يوسفزئ
نبوى

د يوحنا رسول رويا - يوويشتم باب

نوے آسمان او نوې دُنيا

۱بيا ما يو نوے آسمان او يوه نوې دُنيا وليدله ځکه چې اول آسمان او اوله دُنيا غېب شوى وُو او سمندر هم نۀ وو. ۲ما پاک ښار، يعنې نوے يروشلم وليدلو چې د خُدائ پاک د طرفه د آسمان نه راکوزېدو، او دا داسې تيار کړے شوے وو لکه چې ناوې د خپل خاوند دپاره سنګار شوې وى. ۳ما د تخت نه يو اوچت آواز واورېدو چې دا يې فرمائيل چې، ”ګورئ، اوس به د خُدائ پاک حضور د بنى آدمو په مينځ کښې وى او هغوئ به د هغۀ اُمت وى او خُدائ پاک به په خپله د هغوئ سره وى. ۴هغه به د هغوئ د سترګو ټولې اوښکې وچې کړى، هلته به نور نۀ مرګ، نۀ وير، نۀ ژړا او نۀ درد وى ځکه چې وړومبى څيزونه تېر شوى دى.“ ۵او هغه څوک چې په تخت ناست وو هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، زۀ ټول څيزونه نوى کوم.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زما دا کلام وليکه ځکه چې زما خبرې د اِعتبار لائقې او رښتيا دى.“ ۶بيا يې ما ته وفرمائيل چې، ”وشوه. الفه او اوميګه، اول او آخر زۀ يم. هر څوک چې تږے وى زۀ به هغوئ ته د ژوندون د اوبو د چينو نه وړيا اوبۀ ورکړم. ۷څوک چې کامياب شى هغه به د دې وارث شى، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بچى وى. ۸خو د ويرېدونکو، بې‌ايمانانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادوګرانو، بُت پرستانو او هر قسم دروغژن خلق به په هغه درياب کښې وى چې په کښې د ګوګړو اور بليږى، او دا دوېم مرګ دے.“

نوے يروشلم

۹بيا په هغه اوو فرښتو کښې چې د اووۀ آخرى افتونو ډک جامونه ورسره وُو، يوه ما ته راغله او وې وئيل چې، ”راځه، زۀ به تا ته ناوې وښايم چې د ګډُورى ښځه ده.“ ۱۰نو روحُ القُدس په ما غلبه وکړه او زۀ يې يو لوئ اوچت غر ته بوتلم او د يروشلم پاک ښار يې راته وښائيلو چې د خُدائ پاک د طرفه راکوزېدو. ۱۱هغه د خُدائ پاک په جلال روښانه وو، د هغې رڼا د قيمتى جواهراتو په شان لکه د جاسپر او د بلور کاڼى په شان صفا وو. ۱۲د هغې لوئ اوچت دېوال وو چې په کښې دولس دروازې وې او په هره دروازه کښې فرښته ولاړه وه، او په دروازو د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نومونه ليکلے شوى وُو. ۱۳نمرخاتۀ ته درې دروازې وې، شمال ته درې، جنوب ته درې، او نمر پرېواتۀ ته درې دروازې وې. ۱۴د ښار د دېوال دولس بنيادونه وُو او په هغې د ګډُورى د دولسو رسولانو نومونه وُو. ۱۵کومې فرښتې چې ما سره خبرې وکړلې، د هغې سره د سرو زرو يو ګز وو چې پرې د ښار دېوالونه او دروازې ناپ کړى. ۱۶او ښار په څلور ګوټه شکل جوړ وو او څومره چې اوږد وو هغه هومره پلن وو، او هغې د ښار ناپ په ګز وکړو او د دې اوږدوالے، پلنوالے او اوچتوالے برابر وُو چې دوه نيم زره کيلوميټره وُو. ۱۷فرښتې د ديوال ناپ په دُنياوى پېمانه وکړو چې شپېتۀ ميټره اوچت وو، او فرښتې هم دا پېمانه استعمالوله. ۱۸دېوال د جاسپر کاڼو نه جوړ وو او ښار په خپله د سوچه سرو زرو نه جوړ شوے وو او د صفا شيشې په شان پړقېدو. ۱۹د ښار د دېوالونو بنيادونه په رنګا رنګ قيمتى کاڼو ښائسته کړے شوى وُو اول بنياد د جاسپر کاڼو وو، دوېم د نيلم، درېم د شب چراغ، څلورم د زمرد، ۲۰پينځم د اونيکس، شپږم د يمنى عقيقو، اوؤم د ګراسولر، اتم د ايکوامرين، نهم د طوپاز، لسم د کلسائټو، يوولسم د کائنائټو، او دولسم د کټېلى وو. ۲۱او هغه دولس دروازې د دولسو ملغلرو وې، هره دروازه د يوې ملغلرې نه جوړه وه. د ښار لوئې کوڅې د صفا شيشې په شان د سوچه سرو زرو وې. ۲۲ما په ښار کښې د خُدائ کور ونۀ ليدو ځکه چې مالِک قادر مطلق خُدائ پاک او ګډُورے په خپله د دې ښار د خُدائ پاک کور دے. ۲۳او ښار ته د نمر يا د سپوږمۍ د رڼا حاجت نشته ځکه چې د خُدائ پاک جلال دا روښانه کوى او ګډورے د دې ډيوه ده. ۲۴د دې په رڼا به قومونه ګرځى او دۀ ته به د دُنيا بادشاهان خپلې لويئ راوړى. ۲۵د ښار دروازې به ټوله ورځ کښې نۀ بنديږى او هلته به شپه چرې نۀ وى. ۲۶د قومونو شان او شوکت به دۀ ته راوړے شى. ۲۷خو هيڅ ناپاکه څيز به دې ته ورننوتے نۀ شى او نۀ پليت او نۀ دروغژن، خو صرف هغوئ د چا نومونه چې د ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې ليکلى دى.