انجیل

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے - دولسم باب

د منافقت خلاف خبردارے

۱په دې دوران کښې د زرګونو خلقو ګڼه جوړه شوې وه او داسې ټيل جوړ شوے وو چې خلقو يو بل د پښو لاندې کول. نو عيسىٰ اول خپلو مريدانو ته خبرې شروع کړې چې، ”د فريسيانو د خمبيرې نه ځان ساتئ. زما مطلب د هغوئ د منافقت نه دے. ۲داسې يو پټ څيز نشته چې هغه به ښکاره نۀ شى او نۀ داسې پټ راز شته چې هغه به ښکاره نۀ شى. ۳نو هر هغه څۀ چې تاسو په تيارۀ کښې وايئ، هغه به په رڼا ورځ واورېدلے شى او هغه څۀ چې تاسو په بندو کمرو کښې يو بل ته په غوږ کښې وئيلى دى، هغه به د چت نه په چغه واورولے شى.

د چا نه يرېدل

۴اے دوستانو، زۀ تاسو ته دا وايم، د هغه چا نه مۀ يرېږئ څوک چې ستاسو بدن وژنى خو د مرګ نه پس نور تاسو سره هيڅ نۀ شى کولے. ۵خو زۀ به تاسو خبردار کړم چې د چا نه يره په کار ده. د هغه چا نه يرېږئ څوک چې د وژلو نه پس دوزخ ته د اچولو طاقت هم لرى. آو، زۀ تاسو ته وايم چې د هم هغۀ نه يره کوئ. ۶ولې پينځۀ چڼچڼې په دوو پېسو نۀ خرڅيږى څۀ؟ او خُدائ پاک بيا هم په دوئ کښې يوه هم نۀ هېروى. ۷خو ستاسو د سر ټول وېښتۀ هم شمېرلے شوى دى. نو بيا مۀ يرېږئ، تاسو د بې‌شمېره چڼچڼو نه زيات قيمتى يئ.

د خلقو په وړاندې د حضرت عيسىٰ اِقرار

۸زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر هغه څوک چې د خلقو په وړاندې زما اِقرار وکړى نو اِبن آدم به هم د خُدائ پاک د فرښتو په وړاندې د هغۀ اِقرار وکړى. ۹خو څوک چې د خلقو په وړاندې زما نه اِنکار کوى نو د خُدائ پاک د فرښتو په وړاندې به د هغۀ نه اِنکار وشى. ۱۰هر هغه څوک چې د اِبن آدم په خلاف څۀ خبره وکړى نو هغه به وبخښلے شى، خو څوک چې د روحُ القُدس په خلاف کُفر ووائى نو هغه به معاف نۀ کړے شى. ۱۱کله چې تاسو د عبادتخانو او د حاکمانو او د اختيار د خاوندانو په وړاندې د عدالت دپاره ودرولے شئ نو په دې وخت کښې اندېښنه مۀ کوئ چې تاسو به د دوئ په وړاندې په خپله صفائى کښې څۀ وايئ. ۱۲ځکه چې روحُ القُدس به هغه ساعت تاسو ته وښائى چې څۀ وئيل په کار دى.“

د نادانه مالدار مِثال

۱۳په ګڼه کښې يو سړى عيسىٰ ته ووئيل، ”اُستاذه، زما ورور ته ووايه چې زما سره د ميراث تقسيم وکړى.“ ۱۴هغۀ جواب ورکړو چې، ”وروره، زۀ چا ستاسو منصف او ثالث مقرر کړے يم؟“ ۱۵بيا هغۀ خلقو ته وفرمائيل، ”خبردار شئ. د هر قِسم حرص نه ځان ساتئ ځکه چې د بنى آدم ژوند په ډېر مال دولت پورې تړلے نۀ دے.“ ۱۶او بيا ورته عيسىٰ دا مِثال پېش کړو چې، ”يو مالداره سړے وو چې په زمکه کښې يې ښۀ فصل وشو. ۱۷هغۀ د ځان سره ووئيل، ما ته څۀ کول پکار دى؟ ما سره خو دومره ځائ هم نشته چې دا غله په کښې انبار کړم. ۱۸بيا هغۀ ووئيل چې زۀ به داسې وکړم چې خپلې خمبې به ونړوم او لوئې به يې جوړې کړم او په هغې کښې به خپله ټوله غله او نور مال دولت سمبال کړم. ۱۹او بيا به خپل ځان ته ووايم، سړيه، ډېر څيزونه دې جمع کړل چې د ډېرو کالونو پورې ستا دپاره کافى دى، اوس په آرام ژوند کوه، خوره څښه او خوشحاله ګرځه. ۲۰خو خُدائ پاک هغۀ ته وفرمائيل، اے کم عقله. هم په دې شپه به دې ساه وخېژى. او تا چې کوم مال دولت راجمع کړو، دا به اوس د چا شى؟ ۲۱دا د هغه چا مِثال دے چا چې د خپل ځان دپاره مال دولت راجمع کړو، خو دے د خُدائ پاک په نزد مالداره نۀ دے.“

اندېښنې مۀ کوئ

۲۲بيا هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې د خپل ژوندون دپاره دا اندېښنې مۀ کوئ چې، څۀ به خورو يا څۀ به اغوندو. ۲۳ځکه چې ژوندون د روټۍ او بدن د جامو نه بهتر دے. ۲۴کارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کَرى او نۀ رېبى، نۀ خو د دوئ ذخيرې شته، نۀ خمبې، خو بيا هم خُدائ پاک هغوئ له رزق ورکوى. نو بيا تاسو هغۀ ته د مارغانو په نسبت ډېر اهم يئ. ۲۵په تاسو کښې داسې څوک شته چې هغه په اندېښنو خپل ژوند يو ساعت قدرې زيات کړى؟ ۲۶کۀ چرې تاسو دا معمولى کار قدرې هم نۀ شئ کولے نو بيا نورو اندېښنو ولې اخستى يئ؟ ۲۷ځنګلى ګلونو ته خو لږ خيال وکړئ، نۀ خو هغوئ خوارى کوى او نۀ ځان دپاره جامې جوړوى خو زۀ تاسو ته دا وايم چې سليمان چرې هم سره د خپل ټول شان او شوکت د دې ګلونو په شان ښائسته جامې اچولې نۀ وې. ۲۸خو کۀ چرې خُدائ پاک د پټو واښو ته داسې جامې ورکوى، کوم چې نن شته او سبا په تنور کښې غورزولے شى، نو ولې هغه به بيا تاسو له ښکلې جامې درنۀ کړى څۀ؟ اے د کم ايمان خاوندانو. ۲۹نو ځکه تاسو د خوراک څښاک پسې منډې مۀ وهئ، تاسو د دې څيزونو اندېښنه مۀ کوئ. ۳۰ځکه چې د دُنيا نور قومونه په دې څيزونو پسې په منډه دى خو ستاسو پلار د مخکښې نه ستاسو د حاجتونو نه ښۀ خبر دے. ۳۱خو تاسو د هر څۀ نه اول د هغۀ د بادشاهۍ په لټون کښې شئ نو بيا به هغه ستاسو ټول حاجتونه پوره کړى. ۳۲اے وړې قبيلې. مۀ يرېږئ. ځکه چې ستاسو د پلار دا خوښه ده چې تاسو له بادشاهى درکړى. ۳۳خپل مال حال خرڅ کړئ او حاجتمندو ته يې ورکړئ او د ځان دپاره داسې بټوې تيارې کړئ چې هيڅکله نۀ زړيږى او خپل ځان له په آسمان کښې داسې خزانې جوړې کړئ چې هيڅکله نۀ ختميږى، چرته چې نۀ غل شته او نۀ وينۀ. ۳۴ځکه چې چرته ستا خزانه وى هلته به ستا زړۀ هم وى.

هر وخت بېداره نوکران

۳۵د خِدمت دپاره تيار اوسئ او خپلې ډيوې بلې ساتئ. ۳۶د هغو سړو په شان شئ څوک چې د خپل مالِک د وادۀ د روټۍ نه د واپس راتلو په اِنتظار وى نو چې هغه څۀ وخت راشى، او ور وټکوى نو چې سمدستى هغوئ ورته ور کولاو کړى. ۳۷هغه خادِمان بختور دى چې مالِک يې د خپل راتلو په وخت بېدار ووينى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به په خپله د کار جامې واچوى او دوئ به خوراک ته کښېنوى او په خپله به د دوئ خِدمت کوى. ۳۸بختور دى هغه خادِمان کله چې د هغوئ مالِک په نيمه شپه او يا سحر سبا راشى او هغه دوئ بېدار ووينى. ۳۹خو ياد ساتئ، کۀ د کور مالِک خبر وے چې غل به د شپې په کوم وخت کښې راځى نو هغه به بېدار وے او خپل کور به يې کنډر کېدو ته پرېښے نۀ وو. ۴۰نو بيا تاسو هم تيار اوسئ ځکه چې اِبن آدم به په داسې وخت کښې راځى چې ستاسو به په خيال خاطر کښې هم نۀ وى.“ ۴۱پطروس ووئيل چې، ”مالِکه، تۀ دا مِثال يواځې مونږ ته وائې او کۀ ټولو ته؟“ ۴۲مالِک ورته وفرمائيل چې، ”نو بيا وفادار او خيال ساتونکے نوکر څوک دے؟ هغه څوک چا ته چې مالِک د کور اختيار ورکړے وى چې د کور د نورو نوکرانو خيال ساتى او هغوئ له مناسب خوراک ورکوى. ۴۳بختور دے هغه نوکر چې د مالِک د راتلو په وخت په خپل کار آخته وى. ۴۴زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به دۀ ته د خپل ټول مال واک اختيار ورکړى. ۴۵خو کۀ هغه نوکر د خپل ځان سره داسې ووائى چې بويه چې زما مالِک راځى او بيا د نورو نوکرانو په وهلو لاس پورې کړى او په خوړلو او څښلو آخته وى او په نشه کښې وى، ۴۶نو مالِک به يې په داسې ورځ راشى چې د دۀ په خيال خاطر کښې به نۀ وى او په داسې وخت به راشى چې هغه به خبر هم نۀ وى، نو هغه به يې په وهلو تک شين کړى او په بې‌ايمانانو کښې به يې وشميرى. ۴۷خو هغه نوکر چې د خپل مالِک په طبيعت پوهيږى خو بيا هم د هغۀ په مرضۍ عمل ونۀ کړى، هغه به سخت وهل وخورى. ۴۸خو څوک چې د خپل مالِک په مرضۍ نۀ پوهيږى او غلط کارونه کوى نو د هغۀ سزا به لږه وى. کوم سړى ته چې زيات ورکړے شوے وى د هغۀ نه به زيات تپوس کولے شى او څومره زيات چې چا ته څۀ سپارلے شوى وى، هومره زيات به د هغۀ نه غوښتلے شى.

د حضرت عيسىٰ په وجه بيلتون

۴۹زۀ دې له راغلے يم چې په زمکه اور پورې کړم او زما دا څومره خواهش وو چې دا د مخکښې نه بل وى. ۵۰زۀ به د يوې سختې بپتسمې نه تېرېږم او د هغې د پوره کېدو پورې به په ما دروند بار وى. ۵۱ولې تاسو دا سوچ کوئ چې زۀ دُنيا ته د امن راوستو دپاره راغلے يم؟ خو زۀ د دې دپاره راغلے يم چې خلق په خپلو کښې جدا کړم. ۵۲د دې نه پس به په يو کور کښې پينځۀ تنه خپلو کښې بې‌اتفاقه شى، درې به د دوو خلاف او دوه به د درېو خلاف شى، ۵۳دوئ به په خپلو کښې مخالفت شروع کړى، پلار به د زوئ او زوئ به د پلار خلاف، مور به د لور او لور به د مور خلاف، خواښې به د اِنږور او اِنږور به د خواښې خلاف شى.“

وخت او زمانه پېژندل

۵۴عيسىٰ خلقو ته دا هم وفرمائيل، ”هر کله چې تاسو نمرپرېواتۀ طرف ته وريځې په راختو ووينئ نو تاسو بيا زر دا وايئ چې باران کېدونکے دے نو بيا هم داسې باران وشى. ۵۵او هر کله چې باد د جنوب د طرفه وى نو تاسو وايئ چې د ګرمۍ چپه راتلونکى ده او هم داسې وشى. ۵۶اے مُنافقانو. تاسو د زمکې او د آسمان حالت معلومولے شئ نو بيا تاسو څنګه د اوسنۍ زمانې په حالت نۀ پوهېږئ؟

د خپل مخالف سره روغه کول

۵۷نو تاسو بيا په خپله سمې فېصلې ولې نۀ شئ کولے؟ ۵۸کله چې تاسو د خپل مخالف سره عدالت ته په لار روان يئ نو دا کوشش کوئ چې په لاره کښې د هغۀ سره روغه جوړه وکړئ. ګنې هغه به تاسو قاضى ته پېش کړى او قاضى به تاسو سپاهى ته حواله کړى او سپاهى به مو جيل کښې واچوى. ۵۹زۀ تاسو ته دا وايم چې تاسو به تر هغې آزاد نۀ شئ ترڅو چې مو خپله جرمانه پېسه پېسه ادا کړې نۀ وى.“