د حضرت ايُوب د خپل پېدا کېدو په ورځ باندې لعنت وئيل
۱د هغې نه پس ايُوب خبرې شروع کړې او چې په کومه ورځ باندې هغه پېدا شوے وو په هغې يې لعنت ووئيلو. ۲ايُوب وفرمائيل، ۳”هغه ورځ دې تباه شى چې په کومه ورځ باندې زۀ پېدا شوے وم او چې په کومه شپه زۀ د مور په ګېډه شوے وم نو هغه شپه دې لعنتى شى. ۴هغه ورځ دې تکه توره شى. لوئ خُدائ پاک دې پرې نظر نۀ اچوى، او رڼا دې پرې نۀ راولى. ۵توره دې شى او تکه توره تيارۀ دې پرې راشى. وريځې دې ورباندې پاتې شى، د هغه ورځې تيارۀ دې دا ويروى. ۶تکه توره تيارۀ دې هغه شپه قابو کړى. هغه دې بيا هيڅکله د کال په ورځو کښې نۀ شى شمېرلے او په يوه مياشت کښې دې هم حِساب نۀ کړے شى. ۷او هغه شپه دې شنډه شى، په هغه شپه کښې دې هيڅ خوشحالى نۀ وى. ۸لعنت ويونکى دې هم په هغه ورځ لعنت ووائى، هغه څوک چې په سمندرى بلاګانو راويښولو کښې ماهِر وى. ۹د دې د سحر ستورى دې تور شى، هغه دې د رڼا په طمع وى، خو مِلاو دې ورته نۀ شى، دا دې په سحر کښې د نمر شُغلې ونۀ وينى، ۱۰لعنت دې وى په هغه شپه چې زما د مور حمل يې کېدو ته پرېښودو، او زۀ يې د دې ټولو مصيبتونو دپاره پېدا کړم. ۱۱زۀ د پېدا کېدو په وخت ولې مړ نۀ شوم، او د زيږېدنې په وخت مردار ولې نۀ شوم؟ ۱۲زۀ ولې د مور په غېږ کښې وم، هغې ولې ما له سينه راکړې ده؟ ۱۳کۀ زۀ مړ وے نو خاموش به وے، زۀ به اودۀ وے، او زۀ به په آرام وے ۱۴د دُنيا د بادشاهانو او وزيرانو سره چې هغوئ د خپل ځان دپاره محلونه جوړ کړى وُو او اوس ترې نه کنډرات جوړ دى، ۱۵يا د شهزادګانو سره چې د هغوئ سره سرۀ زر وى، چې هغوئ خپل کورونه د سپينو زرو نه ډک کړى وُو. ۱۶يا زۀ د مړ پېدا شوى ماشوم په شان ولې ښخ نۀ شوم، د هغه ماشوم په شان چې رڼا يې هيڅکله نۀ وى ليدلې؟ ۱۷چرته چې بدعمله خلق تکليف نۀ شى جوړولے، او ستړى خلق په آخر کښې آرام مومى. ۱۸چرته چې قېديان هم په آرام وى، او هغوئ د ظالمانو آواز نۀ اورى. ۱۹غټ او واړۀ هلته دى، او غلامان د خپلو نېکانو نه آزاد دى. ۲۰چې څوک په مصيبت کښې وى هغه ولې ژوندى پرېږدى، او چې د چا ژوند د غمونو نه ډک وى نو هغۀ له ژوند ولې ورکوى؟ ۲۱چې څوک مرګ غواړى، هغۀ له نۀ راځى، هغوئ دا د پټې خزانې نه زيات لټوى، ۲۲کله چې هغوئ مړۀ شى نو ډېر خوشحاله شى، او چې کله قبر له لاړ شى نو هغوئ خوشحاله شى. ۲۳چې څوک لار نۀ شى ليدلے نو هغۀ له رڼا ولې ورکولے شى، څوک چې خُدائ پاک راګېر کړے وى. ۲۴ځکه چې د روټۍ په ځائ ما ته اسويلى راځى، او زما فريادونه د اوبو په شان تويَولے شى. ۲۵چې زۀ د څۀ نه يرېږم نو هغه په ما راځى، او چې د څۀ نه يرېږم نو هغه په ما راغورزيږى. ۲۶زۀ په آرام نۀ يم او نۀ زۀ خاموش يم، زۀ پرېشانه يم، خو زما مصيبت نۀ ختميږى.“