پېژندګلو

عبدياه ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو

د حضرت عبدياه نبوتى کِتاب هغه خلقو له سخت خبردارے ورکوى د چا چې دا خيال وى چې هغوئ خُدائ پاک له دوکه ورکولے شى. هيڅوک هم د خُدائ پاک د عدالت نه تښتېدلے نۀ شى. څنګه چې پخوا خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو محافظ وو دغسې به هغه نن هم د مؤمنانو دفاع کوى. څوک هم چې د خُدائ پاک خلقو ته نقصان رسوى نو يقيناً خُدائ پاک به هغوئ له سزا ورکوى. عبدياه په خپل کِتاب کښې د دې وضاحت هم کوى چې غرور کول او د خُدائ پاک نه علاوه په بل څۀ بهروسه کول بربادى ده. او دا په قومونو او په هر چا باندې يو شان لاګو کيږى. کېدے شى چې په دې ژوند کښې مغرورانو ته سزا مِلاو نۀ شى خو د مرګ نه پس به ورته يقيناً چې سزا ملاويږى. حضرت عبدياه د زړې لوظ نامې دا وړوکے کِتاب په هغه وخت کښې وليکلو کله چې د بابل فوجيانو يروشلم تازه تازه برباد کړے وو. حضرت عبدياه دا پېشګوئې وکړه چې ادوم د خُدائ پاک خلقو سره کوم سلوک کړے دے د هغې بدله به ورته مِلاو شى او خُدائ پاک به هغه خلق چې مصيبت کښې راګېر دى هغه به بحال کړى ځکه چې دا د هغۀ لوظ دے او خپلو خلقو سره يې مينه ده. د حفظ کولو دپاره ۱:_۱۵ آيت ”د مالِک خُدائ د قيامت ورځ رانزدې ده، د ټولو قومونو دپاره. څنګه چې تاسو کړى دى، نو هم داسې به تاسو سره هم وشى. ستاسو عملونه به واپس ستاسو په خپل سر راشى.“