تاریخي

د حضرت يشوَع کِتاب - پينځم باب

پينځم باب

۱د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته د اموريانو ټول بادشاهان او د مديترانى د سمندر په غاړه د کنعانيانو ټول بادشاهان خبر شول چې مالِک خُدائ د اُردن سيند تر هغې پورې اوچ کړے وو چې اِسرائيليان ترې نه واوړېدل هغوئ د بنى اِسرائيلو نه دومره ويرېدل چې مرګِ حال شول.

په جِلجال کښې سنت

۲بيا مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”د تېرو کاڼو نه چړې جوړې کړه او اِسرائيليان سنت کړه.“ ۳نو يشوَع هم هغه شان وکړل څنګه چې مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو او هغۀ اِسرائيليان په هغه ځائ کښې سنت کړل چې ورته د سنت غر وئيلے شو. ۴‏-۶کله چې اِسرائيليان د مِصر نه روان شول نو د هغوئ ټول نارينه سنت شوى وُو. خو د هغوئ هغه يو کس هم سنت شوے نۀ وو چې په بيابان کښې د څلوېښتو کالو تېرېدو په دوران کښې پېدا شوى وُو. او کله چې دا موده تېره شوه نو هغه ټول سړى د مالِک خُدائ د نافرمانۍ په وجه مړۀ شول چې د هغوئ عُمر د مِصر نه د تلو په وخت کښې د جنګ کولو وو، نو هم هغه شان وشول لکه څنګه چې هغۀ قسم خوړلے وو چې هغوئ به هغه مُلک ونۀ ګورى چې پئ او شات په کښې ډېر تېر وى او هغۀ د هغوئ پلار نيکۀ سره د دې لوظ کړے وو. ۷د دغه سړو زامن هيڅکله سنت شوى نۀ وُو بلکې دا هغه نوے نسل وو کوم چې يشوَع سنت کړل. ۸د سنت کېدو نه پس ټول نران تر هغې پورې په کېمپ کښې پاتې شُو چې روغ شوى نۀ وُو. ۹مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”نن ما تاسو په مِصر کښې د غلامۍ د شرم نه آزاد کړى يئ.“ او په دې وجه په هغه ځائ جِلجال نوم کېښودے شو چې تر نن ورځې پورې هم په هغه نوم ياديږى. ۱۰کله چې بنى اِسرائيلو د يريحو سره نزدې د جِلجال په مېدان باندې خېمې ولګولې نو هغوئ د هغې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام د فسحې اختر وکړو. ۱۱په ورپسې ورځ هغوئ په اول ځل هغه خوراک وکړو چې په کنعان کښې پېدا شوے وو يعنې وريتې دانې او پتيره روټۍ. ۱۲چې بنى اِسرائيلو د هغه پېداوار په اول ځل وخوړو نو من پرې بند شول او نور من ورته نۀ مِلاوېدل. نو هم د هغه وخت نه هغوئ به هغه څۀ خوړل چې په کنعان کښې پېدا کېدل.

حضرت يشوَع او تُوره په لاس سړے

۱۳يوه ورځ چې يشوَع يريحو سره نزدې وو نو ناڅاپه يې يو سړے تُوره په لاس مخې ته ولاړ وليدو. يشوَع ورنزدې شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ زمونږ ملګرے يې کۀ زمونږ دشمن يې؟“ ۱۴هغۀ جواب ورکړو، ”يو سره هم نۀ يم، زۀ د مالِک خُدائ د لښکر مشر يم.“ يشوَع په زمکه پړمخې پرېوتو او وې فرمائيل، ”صاحِبه زۀ ستا خِدمت کوونکے يم. تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې وکړم؟“ ۱۵د مالِک خُدائ د لښکر مشر هغۀ ته وفرمائيل، ”څپلۍ وباسه ځکه چې تۀ په مقدسه زمکه ولاړ يې.“ او يشوَع هم هغه شان وکړل چې څۀ ورته فرمائيلے شوى وُو.