د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زيرے

لسم باب

د حضرت عيسىٰ دولس مريدان

(مرقوس ۳:‌۱۳ - ۱۹، لوقا ۶:‌۱۲ - ۱۶)

۱بيا عيسىٰ خپل دولس مريدان راوغوښتل او هغوئ له يې د پيريانو شړلو او د هر قِسم بيماريانو او مرضونو شفا اِختيار ورکړو. ۲د هغه دولسو مريدانو نومونه دا دى، اول شمعون چې پطروس ورته وائى او د هغۀ ورور اندرياس، د زبدى زوئ يعقوب او د هغۀ ورور يوحنا، ۳فيليپوس او برتلمائ، توما او متى محصولچى، د حلفى زوئ يعقوب او تدى، ۴شمعون ننګيالې او يهوداه اِسکريوتى، يعنې هغه سړے چې په عيسىٰ يې جاسوسى وکړه.

رسولانو ته هدايت

(مرقوس ۶:‌۷ - ۱۳، لوقا ۹:‌۱ - ۶)

۵عيسىٰ دا دولس کسان د دې هداياتو سره وليږل چې ”د غير يهودى قومونو په طرف مه ځئ او د سامريانو ښار ته مه ننوځئ، ۶خو د هغې په ځائ د بنى اِسرائيلو د کورنئ ورکو شوو ګډو ته لاړ شئ. ۷او په تلو تلو کښې دا پېغام ورکوئ چې د آسمان بادشاهى رانزدې شوې ده. ۸بيماران جوړوئ، مړى ژوندى کوئ، جزاميان پاکوئ او پيريان شړئ. تاسو ته دا اختيار مفت درکړې شو او مفت يې ورکوئ. ۹سرهٔ زر يا سپين زر يا تانبه په خپلې تيلئ کښې مه اخلئ. ۱۰د ځان سره نه د سفر تيلئ، نه دويم قميص، نه اضافه پيزار او مه امسا اخلئ، ځکه چې مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دے. ۱۱کوم ښار يا کلى ته چې تاسو ننوزئ نو د داسې يو عزتمند سړى کور ته ورځئ چې د ورتلو قابل وى، او هلته پاتې شئ تر هغې چې د هغه ځايه بل ځائ ته رُخصت شئ. ۱۲کوم کور ته چې تاسو ننوځئ، د هغوئ سلامتى غواړئ. ۱۳که هغه د دې لائق وى نو ستاسو سلامتى به ورورسى، او که لائق نۀ وى نو ستاسو سلامتى به واپس تاسو ته راوګرځى. ۱۴خو که چرې څوک تاسو قبول نۀ کړى او غوږ درته ونهٔ نيسى نو چې کله تاسو هغه کور يا ښار پريږدئ نو د خپلو ښپو نه دوړې وڅنډئ. ۱۵زۀ تاسو ته دا وايم چې په ورځ د قيامت به د سدوم او د عموره د خلقو حال د دې ښار د خلقو د حال نه ښۀ وى.

د راتلونکې عذاب په حقله

(مرقوس ۱۳:‌۹ - ۱۳، لوقا ۲۱:‌۱۲ - ۱۷)

۱۶ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته ليږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بې آزاره اوسئ. ۱۷خبردار اوسئ چې دوئ به تاسو عدالتونو ته حواله کوى او په خپلو عبادت خانو کښې به مو په کروړو وهى، ۱۸او زما د خاطره به تاسو حاکمانو او بادشاهانو ته وړاندې کوى چې د هغوئ او غيرو قومونو دپاره ګواهان شئ. ۱۹خو هر کله چې تاسو ونيولې شئ نو د دې سوچ مه کوئ چې تاسو به څۀ او څنګه ووايئ. چې وخت راشى نو هغه خبرې به په خپله ستاسو خولې ته راشى چې تاسو ته يې ضرورت وى. ۲۰ځکه کومې خبرې چې تاسو کوئ دغه به تاسو په خپله نهٔ کوئ، خو ستاسو په ذريعه به ستاسو د آسمانى پلار روح خبرې کوى. ۲۱ورور به د ورور د مرګ جاسوس شى او پلار به د زوئ، او اولاد به د مور پلار خلاف شى او مرګ ته به يې حواله کوى. ۲۲ټول به زما د نوم په سبب تاسو سره کينه کوى خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى. ۲۳کله چې تاسو ته په يو ښار کښې تکليف مِلاو شى نو بل ته لاړ شئ. زۀ درته دا وايم چې د دې نه وړاندې چې تاسو د بنى اِسرائيلو په ټولو ښارونو کښې وګرځئ نو اِبن آدم به واپس راشى. ۲۴شاګرد د خپل استاذ نه لوئ نۀ وى او نه نوکر د خپل مالِک نه. ۲۵د شاګرد دپاره دا کافى ده چې د استاذ په شان شى او نوکر د خپل مالِک په شان. که د يو کور مالِک ته بعلزبول وئيلې شى نو د هغۀ د کور کسان به د دې نه هم په خراب نوم ياد کړې شى.

د چا نه يريدل په کار دى

(لوقا ۱۲:‌۲ - ۷)

۲۶نو د هغوئ نه يره مه کوئ ځکه چې داسې پټ څيز نِشته چې ښکاره به نۀ شى او نه داسې پټ راز شته چې هغه به ښکاره نهٔ شى. ۲۷څۀ چې زۀ تاسو ته په تيارۀ کښې وايم نو تاسو يې په رڼا کښې وايئ. څۀ چې تاسو ته په غوږ کښې ووئيلې شى هغه تاسو د چت دپاسه په چغو وايئ. ۲۸د هغه چا نه مهٔ يريږئ څوک چې وجود وژنى خو روح نۀ شى وژلې، خو د هغه چا نه يريږئ څوک چې روح او بدن دواړه په دوزخ کښې بربادولې شى ۲۹ولې دوه چڼچڼې په يوه پيسه نۀ خرڅيږى څۀ؟ خو بيا هم ستاسو د پلار د رضا نه بغير يوه هم په زمکه نۀ راپريوځى. ۳۰خو دا چې ستاسو د سر ټول ويښتۀ هم شميرلې شوى دى. ۳۱نو بيا مهٔ يريږئ، تاسو د بې شميره چڼچڼو نه زيات قيمتى يئ.

د خلقو په وړاندې د مسيح اِقرار کول

(لوقا ۱۲:‌۸ - ۹)

۳۲هر څوک چې د خلقو په وړاندې زما اِقرار وکړى، زۀ به په آسمان کښې د خپل پلار په وړاندې د هغۀ اِقرار وکړم. ۳۳خو هر څوک چې د خلقو په وړاندې زما نه اِنکار وکړى، زۀ به په آسمان کښې د خپل پلار په وړاندې د هغۀ نه اِنکار وکړم.

اَمن نه خو جنګ

(لوقا ۱۲:‌۵۱ - ۵۳، ۱٤:‌۲۶ - ۲۷)

۳۴تاسو دا خيال مه کوئ چې زۀ ګنې دُنيا ته د اَمن راوستو دپاره راغلې يم، نه، زۀ د اَمن راوستو دپاره نه خو د جنګ دپاره راغلې يم. ۳۵زۀ دې ته راغلې يم چې سړے د خپل پلار خلاف شى، لور د مور او اِنږور د خواښې. ۳۶او د سړى دشمنان به د هغۀ د کور خلق وى. ۳۷داسې کس زما قابل نهٔ دے چې د خپل مور پلار سره زما نه زياته مينه کوى او هغه څوک هم چې زما نه زياته مينه د خپل زوئ يا لور سره کوى. ۳۸داسې خلق زما جوګه نۀ دى څوک چې خپله سولۍ نۀ پورته کوى او زما په نقش قدم نۀ ځى. ۳۹څوک چې ځان ساتى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې زما د خاطره خپل ژوند بائيلى، هغه به يې حاصل کړى.

اَجر

(مرقوس ۹:‌٤۱)

۴۰څوک چې تاسو قبلوى هغه ما قبلوى او څوک چې ما قبلوى نو هغه هغه څوک قبلوى چې زهٔ يې راليږلې يم. ۴۱هر هغه څوک چې يو نبى د نبى په نوم قبلوى هغهٔ ته به د نبى اَجر ملاويږى، او هر هغه څوک چې يو صادِق د صادِق په نوم قبلوى، هغۀ ته به د صادِق اَجر ملاويږى. ۴۲هر هغه څوک که يو جام يخې اوبۀ دې ورکوټې ته په دې وجه ورکړى چې هغه زما مريد دے، نو زۀ درته دا وايم چې هغه کس به بې اَجره پاتې نۀ شى.“