پېژندګلو

زبور ‮پېژندګلو

پېژندګلو

د زبور لفظ مطلب شُکر ګزارى کول دى. دا آسمانى کِتاب د زرګونو کالونو راسې د مؤمنانو رهنمائى کوى او نن هم زمونږ رهنمائى کوى کۀ چرې مونږ د دې نه استفاده وکړُو. او مونږ د دې نه زده کولے شُو چې څنګه د واحد او رښتينى خُدائ پاک عبادت وکړُو. څنګه چې زبور شريف ۱۴۹‏:_۱ فرمائى چې، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت بيان کړئ.“ مقدس زبور شريف د پخوانو حمدونو او د روحانى سندرو يوه مجموعه ده. په اصل کښې دا د دې دپاره وليکلے شو چې د دې تلاوت وشى، ولوستلے شى او په دعا او عبادت کښې وئيلے شى. د زبور زياته برخه حضرت داؤد په خپله ليکلې ده، ځکه چې خُدائ پاک د دې زياته حِصه په حضرت داؤد نازله کړې ده. په دې کښې يو نيم سل سندرې، دُعاګانې او غزلې دى چې نه صرف د بنى اِسرائيلو دپاره دعوت دے بلکې دا د ټولې دُنيا د هر قوم او هر انسان دپاره دعوت دے چې د واحد خُدائ پاک شُکر ګزارى وکړى. لکه څنګه چې زبور شريف ۱۴۵‏:_۲۱ فرمائى چې، ”زما خولۀ به د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوى، او ټول مخلوق به د هغۀ د مقدس نوم د تل دپاره ثناء صِفت کوى.“ هر څوک چې د دې کِتاب تلاوت کوى د دوئ زړونه دې د هغه يو خالق، مالِک خُدائ پاک طرف ته را واوړى، څوک چې د حمد و ثناء لائق دے او څوک چې د خپل مخلوق نه دا اُميد لرى چې د هغۀ رضا وکړى. د زبور شريف يو نيم سل بابونه د انسان مختلفو حالاتو، جذباتو او جدوجهد په حقله خبرې کوى. په زبور شريف کښې يقيناً چې شانداره ښُکلا او اثرناکه شاعرى ده خو دې سره سره په کښې د مات زړۀ او پرېشانه ځان حال هم موجود دے. زبور شريف د خُدائ پاک د طرفه يو کامِل او ابدى کِتاب دے چې مونږ پرې مکمل اعتماد کولے شُو ځکه چې په دې کښې زمونږ د خوشحالو، غمونو، غصې او پرېشانو تصوير دے. د حفظ کولو دپاره ۲۳‏:_۱ آيت ”مالِک خُدائ دے شپون زما، نو د هيڅ څيز حاجت نشته دے زما.“