پېژندګلو
د حضرت مرقوس زيرے په اِنجيل کښې دوېم کِتاب دے او په دې کښې د حضرت عيسىٰ عليه السلام ژوند، د هغۀ خِدمت او چې زمونږ دپاره يې څۀ کړى دى هغه درج دى. د حضرت مرقوس د اِنجيل د ټولو نه لوئ مقصد او د دې کِتاب د متن موضوع دا ده چې د حضرت عيسىٰ مسيح پيروى او د هغۀ عام بلنه خلقو ته پېش کړى او د هغې دفاع وکړى، حضرت مرقوس د دې عام بلنې او پېروۍ نه د حضرت عيسىٰ په تعليماتو سره په ټينګه ملاتړ کوى. حضرت مرقوس رسول فرمائى چې د حضرت عيسىٰ سره تعلق او شراکت د يو ايماندار يا مريد په ژوند کښې د زړۀ آواز دے او په دې تعلق کښې په هغۀ باور کول ضرورى دى، د هغۀ سره د تعلق په وجه خلقو ته د هغۀ په حقله اقرار کول دى، او د هغۀ خوۍ خصلت په خپل ځان کښې راوستل دى، د هغۀ د تعليماتو نه ځان خبرول دى، او د خپل ځان اصلاح کول دى. د حضرت عيسىٰ د تابعدارۍ او د شاګردۍ مقصد دا دے چې خپل ځان هغه سختو اِلزامونو او نفرتونو ته تيار کړُو کومو سره چې هغه په خپله مخامخ شوے وو. د حضرت مرقوس زيرے په دې خبره زور اچوى چې حضرت عيسىٰ هم مسيح دے او د خُدائ پاک زوئ دے. په دې خبره پوهېدل ضرورى دى چې د دې مطلب دا نۀ دے چې حضرت عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک جسمانى زوئ دے، بلکې هغه يې روحانى زوئ دے. لکه څنګه چې حضرت عيسىٰ مسيح په خپله وفرمائيل، ”زمونږ مالِک خُدائ پاک واحد ذات دے“ (مرقوس ۱۲:_۲۹). په دې زېرى کښې حضرت عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک د بادشاهۍ اعلان کوى، بيمارانو له شفا ورکوى، او د ګناهګارانو دپاره خپل ژوند په فديه کښې ورکوى. ډېر ايمانداران د حضرت عيسىٰ مسيح د شفا ورکولو د نمونى پيروى کوى چې د ضرورتمندو خلقو خِدمت وکړى. د حضرت عيسىٰ مسيح نه علاوه، حضرت مرقوس خلق په درېو ډلو تقسيم کړى دى: شاګردان، ګڼه، او مذهبى مشران، په دې کښې څوک هم په حضرت عيسىٰ مسيح پوهه نۀ شُو. کله چې وخت راغلو چې حضرت عيسىٰ مسيح سولۍ له لاړ شى، نو مذهبى مشرانو ګرفتار کړو، شاګردانو پرېښودو، او ګڼې ورپورې ټوقې وکړې. خو چې کله هغه په سولۍ مړ شو او هغه بيا راژوندے شو نو خلقو هغه وپېژندو چې په رښتيا سره هغه څوک وو. ستاسو د حفظ کولو دپاره ۱۰:_۴۵ آيت ”اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.“