يو ليوے او د هغۀ وينځه
۱په هغه ورځو کښې د بنى اِسرائيلو بادشاه نۀ وو او يو ليوے چې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې ډېر لرې اوسېدو، هغۀ د يهوداه د بيتلحم نه يوه وينځه بوتله چې ښځه يې شى. ۲خو هغه د هغۀ نه خفه شوه، په بيتلحم کښې واپس د خپل پلار کور ته لاړه او څلور مياشتې يې هلته تېرې کړې. ۳بيا هغه سړى دا فېصله وکړه چې هغې پسې لاړ شى او رضا يې کړى چې واپس هغۀ له راشى. هغۀ خپل نوکر او دوه خرونه ځان سره بوتلل. نو کله چې هغه هلته ورسېدو نو ښځې هغه د خپل پلار کور ته راوستو او چې سخر هغه وليدو نو ورته يې ډېر په مينه پخېر راغلے ووئيلو. ۴د هغۀ سخر پرې زور واچولو چې ايسار شى، نو هغه درې ورځې هلته پاتې شو. هغوئ هلته خوراک څښاک وکړو او درې شپې يې تېرې کړې. ۵د څلورمې ورځې په سحر هغوئ وختى پاڅېدل او د تلو تيارے يې وکړو. خو د ښځې پلار هغه ليوى ته ووئيل، ”وړومبے لږ څۀ وخوره. چې تازه دم شې نو وروستو به بيا لاړ شې.“ ۶نو هغه دواړه سړى کښېناستل او په يو ځائ يې خوراک څښاک وکړو. د ښځې پلار بيا هغۀ ته ووئيل، ”دا به ښۀ وى چې شپه دلته تېره کړې او خپل زړۀ خوشحاله کړې.“ ۷ليوے پاڅېدو چې لاړ شى، خو د هغۀ سخر ورته مِنت وکړو چې ايسار شى، نو هغۀ يوه بله شپه هم هلته تېره کړه. ۸په پينځمه ورځ سحر وختى هغه روان شو، خو سخر ورته ووئيل، ”لږ څۀ وخوره او مازيګر پورې صبر وکړه.“ نو دواړو سړو يو ځائ روټۍ وخوړه. ۹کله چې هغه سړے، د هغۀ وينځه او د هغۀ نوکر يو ځل بيا روان شول، نو سخر ورته ووئيل، ”وګوره، ماښام نزدې دے، په کار دى چې تاسو ټوله شپه پاتې شئ. زر به تيارۀ شى، دلته پاتې شئ او خپل زړۀ خوشحاله کړئ. سحر د سفر دپاره وختى پاڅئ او خپل کور ته لاړ شئ.“ ۱۰-۱۱خو هغه سړى نۀ غوښتل چې بله شپه هم تېره کړى، نو هغه او د هغۀ وينځه په خپله مخه روان شول، خپل نوکر او دوه کته شوى خرونه هم ورسره وُو. د ورځې ناوخته وو چې هغوئ يبوس يعنې يروشلم ته نزدې راغلل، نو نوکر خپل مالِک ته ووئيل، ”دلته به ودرېږو او په دې يبوسى ښار کښې به شپه تېره کړُو.“ ۱۲-۱۳خو نېک يې ووئيل، ”مونږ به په يو داسې ښار کښې نۀ پاتې کيږُو چې د هغه ځائ خلق بنى اِسرائيل نۀ وى. مونږ به تېر شُو او لږ مخکښې به لاړ شُو او په جبعه يا راما کښې به شپه تېره کړُو.“ ۱۴نو هغوئ د يبوس نه تېر شول او په خپله مخه روان وُو. نمر په پرېوتو وو چې هغوئ د بنيامين په علاقه کښې جبعې ته راغلل. ۱۵هغوئ د شپې تېرولو دپاره ورغلل. هغوئ ښار ته لاړل او په بازار کښې کښېناستل، خو هيچا د شپې دپاره کور ته بونۀ تلل. ۱۶څۀ وخت چې هغوئ هلته وُو، نو يو بوډا سړے راغلو چې ټوله ورځ يې په پټو کښې کار کړے وو. په اصل کښې هغه د اِفرائيم د غرونو د مُلک وو، خو اوس په جبعه کښې اوسېدو. (هلته نور خلق د بنيامين د قبيلې وُو.) ۱۷هغه بوډا سړى د ښار په بازار کښې مسافر وليدو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟ او تۀ چرته ځې؟“ ۱۸ليوى جواب ورکړو، ”مونږ د يهوداه په بيتلحم کښې وُو او اوس مونږ د اِفرائيم د غرونو مُلک لرې برخې ته روان يُو د کوم نه چې زۀ راغلے يم. خو داسې هيڅ څوک هم نشته چې مونږ خپل کور ته بوځى، ۱۹زمونږ سره د خپلو خرونو دپاره واښۀ او بوس هم شته او داسې زما، زما د بلې ښځې او زما د نوکر دپاره روټۍ او مے هم شته. ما سره د ضرورت هر يو څيز موجود دے.“ ۲۰هغه بوډا سړى ورته ووئيل، ”په خېر راغلئ. زۀ به ستاسو د هر ضرورت خيال ساتم، تاسو په بازار کښې شپه مۀ تېروئ.“ ۲۱نو هغوئ يې د ځان سره کور ته بوتلل او د هغوئ خرونو له يې خوراک ورکړو. بيا هغوئ خپلې پښې ووينځلې او روټۍ يې وخوړه. ۲۲هغوئ خپل زړونه خوشحالول چې د ښار څۀ بدکاره سړى ناڅاپه د کور نه تاو شول او په دروازه وهلو باندې يې شروع وکړه. هغوئ هغه بوډا سړى ته ووئيل، ”هغه سړے راوباسه چې تا سره کور ته راغلے دے. مونږ د هغۀ سره حرامکارى کول غواړُو.“ ۲۳خو هغه بوډا سړے بهر ورووتلو او ورته يې ووئيل، ”نه، زما وروڼو، زۀ تاسو ته مِنت کوم چې داسې خراب او بېاخلاقه کار مۀ کوئ. دا سړے زما مېلمه دے. ۲۴ګورئ، دلته د هغۀ وينځه او زما لور ده چې وادۀ شوې نۀ ده. زۀ به اوس هغوئ ستاسو دپاره بهر راوباسم او څۀ مو چې خوښه وى ورسره يې وکړئ، خو د دې سړى سره داسې بد کار مۀ کوئ.“ ۲۵خو هغه سړو د هغۀ خبره نۀ منله. نو ليوى خپله وينځه بهر ورولېږله. نو هغوئ ورسره په زور زنا وکړه او ټوله شپه يې د هغې بېعزتى وکړه او په سحر کښې يې پرېښودله. ۲۶د سحر په رڼا کښې هغه ښځه راغله او د هغه بوډا سړى د کور په دروازه کښې وغورزېدله، چرته يې چې خاوند وو. د نمر راختلو پورې هغه هلته وه. ۲۷سحر د هغې خاوند پاڅېدو او کله چې هغۀ دروازه کولاو کړه چې په خپله مخه لاړ شى، نو هغۀ د کور په مخکښې خپله وينځه وليده چې د دروازې په خولۀ کښې پرَته وه او لاسونه يې درشل ته رسېدلى وُو. ۲۸هغۀ ورته ووئيل، ”پاڅه، راځه چې ځُو.“ خو هغې جواب ورنۀ کړو. نو د هغې لاش يې په خر باندې واچولو او په خپله مخه کور ته روان شو. ۲۹کله چې هغه ورسېدو، نو هغه کور ته دننه لاړو او چاقُو يې راواخستلو. هغۀ د خپلې وينځې لاش واخستلو، دولس ټوټې يې ترې نه جوړې کړې او يوه يوه ټوټه يې د بنى اِسرائيلو دولسو قبيلو له ولېږله. ۳۰هر چا به چې دا وليدل نو وئيل يې، ”د کله نه چې بنى اِسرائيل د مِصر نه راوتلى دى، نو مونږ هيڅکله د داسې کار په حقله نۀ دى اورېدلى او نۀ کله داسې کار شوے دے. مونږ به د دې په حقله سوچ وکړُو. مونږ ته ووايئ چې څۀ وکړُو؟“