انجیل

لوقا - څليريشتم باب

د حضرت عيسىٰ بيا ژوندى کېدل

۱خو د اِتوار په ورځ سحر وختى هم هغه ښځې قبر له راغلې او هغه تيارې کړې خوشبويۍ يې د ځان سره راوړې. ۲خو هغوئ د غار نه کاڼے رغړېدلے وليدو. ۳خو کله چې هغوئ دننه ورغلې هغوئ د مالِک عيسىٰ لاش هلته ونۀ موندلو. ۴دوئ لا په دې واقعه حېرانې ولاړې وې چې ناګهانه دوه سړى په برېښناکو جامو کښې هغوئ سره ودرېدل. ۵هغوئ يرېدلې او خپل سرونه يې زمکې ته ټيټ کړل خو سړو ورته وفرمائيل چې، ”تاسو ژوندى په مړو کښې ولې لټوئ؟ ۶هغه دلته نشته، هغه بيا ژوندے شوے دے. تاسو هغه خبرې رايادې کړئ څۀ وخت چې هغه لا په ګليل کښې وو او درته يې کړې وې ۷چې، اِبن آدم به ضرور د ګناهګارو سړو لاسونو ته حواله شى او په سولۍ به کړے شى او په درېمه ورځ به بيا ژوندے پاڅى.“ ۸بيا هغوئ ته د عيسىٰ خبرې وريادې شوې، ۹او د قبر نه په واپسۍ هغوئ دا ټولې خبرې هغه يوولسو مريدانو او نورو ټولو خلقو ته واورولې. ۱۰دا مريم مګدلينى، يوانه او د يعقوب مور مريم وه او دوئ سره نورې ښځې وې چا چې رسولانو ته دا خبرې وکړې. ۱۱خو دا خبرې هغوئ ته بې‌کاره ښکاره شوې او په هغوئ يې باور ونۀ کړو. ۱۲خو پطروس پاڅېدلو او قبر له په منډه لاړو او چې غار ته ورټيټ شو او دننه يې وکتل نو هغۀ صرف د کتان کفن وليدو، بيا هغه په دې شوې واقعه کور ته په سوچونو کښې ډوب لاړو.

اِماوس ته تلل

۱۳هم په هغه ورځ اِماوس نومې کلى ته د دوئ نه دوه کسان روان وُو چې د يروشلم نه تقريباً اووۀ ميله لرې دے. ۱۴هغوئ په خپلو کښې يو بل سره په دې واقعاتو خبرې کولې. ۱۵کله چې هغوئ يو بل سره په دې بحث کښې لګيا وُو نو عيسىٰ په خپله راغلو او د هغوئ سره يو ځائ روان شو. ۱۶خو د هغوئ په سترګو پرده اچولے شوې وه د دې دپاره چې هغه ونۀ پېژنى. ۱۷هغۀ د هغوئ نه تپوس وکړو چې، ”دا تاسو په تلو تلو کښې د يو بل سره په څۀ خبره بحث کولو؟“ هغوئ غم زپلى ودرېدل. ۱۸نو په هغوئ کښې يو کس چې نوم يې کليوپاس وو ورته جواب ورکړو، ”ولې تۀ په يروشلم کښې واحد مسافر يې چې د دې واقعې نه ناخبره يې چې په تېرو څو ورځو کښې هلته څۀ شوى دى؟“ ۱۹هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”څۀ شوى دى؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د عيسىٰ ناصرى په حقله چې د خُدائ پاک او ټولو خلقو په نظر کښې په کلام او عمل دواړو کښې يو زورَور نبى وو. ۲۰او زمونږ مشرانو اِمامانو او حاکمانو هغه حواله کړو چې د مرګ حُکم پرې وشى او په سولۍ يې کړى. ۲۱خو زمونږ دا طمع وه چې هم دے به بنى اِسرائيلو له خلاصون ورکوى. خو نن درېمه ورځ ده چې دا واقعه شوې ده. ۲۲خو د دې هر څۀ نه علاوه زمونږ د قبيلې يو څو ښځو مونږ په دې خبره حق حېران کړُو. هغوئ سحر وختى د هغۀ قبر له تلې وې. ۲۳خو چې هغوئ د هغۀ لاش ونۀ موندو او د دې خبر سره واپس راغلې چې هغوئ ته فرښتې ښکاره شوې او ورته يې وفرمائيل چې عيسىٰ ژوندے دے. ۲۴نو زمونږ يو څو ملګرى قبر له لاړل او څۀ چې هغه ښځو وئيلى وُو رښتيا هم هغه شان وُو خو هغوئ هغه هلته ونۀ ليدو.“ ۲۵عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”اے نادانو خلقو تاسو څومره ساده ګان يئ چې د نبيانو په کلام مو باور نۀ دے کړے. ۲۶ولې د مسيح دپاره دا مقرر نۀ وُو چې هغه به دا زحمتونه وزغمى او په خپل جلال کښې به داخل شى؟“ ۲۷بيا عيسىٰ د خپل ځان په حقله هغوئ ته د موسىٰ نه راواخله تر ټولو نبيانو پورې هغه خبرې تشريح کړې کومې چې په صحيفو کښې راغلې وې. ۲۸کله چې هغوئ اِماوس کلى ته نزدې شُو نو عيسىٰ خپل ځان داسې ظاهر کړو چې ګنې لا نور هم مخکښې روان دے. ۲۹خو هغوئ هغۀ ته په کلکه ووئيل چې، ”مونږ سره پاتې شه اوس ناوخته دے توره شپه راروانه ده.“ نو هغه ورسره لاړو او د هغوئ سره پاتې شو. ۳۰کله چې هغه د هغوئ سره خوراک ته کښېناستو نو روټۍ يې راواخسته، شُکر يې پرې وويستو، ټُکړې يې کړه او هغوئ له يې ورکړه. ۳۱بيا د هغوئ سترګې وغړېدلې او هغه يې وپېژندلو خو هغه د هغوئ د نظر نه غېب شو. ۳۲هغوئ يو بل ته ووئيل، ”زمونږ په زړونو کښې څومره جذبه راغلې وه. کله چې په لاره هغۀ مونږ سره خبرې کولې او د صحيفو تشريح يې کوله.“ ۳۳بيا هغوئ هم په هغه وخت يروشلم ته واپس روان شول. هلته هغوئ د هغه يوولسو مريدانو او نور ملګرو سره ملاقات وکړو، ۳۴او وئيل يې، ”دا رښتيا دى چې مالِک راژوندے شوے دے او شمعون ته ښکاره شوے دے.“ ۳۵نو بيا هغوئ دواړو ورته د خپلې لارې واقعه بيان کړه چې هغوئ مالِک د روټۍ ماتولو په وخت کښې څنګه وپېژندلو.

د حضرت عيسىٰ خپلو مريدانو ته څرګندېدل

۳۶مريدانو لا دا خبرې کولې چې ناڅاپه عيسىٰ په خپله د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل، ”السلام عليکم.“ ۳۷هغوئ يرې او هيبت واخستل او په دې سوچ کښې شُو چې ګنې پيرے يې وليدو. ۳۸خو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو داسې وار خطا ولې يئ او ځان سره ولې وايئ چې دا څوک دے؟ ۳۹زما لاسونو او پښو ته خيال وکړئ چې دا زۀ په خپله يم. ما له لاس راوړئ او وګورئ، د پيرى بدن نۀ وى لکه څنګه چې زما دے.“ ۴۰کله چې هغۀ دا خبرې وکړې نو خپل لاسونه او پښې يې هغوئ ته وښودل. ۴۱د هغوئ د خوشحالۍ په وجه اوس لا هم په هغۀ باور نۀ راتلو او حېران وُو، نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو سره د خوراک څۀ بندوبست شته؟“ ۴۲نو هغوئ ورله د ماهى يوه وريته شوې ډکره ورکړه. ۴۳او هغۀ واخستله او د هغوئ په وړاندې يې وخوړله. ۴۴عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا زما هغه کلام دے چې کله زۀ تاسو سره وم نو درته به مې وئيل چې د موسىٰ په شريعت کښې د نبيانو په صحيفو کښې او په زبور کښې چې څۀ زما په حقله ليکلے شوى دى، هغه به ضرور پوره شى.“ ۴۵بيا هغۀ د هغوئ ذهنونه کولاو کړل چې په صحيفو پوهه شى. ۴۶هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د پخوا نه دا ليکلے شوى دى چې مسيح به زحمت وزغمى او په درېمه ورځ به د مړو نه بيا ژوندے پاڅى. ۴۷او د هغۀ په نامه به ټولو قومونو ته د ګناهونو نه د توبې او د معافۍ وعظ کولے شى. چې د يروشلم نه به شروع شى. ۴۸هم تاسو د دې هر څۀ ګواهان يئ. ۴۹ګورئ، زۀ تاسو ته هغه څوک درلېږم د چا چې زما پلار تاسو سره وعده کړې وه، خو په دې ښار کښې تر هغې پاتې شئ ترڅو چې په تاسو آسمانى قوت نازل شوے نۀ وى.“

د حضرت عيسىٰ آسمان ته ختل

۵۰بيا عيسىٰ هغوئ بهر د بيتِ‌عنياه پورې بوتلل او خپل لاسونه يې اوچت کړل او هغوئ له يې برکت ورکړو. ۵۱کله چې هغۀ هغوئ له برکت ورکولو نو هغه د هغوئ نه جدا شو او آسمان ته پورته کړے شو. ۵۲نو هغوئ د هغۀ عبادت وکړو او ډېر په خوشحالۍ يروشلم ته واپس راغلل. ۵۳او هغوئ خپل ټول وخت د خُدائ پاک په کور کښې د خُدائ په ثنا وئيلو کښې تېرولو.