د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زيرے

دوه ويشتم باب

د وادۀ د ميلمستيا مِثال

(لوقا ۱٤:‌۱۵ - ۲٤)

۱بيا عيسىٰ هغوئ ته په مثالونو کښې وفرمائيل، ۲”د آسمان بادشاهى د هغه بادشاه په شان ده چې د خپل زوئ د وادۀ د روټۍ بندوبست يې کړې وو. ۳خو کله چې هغۀ خپل نوکران رابلل شوو ميلمنو پسې وليږل نو هغوئ رانۀ غلل. ۴هغۀ بيا نور نوکران ورپسې وليږل او ورته يې ووئيل چې رابلل شوؤ خلقو ته دا ووايئ چې دا روټۍ ما ستاسو دپاره کړې ده. ما خپل غوَيان او څاربۀ څاروى ستاسو دپاره حلال کړى دى، هر څۀ تيار دى، د وادۀ روټۍ ته راشئ. ۵خو هغوئ يې هيڅ پرواه ونۀ کړه، يو خپل پټى ته لاړو او بل خپلې سوداګرئ پسې لاړو. ۶او نورو د هغۀ نوکران ونيول، بې‌عزته يې کړل او وې وژل. ۷بادشاه غصه شو، هغۀ د هغه قاتلانو د وژلو دپاره فوج وليږلو او د هغوئ ښار يې وسوزولو. ۸بيا هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل، د وادۀ روټۍ تياره ده خو کوم ميلمانۀ چې ما رابللى وُو هغوئ د دې عزت لائق نۀ وُو. ۹لويو لارو او چوکونو ته لاړ شئ او هر څوک چې بيا مومئ د روټۍ دعوت ورکړئ. ۱۰نوکران بازار ته ووتل او ښۀ او بد ټول يې راوبلل او دغه شان د ميلمنو نه هال ډک شو. ۱۱خو څۀ وخت چې بادشاه راغلو چې ميلمانۀ ووينى نو هغۀ وکتل چې يو سړى هم د وادۀ جامې اچولې نۀ وې. ۱۲بادشاه ورته ووئيل چې زما ملګريه، تۀ د وادۀ د جامو نه بغير دلته څنګه راغلې؟ هغۀ سره هيڅ جواب نۀ وو. ۱۳نو بادشاه خپلو خادمانو ته ووئيل چې د دۀ لاس او ښپې وتړئ او بهر په تيارۀ کښې يې وغورزوئ، هغه ځائ چې ژړا او د غاښونو چيچل به په کښې وى. ۱۴ځکه چې رابلل شوى خو ډير دى، خو غوره شوى لږ دى.“

د روم قيصر ته ماليه ور کول

(مرقوس ۱۲:‌۱۳ - ۱۷، لوقا ۲۰:‌۲۰ - ۲۶)

۱۵بيا فريسيان لاړل او په خپلو کښې يې منصوبه جوړه کړه چې هغه څنګه په خپلو خبرو کښې راګير کړُو. ۱۶هغوئ خپل ځينې مريدان د هيروديوس د طرفدارانو سره عيسىٰ ته وروليږل، هغوئ ورته ووئيل چې ”استاذه، مونږ خبر يُو چې تۀ يو رښتينې سړے يې او د هيچا طرفدارې نهٔ کوى، که هغه هر څوک هم وى، خو تهٔ د خُدائ د لارې تعليم په رښتيا سره ورکوى. ۱۷مونږ ته په دې حقله خپله فيصله راکړه چې ولې مونږ ته دا روا دى چې د روم قيصر ته محصُول ورکړو او که نه؟“ ۱۸خو عيسىٰ د هغوئ په سازش پوهه وو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې ”اَے مُنافقانو، تاسو ما ولې راګيروئ؟ ۱۹تاسو ما ته د محصُول سکه وښايئ.“ هغوئ د سپينو زرو يوه سکه ورته ورکړه. ۲۰عيسىٰ تپوس وکړو چې ”دا د چا تصوير دے او د چا نوم پرې ليکلې دے؟“ ۲۱هغوئ جواب ورکړو چې ”د قيصر.“ هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”څۀ چې د قيصر وى، هغه قيصر له او څۀ چې د خُدائ وى، هغه خُدائ نه ورکوئ.“ ۲۲په دې جواب هغوئ حق حيران شول او هغه يې پريښودو او ترې روان شول.

د قيامت په حق کښې تپوس

(مرقوس ۱۲:‌۱۸ - ۲۷، لوقا ۲۰:‌۲۷ - ٤۰)

۲۳هم په دغه ورځ ځينې صدوقيان څوک چې د قيامت نه منکر دى هغهٔ له راغلل او هغهٔ نه يې دا تپوس وکړو چې، ۲۴”استاذه، موسىٰ مونږ ته دا ښودلى دى چې که د چا ورور مړ شى او ښځه يې پاتې شى او بچى يې نۀ وى نو بل ورور دې هغه کُنډه وادۀ کړى او د هغۀ نسل دې پېدا کړى. ۲۵نو اوس اووهٔ وروڼه وُو، وړومبى وادهٔ وکړو او بې اولاده مړ شو. د هغۀ اولاد نۀ وو، نو د هغۀ ښځه د هغۀ ورور ته پاتې شوه. ۲۶دغه شان بيا دويم، دريم تر دې چې خبره تر اومه پورې ورسيده. ۲۷آخر هغه ښځه هم مړه شوه. ۲۸نو دا راته ووايه چې د قيامت په ورځ به دغه ښځه د چا وى، ځکه چې ورسره ټولو وادۀ کړې وو؟“ ۲۹عيسىٰ جواب ورکړو چې ”تاسو په غلطه يئ ځکه چې نه خو تاسو په صحيفو پوهيږئ او نه د خُدائ په قدرت خبر يئ. ۳۰ځکه چې په قيامت کښې به ښځې او سړى يو بل سره وادۀ نۀ کوى. هغوئ به د آسمان د فرښتو په شان وى. ۳۱خو د مړو د بيا راژوندى کيدو په حقله تاسو د خُدائ هغه قول نۀ دے لوستلې چې خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې، ۳۲”زۀ د اِبراهيم خُدائ، د اِسحاق خُدائ او د يعقوب خُدائ يم.“ هغه د مړو خُدائ نۀ دے خو د ژوندو خُدائ دے.“ ۳۳خلقو د هغۀ خبرې واوريدلې او د هغۀ په تعليم حيران شول.

په شريعت کښې د ټولو نه لوئ حکم

(مرقوس ۱۲:‌۲۸ - ۳٤، لوقا ۱۰:‌۲۵ - ۲۸)

۳۴فريسيان چې په دې خبر شول چې عيسىٰ د صدوقيانو خولې بندې کړى دى نو راغونډ شول. ۳۵د هغوئ يو عالم د آزميښت دپاره دا تپوس وکړو، ۳۶”استاذه، په شريعت کښې د ټولو نه لوئ حکم کوم يو دے؟“ ۳۷هغۀ ورته جواب ورکړو چې، ”د مالِک خپل خُدائ سره په پوره زړۀ، په پوره ځان او په پوره عقل سره مينه ساتئ. ۳۸دا د ټولو نه لوئ او اول حکم دے. ۳۹او دويم حکم هم په دې شان دے چې، د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ. ۴۰د شريعت او د نبيانو د تعليم ټول بنياد په دې دواړو حکمونو دے.“

د داؤد د نسل په حقله تپوس

(مرقوس ۱۲:‌۳۵ - ۳۷، لوقا ۲۰:‌٤۱ - ٤٤)

۴۱عيسىٰ د راجمع شوؤ فريسيانو نه تپوس وکړو چې ۴۲”تاسو د مسيح په حقله څۀ وايئ؟ هغه د چا زوئ دے؟“ هغوئ جواب ورکړو چې ”د داؤد زوئ دے.“ ۴۳هغۀ ورته وفرمائيل چې ”داؤد بيا څنګه هغهٔ ته د روحُ القُدس په الهام کښې مالِک وائى؟ ۴۴ځکه چې هغه وائى ”مالِک زما مالِک ته وفرمائيل چې زما ښى لاس ته کښينه، تر څو چې زۀ ستا دشمنان ستا د ښپو لاندې نهٔ کړم.“ ۴۵که چرې داؤد ورته مالِک وائى نو بيا هغه د داؤد زوئ څنګه کيدې شى؟“ ۴۶يو کس هم د هغۀ په جواب څۀ ونۀ وئيل او د دې ورځې نه پس هيچا هم د هغۀ نه د تپوس کولو همت ونۀ کړو.