د يروشلم د شکست پېشګوئې
۱هغه پېغام چې د مالِک خُدائ له خوا نه يرمياه ته ورکړے شو کله چې د يهوداه بادشاه صدقياه د مُلکياه زوئ فشحور او د معسياه زوئ صفنياه اِمام يرمياه ته د دې عرض سره ورولېږل چې، ۲”زمونږ دپاره د مالِک خُدائ نه تپوس وکړه ځکه چې د بابل بادشاه نبوکدنضر او د هغۀ لښکر په مونږ حمله کوى، نو کېدے شى چې مالِک خُدائ زمونږ دپاره د وړاندې په شان معجزه وکړى او نبوکدنضر د دې ځائ نه په وتو مجبور کړى.“ ۳بيا يرمياه جواب ورکړو، ”تاسو صدقياه بادشاه ته واپس لاړ شئ او ورته ووايئ چې، ۴مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دا فرمائى چې، زۀ به ستاسو د جنګ وسله کومه چې ستاسو په لاس کښې ده بېکاره کړم او ستاسو خلاف به يې استعمال کړم، کومه چې تاسو د جنګ دپاره د بابل د بادشاه او د بابل د خلقو خلاف به استعمالوئ څوک چې د دېوال نه اخوا دى او په تاسو حمله کوى. نو په حقيقت کښې به زۀ ستاسو دشمنان د دې ښار زړۀ ته راولم. ۵زۀ به په خپله خپل زورَور لاس دراوږد کړم او ستاسو خِلاف به په غصې، قهر، او لوئ غضب سره جنګ وکړم. ۶زۀ به په دې ښار سخته وبا رانازله کړم، زۀ به انسانان او ځناور دواړه مړۀ کړم. ۷مالِک خُدائ فرمائى چې د دې نه وروستو به زۀ صدقياه بادشاه او د هغۀ ټول آفسران او د هغۀ نور خلق کوم چې دې ښار کښې اوسيږى او د وبا، جنګ، او قحط نه ژوندى پاتې شوى وى زۀ به هغوئ نبوکدنضر بادشاه ته او د هغوئ دشمن ته حواله کړم څوک چې د هغوئ ژوند ختمولو پسې ګرځى. هغه به هغوئ په تُوره په بېدردۍ سره مړۀ کړى، او په دوئ باندې به هيڅ قسمه رحم، مينه او نۀ به پرې څۀ زړۀ سواندے ښکاره کړى.“ ۸بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې دې خلقو ته ووايه چې، ”زۀ، مالِک خُدائ ستاسو په وړاندې دوه لارې پېش کوم چې يوه د ژوند او بله د مرګ لاره ده. ۹هر څوک هم چې په دې ښار کښې پاتې شى نو هغه به په جنګ، قحط او يا د وبا په وجه مړۀ شى. خو هر څوک چې بهر ووځى او خپل ځان بابليانو ته حواله کړى چا چې ښار محاصره کړے دے هغوئ به ژوندى پاتې شى، او هغوئ ته به د ژوندون غنيمت ورکړے شى. ۱۰مالِک خُدائ فرمائى چې، ما دا فېصله کړې ده چې زۀ به دا ښار بچ نۀ کړم او افتونه به پرې نازل کړم، نه چې آبادى. دا به د بابل بادشاه ته حواله کړم او هغه به دا ښار په اور تباه کړى.“
د يهوداه د شاهى خاندان عدالت
۱۱ ”د يهوداه شاهى خاندان ته ووايه، د مالِک خُدائ پېغام واورئ، ۱۲اے د داؤد خاندانه، مالِک خُدائ تاسو ته داسې فرمائى، هر سحر د خلقو اِنصاف کوئ د چا نه چې غلا شوې وى او هغوئ ته د ظالمانو د لاس نه خلاصون ورکوئ، ګنې زما غضب به رانازل شى او هر څۀ به لکه د اور په شان وسوزوى او دا به ستاسو د هغه شرارت په وجه داسې بليږى چې هيڅ څوک به يې نۀ شى مړ کولے. ۱۳مالِک خُدائ فرمائى، اے يروشلمه، زۀ به په ذاتى توګه ستاسو خلاف جنګ کوم، تاسو څوک چې په دې وادۍ بره اوسېږئ او په اوچت ګټ پراتۀ يئ، تاسو څوک چې په ډېر فخر سره وايئ، دلته څوک زمونږ خلاف راتلے شى څۀ؟ او زمونږ پناه ګاه ته څوک راننوتلے شى څۀ؟ ۱۴مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به ستاسو د عمل په مطابق چې د څومره سزا قابل يئ هومره درکړم. زۀ به ستا د قلعه ګانو د لرګو په ستنو اور بل کړم او د هغې نه ګېرچاپېره چې هر څۀ وى هغه به وسوزوم.“