د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زيرے

نولسم باب

د طلاق په حقله تعليم

(مرقوس ۱۰:‌۱ - ۱۲)

۱څۀ وخت چې عيسىٰ دا خبرې خلاصې کړې نو د ګليل نه روان شو او د اُردن نه پورې غاړه د يهوديه علاقې ته لاړو. ۲ګڼ خلق ورپسې وُو او هغۀ هغوئ هلته روغ کړل. ۳نو ځينې فريسيان راغلل او د آزميښت په طور يې ترې دا تپوس وکړو، ”ولې يو سړى ته دا روا دى چې په هره وجه چې وى خپله ښځه طلاقه کړى؟“ ۴هغۀ په جواب کښې ورته وفرمائيل چې ”ولې تاسو دا نۀ دى لوستى چې خالق په اول سر کښې هغوئ نر او ښځه پېدا کړل؟ ۵او په دې وجه به سړے خپل مور پلار پريږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دا دواړه به يو بدن شى. ۶نو بيا دوئ دوه نه خو يو بدن وى. ځکه چې خُدائ دوئ يو ځائ کړى دى نو بنى آدم دې هيڅ کله هم نهٔ جدا کوى.“ ۷هغوئ دا اِعتراض وکړو چې ”بيا موسىٰ ولې په شريعت کښې خاوند ته دا اجازت ورکړې دے چې طلاق نامه دې وليکى او ښځه دې پريږدى؟“ ۸هغۀ جواب ورکړو چې ”موسىٰ تاسو ته د خپلې ښځې د پريښودو اِجازت ستاسو د زړونو د سختوالى په وجه درکړو، خو د شروع نه خبره داسې نۀ وه. ۹زۀ تاسو ته وايم چې که څوک بغير د زناکارۍ د جرم نه په بله څۀ وجه خپلې ښځې ته طلاق ورکړى او بل وادۀ وکړى نو هغه زنا کوى.“ ۱۰مريدانو عيسىٰ ته ووئيل، ”که د سړى د خپلې ښځې سره دا حال وى نو دا به ښۀ وى چې څوک دې بلکل وادۀ نۀ کوى.“ ۱۱د دې په جواب کښې عيسىٰ وفرمائيل چې ”خبره داسې ده چې هر څوک يې نۀ شى منلې خو صرف هغه خلق چې خُدائ ورته د زغملو طاقت ورکړې وى. ۱۲ځينې داسې خلق دى چې د مور د ګيډې نه يا خو خصى پېدا دى او يا بنى آدمو خصى کړى دى، خو ځينې داسې دى چې هغوئ خپل ځانونه د آسمان د بادشاهۍ دپاره خصى کوى. څوک يې چې منلې شى هغه دې ومنى.“

د حضرت عيسىٰ ماشومانو ته برکت ورکول

(مرقوس ۱۰:‌۱۳ - ۱۶، لوقا ۱۸:‌۱۵ - ۱۷)

۱۳يوه ورځ هغوئ عيسىٰ ته ماشومان راوستل چې د برکت دپاره لاس پرې کيږدى، خو د هغهٔ مريدانو هغه خلق ورټل چا چې راوستل. ۱۴عيسىٰ ورته وفرمائيل چې ”ماشومان ما ته راپريږدئ، دوئ مه منع کوئ ځکه چې د آسمان بادشاهى هم د داسې خلقو ده.“ ۱۵بيا هغۀ خپل لاسونه د هغوئ په سر د برکت دپاره راکښل او روان شو.

د مالدارئ نقصان

(مرقوس ۱۰:‌۱۷ - ۳۱، لوقا ۱۸:‌۱۸ - ۳۰)

۱۶او بيا يو سړے عيسىٰ ته راغلو او تپوس يې ترې وکړو، ”استاذه، زۀ داسې کومه نيکى وکړم چې د ابدى ژوندون وارث شم؟“ ۱۷عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”د نيکۍ په حقله ولې تپوس کوې؟ نېک خو يوازې يو ذات دے، خو که تۀ غواړې چې ابدى ژوندون حاصل کړى نو د موسىٰ د شريعت په حکمونو عمل کوه.“ ۱۸هغه سړى تپوس وکړو چې ”کوم حکمونه؟“ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”قتل مه کوئ. زنا مه کوئ. غلا مه کوئ. د دروغو ګواهى مه ورکوئ. ۱۹د مور پلار عزت کوئ او د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“ ۲۰هغه ځوان جواب ورکړو چې ”ما په دې ټولو عمل کړې دے خو په ما کښې د څۀ کمې دے؟“ ۲۱عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”که تۀ کامل کيدل غواړې نو لاړ شه، خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو ته يې ورکړه، نو بيا به تۀ آسمانى خزانې ومومى. بيا راځه، او په ما پسې شه.“ ۲۲هغه ځوان چې دا خبره واوريده نو خفه زهير لاړو ځکه چې هغه ډير مالداره سړے وو. ۲۳عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې ”زهٔ تاسو ته دا وايم چې يو مالدار ته د آسمان په بادشاهۍ کښې داخليدل ګران کار دے. ۲۴زۀ درته دوباره دا وايم چې د يو مالداره سړى په نسبت د خُدائ په بادشاهۍ کښې داخليدل د يو اوښ دپاره د ستنې په سورى کښې تيريدل آسان دى.“ ۲۵مريدانو چې دا واوريدل نو حق حيران شول. هغوئ تپوس وکړو، ”نو بيا به څوک خلاصون ومومى؟“ ۲۶خو عيسىٰ هغوئ ته وکتل او ورته يې وفرمائيل چې ”د بنى آدم دپاره خو دا ناممکنه ده خو خُدائ ته هر څۀ ممکن دى.“ ۲۷په دې خبرې پطروس ووئيل چې ګوره ”مونږ خو د دې دپاره هر څۀ پريښى دى چې تاسو پسې روان شُو، نو هلته به زمونږ دپاره څۀ وى؟“ ۲۸عيسىٰ ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته دا وايم، هر کله چې د قيامت په ورځ اِبن آدم د خپلې لويئ په تخت کښينى نو تاسو چې ما پسې روان شوى يئ به هم ما سره په دولسو تختونو کښينئ او تاسو به د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو قاضيان شئ. ۲۹او هر هغه چا چې زما د خاطره وروڼه، خويندى، مور پلار، اولاد، زمکه، جائيداد او کورونه پريښى دى هغوئ به يو په سل بيا مومى او د تل ژوندون به بيا مومى. ۳۰خو ډير اول به اخر کړې شى او ډير اخر به اول شى.“