د غلې نذرانې
۱کله چې څوک مالِک خُدائ ته يوه د غلې نذرانه پېش کوى، نو هغه دې ښۀ اوړۀ وى. د زيتُونو تېل او خوشبودار لوبان دې په کښې واچوى، ۲د هارون د خاندان اِمامانو له دې راوړى. اِمام به يو موټے د اوړو، د تېلو او سره د ټولو لوبانو نه راواخلى او په قربانګاه به يې وسوزوى، دا يوه داسې نذرانه ده چې خوشبو يې په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. ۳د غلې د نذرانې نه پاتې شوې برخه به د اِمامانو وى، دا به ډېره مقدسه ګڼلے شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې نه اخستے شوې ده. ۴کۀ دا نذرانه روټۍ وى چې په تنور کښې پخه شوې وى، نو دا دې د خمبيرې نه بغېر تياره شوې وى. دا دې د اوړو نه تيارې شوې غټې روټۍ وى چې د زيتُونو تېل په کښې ګډ وى يا دې نرۍ نرۍ روټۍ وى چې د زيتُونو تېل ورباندې لګولے شوى وى. ۵کۀ هغه نذرانه روټۍ وى چې په تبخى باندې پخه شوې وى، دا به د داسې اوړو نه تياره شوې وى چې د زيتُونو تېل په کښې ګډ وى خو چې خمبيره په کښې نۀ وى. ۶چې کله يې د يوې نذرانې په توګه پېش کوئ نو دا چُورى کړئ او نور تېل ورباندې واچوئ. ۷کۀ هغه نذرانه داسې روټۍ وى چې په تبخى باندې پخه شوې وى، نو هغه دې د اوړو او زيتُونو د تېلو نه تياره شوې وى. ۸دا مالِک خُدائ ته د غلې نذرانې په توګه راوړئ او اِمام ته يې پېش کړئ او هغه به يې قربانګاه ته يوسى. ۹اِمام به د نښې په توګه يوه برخه ترې نه واخلى چې دا ټوله مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې ده او هغه به دا په قربانګاه باندې وسوزوى. په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. ۱۰د غلې د نذرانې نه پاتې شوې برخه به د اِمامانو وى، دا به ډېره مقدسه ګڼلے شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته په اور باندې سوزېدونکې نذرانې نه اخستے شوې ده. ۱۱چې د غلې کومې نذرانې تاسو مالِک خُدائ ته پېش کوئ په يوه نذرانه کښې دې هم خمبيره نۀ وى، مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه کښې چې کله هم خمبيره يا شات وانۀ چوئ. ۱۲تاسو چې هر کال لَو کوئ نو د خپل فصل وړومبۍ غله مالِک خُدائ ته راوړئ، خو دا دې په قربانګاه باندې نۀ شى سوزولے. ۱۳د غلې په هره نذرانه باندې مالګه اچوئ، ځکه چې مالګه د خُدائ پاک او ستاسو په مينځ کښې د لوظ نښه ده. (تاسو په خپلو ټولو نذرانو خامخا مالګه اچوئ.) ۱۴چې کله تاسو د خپل رېبلے شوى فصل د وړومبۍ غلې نذرانه مالِک خُدائ ته راوړئ، نو وريتې شوې دانې يا مېده شوى اوړۀ ورته پېش کوئ. ۱۵د زيتُونو تېل په کښې ورګډ کړئ او لوبان ورباندې واچوئ. ۱۶اِمام به لږ اوړۀ او څۀ تېل او ورسره ټول لوبان هم وسوزى او دا به مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې د نښې په توګه وى.