د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے

شپاړسم باب

د مريدانو نه د دُنيا نفرت

۱”ما تاسو ته دا خبرې د دې دپاره وکړې چې تاسو د تيندک خوړلو نه بچ شئ. ۲نو هغوئ به تاسو د عبادتخانو نه شړى، او بې‌شکه داسې وخت راتلونکے دے څوک چې تاسو قتلوى هغوئ به دا ګُمان کوى چې په دې کار کولو سره هغوئ د خُدائ پاک خِدمت کوى. ۳هغوئ به دا کارونه ځکه کوى چې هغوئ نۀ پلار پېژنى او نۀ ما.

د روحُ القُدس کار

۴خو ما دا خبرې تاسو ته ځکه وکړې چې کله دا کار پېښ شى نو تاسو ته به راياد شى چې ما تاسو د دې په حقله خبر کړى وئ. ما تاسو ته دا خبرې د اول نه ځکه ونۀ کړې ځکه چې زۀ تاسو سره وم، ۵خو اوس زۀ هغه چا ته روان يم چا چې زۀ رالېږلے يم. اوس په تاسو کښې هيڅوک زما نه دا تپوس نۀ کوى چې تۀ چرته روان يې؟ ۶خو دا کومې خبرې چې ما تاسو ته وکړې په هغې ستاسو زړونه غمژن شول. ۷خو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا ستاسو دپاره بهتره ده چې زۀ لاړ شم. ځکه کۀ زۀ لاړ نۀ شم نو مددګار به تاسو ته رانۀ شى خو کۀ زۀ لاړ شم نو هغه به زۀ تاسو له راولېږم. ۸او کله چې هغه راشى نو هغه به دُنيا د ګناه او د صداقت او اِنصاف په باب کښې ملامته کړى، ۹د ګناه په باب کښې ځکه چې هغوئ په ما ايمان نۀ راوړى، ۱۰د صداقت په باب کښې ځکه چې زۀ پلار له ځم او تاسو به ما نور ونۀ وينئ، ۱۱او د اِنصاف په باب کښې ځکه چې د دې دُنيا سردار يعنې شېطان مجرم کړے شو. ۱۲ما سره نورې هم ډيرې خبرې دى چې تاسو ته يې وکړم خو تاسو اوس دا نۀ شئ برداشت کولے. ۱۳خو چې د حقيقت روح راشى نو هغه به تاسو د حقيقت طرف ته بوځى ځکه چې هغه به د خپله ځانه خبرې نۀ کوى، خو هغه څۀ به وائى څۀ چې د خُدائ پاک نه اورى او تاسو ته به د راتلونکو واقعاتو په حقله پېشګوئې کوى. ۱۴هغه به ما ته لوئى راکړى ځکه چې هغه به زما نه هغه څۀ حاصل کړى چې په ما کښې دى او تاسو ته به ووائى. ۱۵څۀ چې د پلار دى هغه زما دى، په دې وجه ما تاسو ته وفرمائيل چې هغه به ما نه هغه څۀ حاصل کړى څۀ چې په ما کښې دى او تاسو ته به يې وښائى.

غم په خوشحالۍ کښې بدلېدل

۱۶په لږ ساعت کښې به تاسو نور ما نۀ وينئ او بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ.“ ۱۷بيا د هغۀ ځينو مريدانو يو بل ته ووئيل، ”د هغۀ مونږ ته د دې بيان نه څۀ مطلب دے چې په لږ ساعت کښې به تاسو نور ما نۀ وينئ او بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ، او، چې زۀ خپل پلار له روان يم؟“ ۱۸هغوئ وئيل چې، ”د هغۀ د دې لږ ساعت نه څۀ مطلب دے؟ مونږ ته پته نشته چې د هغۀ بيان د څۀ په حقله دے.“ ۱۹عيسىٰ په دې پوهه شو چې هغوئ له ما نه د تپوسونو په طلب دى نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ولې تاسو په دې بحث کوئ کوم بيان چې ما تاسو له وکړو چې، په لږ ساعت کښې به تاسو نور ما نۀ وينئ او بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ؟ ۲۰نو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو به ژاړئ او وير به کوئ خو دُنيا به خوشحاله وى. تاسو به په غم کښې ډوب يئ خو ستاسو غم به په خوشحالۍ بدل شى. ۲۱د ماشوم د پېدا کېدو په وخت کښې ښځه په تکليف کښې وى. خو د ماشوم په پېدا کېدو سره د هغې نه ټول دردونه هېر شى، د دې خوشحالۍ په وجه چې هغې دُنيا ته يو نوے ماشوم راوستو. ۲۲نو اوس تاسو غمژن يئ خو زۀ به تاسو بيا ووينم او ستاسو زړونه به خوشحاله شى او هيڅوک به ستاسو خوشحالى تاسو نه وانۀ خلى. ۲۳په هغه ورځ به تاسو زما نه هيڅ خواست نۀ کوئ. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ تاسو زما په نوم د پلار نه څۀ هم وغواړئ، نو هغه به يې درکړى. ۲۴تر اوسه پورې تاسو زما په نوم هيڅ نۀ دى غوښتى. وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى نو چې ستاسو خوشحالى پوره شى.

زۀ په دُنيا غالب يم

۲۵ما تاسو ته دا هر څۀ په مِثالونو کښې بيان کړل. خو وخت راروان دے چې زۀ به تاسو ته نور په مِثالونو کښې خبرې ونۀ کړم خو په ډاګه به درته د پلار په حقله خبرې کوم. ۲۶په هغه ورځ به تاسو زما په نوم غواړئ. زۀ دا نۀ وايم چې زۀ به د پلار نه ستاسو دپاره خواست کوم. ۲۷ځکه چې پلار په خپله تاسو سره مينه کوى، ځکه چې تاسو ما سره مينه کوئ او ستاسو دا ايمان دے چې زۀ د خُدائ پاک د طرف نه راغلے يم. ۲۸زۀ د پلار نه دې دُنيا ته راغلے يم او اوس زۀ دُنيا بيا پرېږدم او خپل پلار له ځم.“ ۲۹د هغۀ مريدانو ووئيل، ”ګوره، تۀ اوس په ډاګه لګيا يې او نۀ په مِثالونو. ۳۰مونږ اوس پوهيږو چې تۀ د هر څۀ نه خبر يې او د تپوسونو کولو حاجت درنه د چا نشته. هم په دې وجه زمونږ دا ايمان دے چې تۀ د خُدائ پاک د طرفه راغلے يې.“ ۳۱عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”ولې تاسو اوس په ما يقين کوئ څۀ؟ ۳۲ګورئ، وخت راروان دے، بلکې راغلے دے چې تاسو به خوارۀ وارۀ شئ او هر يو به خپلو کورونو ته لاړ شئ او تاسو به ما اېک يواځې پرېږدئ، خو بيا هم زۀ يواځې نۀ يم ځکه چې پلار ما سره دے. ۳۳ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل نو چې تاسو په ما کښې سلامتيا حاصله کړئ. په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“