پېژندګلو

ايُوب ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو

په دې کِتاب کښې مونږ د حضرت ايُوب عليه السلام ډېر تکليفونه مطالعه کوُو. کله چې مونږ سره څۀ بد کيږى نو مونږ دا اندازه نۀ شُو لګولے چې دا راسره ولې کيږى. کۀ حالات ښۀ وى او کۀ بد خو په هر حال کښې ايمان په خُدائ پاک پکار دے او د هغۀ رضا معلومول پکار ده چې په هغه وخت کښې خُدائ پاک زمونږ نه څۀ غواړى. خُدائ پاک تل د ايمان اجر ورکوى، کله کله په دې دُنيا کښې او همېشه په هغه بله دُنيا کښې اجر ورکوى. دا کِتاب په دينى لحاظ سره او په ادبى لحاظ سره يو بې‌مثاله کِتاب دے. د حضرت ايُوب په دې کِتاب کښې مونږ ګورو چې خُدائ پاک د دې اجازت ورکوى چې يو نېک او صالح انسان زيات تکليف وزغمى. د حضرت ايُوب عليه السلام د ايمان د امتحان اجازت خُدائ پاک ځکه ورکړو چې شېطان ورله چيلنج ورکړے وو. او په دې کښې مونږ د خُدائ پاک عظمت، لوئى او آسمانى حکمت وينو چې د دُنياوى حکمت نه ډېر اعلىٰ دے او دا چې د حضرت ايُوب عليه السلام د دوستانو په شان محدود نۀ دے. د ټولو تکليفونو باوجود حضرت ايُوب عليه السلام دا يقين لرلو چې خُدائ پاک ښۀ دے او يواځې په ايمان باندې قائم پاتې شو. په سخت مصيبت کښې هم هغۀ دا اعلان کولو چې زما يقين دے چې زما خلاصونکے ژوندے دے. په آخره کښې خُدائ پاک ټولې خبرې په دې حقيقت ختمې کړې چې صرف هغه هوښيار دے. خُدائ پاک د حضرت ايُوب عليه السلام بهروسه او يقين صحيح ثابت کړو او مونږ ګورو چې حقيقى ايمان هيڅکله تباه کېدے نۀ شى. ستاسو د حفظ کولو دپاره ۱۹:_۲۵ آيت ”زما يقين دے چې زما خلاصونکے ژوندے دے، او چې په آخر کښې به هغه د زمکې دپاسه ودريږى“