پېژندګلو

ميکاه ‮پېژندګلو

پېژندګلو

د حضرت ميکاه په کِتاب کښې د خُدائ پاک د کردار دوه زبردست اړخونه څرګنديږى يعنې د هغۀ عدالت او د هغۀ رحم. مالِک خُدائ غواړى چې د هغۀ خلق په اِنصاف، وفادارۍ او په مينه عمل وکړى. مذهبى رسومات ادا کول دومره اهميت نۀ لرى څومره چې په خالص زړۀ سره د خُدائ پاک عبادت کول اهميت لرى. حضرت ميکاه په هغه وخت کښې پېشګويانې وکړې کله چې په يهوداه کښې د يوتام او د هغۀ پسې د احاز حکمرانى وه او هم په هغه وخت کښې حضرت يشعياه نبى خپل فرائض ادا کول. دا د خوشحالۍ دور وو، او حضرت ميکاه د دولتمندو خلاف آواز اوچت کړو چا به چې په غريبانانو ظلم کولو. او د راتلونکى عدالت په حقله يې خبردارے ورکړو. په دې کِتاب کښې دوه حصې دى چې په يوه کښې خبردارے دے او په بله حِصه کښې د اُميد پېغام دے. د راتلونکى وخت په حقله حضرت ميکاه نبى دوه ډيرې اهمې پېشګويانې وکړې. هغۀ اوله پېشګوئې دا وکړه چې په راتلونکى وخت کښې به امن قائم شى د هغه مُلکونو په مينځ کښې چې په کښې جنګونه وُو او يو داسې وخت به راشى چې هغوئ به خپلې تُورې وټکوى او يوې به ورنه جوړې کړى. نو دا د امن شيبې به صرف د هغه خاص ذات په روح او طاقت کښې ممکن وى څوک به چې د بيت‌لحم په وړه ښاريه کښې پېدا کيږى. دا پېشګوئې به د بيت‌لحم په ښاريه کښې د حضرت عيسىٰ په پېدايښت کښې اووۀ سوه کاله وروستو پوره کېده. د حفظ کولو دپاره ۷‏:_۸ آيت ”اګر کۀ زۀ په تيارۀ کښې ناست يم، خو مالِک خُدائ به زما رڼا وى.“