دُعا يې ورته وکړله، خپل لاس يې پرې کېښودو او شفا يې ورکړه. ۹نو د دې واقعې نه پس د جزيرې نور بيماران هم راغلل او هغوئ روغ شول. ۱۰هغوئ مونږ ته په ډالۍ راکولو ډېر عزت راکړو او څۀ وخت چې مونږ رخصتېدو نو هغوئ د ضرورت ټول څيزونه زمونږ دپاره په جهاز کښې کېښودل.

د پولوس رسول روم ته رارسېدل

۱۱د درېو مياشتو نه پس مونږ په هغه سمندرى جهاز کښې روان شُو چې ژمے يې په دې جزيره کښې تير کړے وو، او دا د اسکندريه جهاز وو چې د هغې په مخامخ څوکه د جوړه معبودانو کاسټر او پولکس نښې جوړې وې. ۱۲مونږ په سرکوسه ښار کښې کوز شُو او هلته مو درې ورځې تېرې کړې. ۱۳بيا د هغه ځائ نه روان شُو او په جهاز کښې ريګيوم ته لاړو او بيا يوه ورځ پس جنوبى بادونه شروع شُو او په دوېمه ورځ مونږ د پوتيلى بندرګاه ته راورسېدو. ۱۴هلته مونږ څۀ ايمانداران وروڼه وموندل او هغوئ مونږ ته دعوت راکړو چې هغوئ سره يوه هفته ايسار شُو. او دغه شان مونږ روم ته راغلو. ۱۵د هغه ځائ وروڼو چې زمونږ د راتلو خبر واورېدو نو هغوئ مونږ سره مِلاوېدو له د اپيوس تر بازاره او د درېو سرايونو چوک پورې راغلل. کله چې پولوس هغوئ وليدل نو هغۀ د خُدائ پاک شُکر وويستو او ډاډه شو. ۱۶کله چې مونږ روم ته ورننوتو نو پولوس ته د يواځې اوسېدو اجازت مِلاو شو او يو سپاهى د هغۀ د څوکيدارۍ دپاره مقرر کړے شو.

په روم کښې پولوس رسول او يهودى مشران

۱۷درې ورځې پس هغۀ د هغه ځائ يهوديانو مشران راوبلل. کله چې هغوئ راټول شول نو هغۀ ورته ووئيل چې، ”اے زما وروڼو، ما چرې هم د خپلو خلقو خِلاف کار نۀ دے کړے او نۀ مې د خپلو پلار نيکونو لار پرېښې ده، خو بيا هم زۀ په يروشلم کښې قېد کړے شوم او د روميانو لاس ته وسپارلے شوم. ۱۸کله چې هغوئ زما تحقيقات وکړل نو روميانو غوښتل چې ما آزاد کړى ځکه چې زما په مقدمه کښې ما ته د مرګ د سزا د ورکولو هيڅ وجه نۀ وه. ۱۹خو کله چې يهوديانو دا ونۀ منله، نو زۀ مجبور شوم چې قيصر ته اپيل وکړم، اګر کۀ زۀ د خپل قوم خلاف څۀ اِلزام نۀ لګوم. ۲۰دغه وجه ده چې ما دا غوښتل چې تاسو ووينم او خبرې درسره وکړم چې زۀ د هغه چا په خاطر په زنځيرونو کښې تړلے شوے يم چې بنى اِسرائيل د هغۀ په طمع دى.“ ۲۱هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ ته د يهوديه نه هيڅ داسې خط نۀ دے راغلے او نۀ څوک زمونږ ورور د دې اِطلاع راکولو دپاره دلته راغلے دے چې ستا په حقله يې بد وئيلى وى. ۲۲خو مونږ ستا نه اورېدل غواړو چې ستا څۀ خيال دے، ځکه چې مونږ ته پته ده چې هر چرته د دې فرقې خلاف خبرې کيږى.“ ۲۳هغوئ د هغۀ سره د وخت مقررولو نه وروستو په ګڼ شمېر کښې د هغۀ کور ته راغلل. هغوئ ته د سحر نه تر ماښامه پورې هغۀ د خُدائ پاک بادشاهى بيان کړه او ګواهى يې ورکړه او دا کوشش يې وکړو چې د موسىٰ د شريعت او د نبيانو د صحيفو دواړو نه هغوئ د عيسىٰ په حقله قائل کړى. ۲۴ځينې خو د هغۀ په وينا سره قائل شول خو ځينو په هغۀ باور ونۀ کړو. ۲۵نو د هغوئ په مينځ کښې بې‌اتفاقى راغله کله چې هغۀ يوه خبره وکړه نو هغوئ روان شول. نو د پولوس هغه خبره دا وه چې، ”د يشعياه نبى په وسيله روحُ القُدس ستاسو پلار نيکونو ته ښۀ وئيلى وُو چې، ۲۶”دې خلقو له ورشه او ورته ووايه، تاسو به يې په خپلو غوږونو واورئ خو پوهه به پرې نۀ شئ، تاسو به يې په خپلو سترګو ووينئ خو او به پرې نۀ رسېږئ. ۲۷ځکه چې د دې اُمت زړونه سخت شوى دى، او په مشکله سره خبرې ته غوږ ږدى او سترګې يې پټې کړې دى. هسې نه چې هغوئ په خپلو غوږونو واورى او په خپلو سترګو ووينى او خپل زړونه نرم کړى او ما ته واپس راوګرځى او زۀ هغوئ روغ کړم.“ ۲۸‏-۲۹پرېږدئ چې تاسو ته پته ولګى چې د خُدائ پاک دا خلاصون غېر‌يهوديانو ته رالېږلے شوے دے او هغوئ به ورته غوږ نيسى.“ ۳۰نو هغه هلته پوره دوه کاله په خپله خرچه اوسېدو او هر هغه چا ته به يې هرکلے وئيلو، څوک چې به هغۀ له راتلل. ۳۱او هغۀ د خُدائ پاک د بادشاهۍ بيان کولو او د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله يې په زړۀ ورتيا او بغېر د څۀ پابندۍ تعليم ورکولو.