د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زيرے

دولسم باب

دخالى په ورځ وَږى شو کول

(مرقوس ۲:‌۲۳ - ۲۸، لوقا ۶:‌۱ - ۵)

۱په هغه وخت عيسىٰ د سبت په ورځ د فصل په يو پټى تيريدو نو د هغۀ مريدانو د لوږې نه د وَږو په ماتولو شروع وکړه او په خوړولو يې لګيا شول. ۲خو کله چې فريسيانو دا وليدل نو هغۀ ته يې ووئيل چې ”ګوره، ستا مريدان داسې کار کوى چې د سبت په ورځ ناروا دے.“ ۳هغۀ ورته جواب ورکړو چې ”تاسو دا نهٔ دى لوستلى کله چې داؤد او د هغۀ دوستان اوږى شوى وُو نو هغوئ څۀ کړى وُو؟ ۴هغه د خُدائ کور ته ننوتو او د قربانۍ روټۍ يې وخوړه اګر چې هغه په دۀ او د دۀ په ملګرو ناروا وه او صرف اِمامانو ته روا وه. ۵او تاسو په شريعت کښې دا نۀ دى وئيلى چې د خُدائ په کور کښې اِمامانو د سبت ورځ ماته کړه او هغوئ پرې ګناه ګار نهٔ شو. ۶زۀ تاسو ته وايم چې دلته د خُدائ د کور نه څۀ نور هم لوئ څيز موجود دے. ۷که چرې تاسو د دې په مطلب پوهه وئ چې ”زۀ رحم خوښوم، قربانى نه،“ نو تاسو به بې ګناه خلق ګناه ګار کړى نۀ وُو. ۸ځکه چې اِبن آدم د سبت د ورځې مالِک دے.“

يو سړے چې لاس يې شل وو

(مرقوس ۳:‌۱ - ۶، لوقا ۶:‌۶ - ۱۱)

۹بيا عيسىٰ هغه ځائ پريښودلو او د هغوئ عبادت خانې ته ورننوتو. ۱۰هلته يې يو سړے وليدو چې لاس يې اوچ شوې وو او هغه خلقو د عيسىٰ نه تپوس وکړو چې ”ولې د سبت په ورځ روغول روا دى څهٔ؟“ ځکه چې هغوئ په دۀ د الزام لګولو بهانه لټوله. ۱۱خو هغۀ ورته وفرمائيل چې ”فرض کړئ چې تاسو يوه ګډه لرئ او هغه د سبت په ورځ کندې ته وغورزيږى، په تاسو کښې داسې يو کس هم شته چې هغه به د سبت په ورځ د هغې د راخيژولو کوشش نۀ کوى؟ ۱۲او بې شکه چې انسان د ګډې نه ډير زيات قيمتى دے. ځکه د سبت په ورځ نيکى کول روا دى.“ ۱۳بيا هغۀ هغه سړى ته وفرمائيل چې ”خپل لاس اوږد کړه.“ هغۀ لاس اوږد کړو او د بل لاس په شان يې هغه روغ رمټ شو. ۱۴خو فريسيان د عبادت خانې نه بهر ووتل او په خپلو کښې يې د عيسىٰ د وژلو منصوبه شروع کړه.

د خُدائ پاک مقرر شوې خادم

۱۵خو عيسىٰ چې په دې خبر شو نو د هغه ځائ نه لاړو. ډير خلق په هغۀ پسې روان شول او هغۀ د هغوئ ټول بيماران روغ کړل. ۱۶او هغوئ ته يې په سخته وفرمائيل چې ”ما به نۀ ښکاره کوئ.“ ۱۷دا د يشعياه نبى د دې پېشګويۍ پوره کول وُو چې ۱۸”دا زما خادم دے چې ما غوره کړې دے، زما محبوب چې روح مې پرې خوشحاله دے. زۀ به خپل روح په هغۀ سورې کړم، او هغه به ټولو قومونو ته اِنصاف رسوى. ۱۹هغه به نه جنګ کوى، نه شور، او نه به په کوڅو کښې د هغۀ آواز اوريدې شى. ۲۰هغه به يوه کږه لوښه هم نۀ ماتوى او نه به کمه بلېدونکې ډيوه مړه کوى. تر څو هغه په وفادارۍ سره اِنصاف قائم وساتى. ۲۱د هغۀ په نوم به قومونه اُميدونه ساتى.“

حضرت عيسىٰ او شيطان

(مرقوس ۳:‌۲۰ - ۳۰، لوقا ۱۱:‌۱٤ - ۲۳)

۲۲بيا هغوئ ورته يو ړوند ګونګ سړے راوستو چې پېرى نيولې وو. عيسىٰ هغه روغ کړو، ژبه يې ګويا شوه او په سترګو بينا شو. ۲۳ټول خلق حق حيران شول او دا خبره خوره شوه چې ”ولې دا د داؤد زوئ نۀ دے د چا چې مونږ تلاش کوو؟“ ۲۴خو کله چې فريسيانو دا واوريدل نو هغوئ ووئيل چې ”دا سړے د پيريانو د سردار بعلزبول په مدد پيريان شړى.“ ۲۵عيسىٰ په دې پوهه وو چې دوئ څهٔ سوچ کوى، نو ځکه يې هغوئ ته وفرمائيل، ”هره بادشاهى چې په خپلو کښې بې اتفاقه شى نو هغه تباه کيږى، او په يو ښار يا کور کښې چې بې اتفاقى راشى نو هغه به په خپلو کښې جدا شى. ۲۶که چرې اِبليس، اِبليس شړى نو بيا خو اِبليس په خپله د ځان خلاف شو، نو د هغهٔ بادشاهى څنګه پاتې کيدې شى؟ ۲۷نو که چرې زۀ پيريان د بعلزبول په مدد شړم نو ستاسو مريدان يې د چا په وسيله شړى؟ نو په هم دې وجه به هغوئ تاسو ملامته کړى. ۲۸خو که زۀ دا پيريان د خُدائ د روح په مدد شړم نو د خُدائ بادشاهى ستاسو په مينځ کښې ده. ۲۹بيا څنګه يو سړے د يو زورَور سړى په کور ورتلې شى او د هغۀ مال حال لوټ کولې شى؟ تر څو چې اول هغهٔ دا زورَور سړے تړلې نۀ وى د هغۀ کور نۀ شى لوټ کولې. ۳۰څوک چې ما سره نۀ دے، هغه زما خلاف دے. څوک يې چې ما سره يو ځائ نهٔ را ټولوى نو هغه يې نولې. ۳۱نو ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې يوه ګناه او يو کفر داسې نِشته چې د بنى آدمو بخښلې نۀ شى، سِوا د هغه کفر نه چې د روحُ القُدس په خلاف لګولې شوې وى. ۳۲هر څوک چې د اِبن آدم خلاف څۀ وائى هغه به وبخښلې شى، خو هر هغه څوک چې د روحُ القُدس په خلاف خبرې کوى هغه به نه په دې دُنيا کښې او نه په بله دُنيا کښې وبخښلې شى.

ونه او د هغې ميوه

(لوقا ۶:‌٤۳ - ٤۵)

۳۳يا خو ونه او د هغې ميوه ښۀ وګڼئ او يا ونه او د هغې ميوه بده وګڼئ، ځکه چې تاسو ونه د هغې په ميوه پيژندلې شئ. ۳۴اَے د مارانو بچو، ستاسو خبرې څنګه ښې کيدلې شى چې په خپله تاسو ښۀ نۀ يئ؟ ځکه چې کومې خبرې چې په خولهٔ راځى هغه د زړۀ نه راوځى. ۳۵ښۀ سړے د زړۀ د خزانې نه نيکى راوباسى او بد سړے چې د زړۀ خزانه يې بده وى هغه ترې بدى راوباسى. ۳۶زۀ تاسو ته دا وايم، هر څوک چې څۀ فضول خبرې هم کوى نو د قيامت په ورځ به ورسره د هغې حساب کيږى. ۳۷ځکه چې تاسو به په خپلو خبرو سره صادِق يا ګناه ګار ثابت شئ“

معجزه غوښتل

(مرقوس ۸:‌۱۱ - ۱۲، لوقا ۱۱:‌۲۹ - ۳۲)

۳۸ځينې د شرعې عالمانو او فريسيانو ووئيل چې ”استاذه، مونږ غواړُو چې تۀ مونږ ته د نښې په توګه معجزه وښايې.“ ۳۹هغۀ ورته جواب ورکړو، ”دا يوه بدکاره او زناکاره پيړۍ ده چې نښې غواړى خو د يونس نبى د نښې نه سوا يوه نښه به هم دوئ ته ور نهٔ کړې شى. ۴۰نو لکه څنګه چې يونس د کب په ګيډه کښې درې ورځې او درې شپې تيرې کړې نو دغه شان به اِبن آدم هم درې ورځې او درې شپې د زمکې په تَل کښې تيرې کړى. ۴۱د نينوه خلق به هم د دې زمانې د خلقو په خلاف د قيامت په ورځ ودريږى او دا پيړۍ به مجرمه ثابته کړى ځکه چې هغوئ د يونس په بيان توبه ګار شوى وُو، او اوس څوک چې دلته دے، هغه د يونس نه لوئ دے. ۴۲د جنوب مَلِکه به د قيامت په ورځ د دې پيړۍ خلاف په عدالت کښې ودريږى او دوئ به مجرمان ثابت کړى، ځکه چې هغه د دُنيا د بل ګُټ نه د سليمان د حِکمت خبرو اوريدو له راغلې وه، او څوک چې دلته دے هغه د سليمان نه هم لوئ دے.

د پيريانو واپس راتلل

(لوقا ۱۱:‌۲٤ - ۲۶)

۴۳هرکله چې د يو کس نه پيرے بهر شى نو هغه په صحراګانو سر شى چې آرام ومومى، خو وې نهٔ مومى. ۴۴نو هغه بيا داسې ووائى چې زهٔ به واپس هغه کور ته لاړ شم د کوم نه چې راوتلې يم. نو هغه چې واپس راشى نو هغه کور خالى جارُو کړې او د اوسيدو جوګه بيا مومى. ۴۵بيا هغه لاړ شى او نور اووۀ پيريان د ځان سره راولى چې د دۀ نه هم زيات خراب وى او هغوئ ټول راشى او په پيرې نيولى کس ديره شى، او د هغهٔ اَنجام د پخوا نه هم لا خراب شى. نو دغه حال به هم د دې نافرمانه پيړۍ وى.“

د حضرت عيسىٰى رښتينې رشته دار

(مرقوس ۳:‌۳۱ - ۳۵، لوقا ۸:‌۱۹ - ۲۱)

۴۶عيسىٰ لا د خلقو سره په خبرو لګيا وو چې د هغهٔ خپله مور او وروڼه بهر ولاړ وُو او غوښتل يې چې د هغهٔ سره خبرې وکړى. ۴۷په دې کښې چا هغهٔ ته ووئيل چې ”ستا مور او وروڼه بهر ولاړ دى، هغوئ تا سره ملاويدل غواړى.“ ۴۸عيسىٰ هغه سړى ته وفرمائيل چې، ”زما مور څوک ده؟ او زما وروڼه څوک دى؟“ ۴۹نو بيا هغهٔ خپلو مريدانو ته اِشاره وکړه او وې فرمائيل چې، ” زما مور او زما وروڼه دا دى. ۵۰ځکه هر هغه څوک چې زما د آسمانى پلار رضا کوى، هغه زما ورور، خور او مور ده.“