د فشحور اِمام سره د حضرت يرمياه لانجه
۱کله چې فشحور د اِمير زوئ څوک چې د مالِک خُدائ په کور کښې مشر اِمام وو، هغه څۀ واورېدل د څۀ چې يرمياه پېشګوئې کوله، ۲نو هغۀ يرمياه نبى راګېر کړلو او په کوړو يې ووهلو او بيا يې هغه پاس د مالِک خُدائ په کور کښې د بنيامين په دروازه کښې د لرګى په کُنده کښې بند کړلو. ۳په بله ورځ کله چې فشحور هغه د کُندې نه آزاد کړو، يرمياه هغۀ ته وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ ستا نوے نوم اېښے دے او د نن نه پس به ستا نوم فشحور نۀ وى بلکې په هر اړخ باندې دهشت. ۴ځکه مالِک خُدائ په خپله دا فرمائى چې، زۀ به په تا او ستا په دوستانو باندې دهشت راولم، او تۀ به په خپلو سترګو سره د هغوئ وژل د دشمنانو د لاسه ووينې. زۀ به د يهوداه ټول خلق د بابل بادشاه ته حواله کړم، څوک چې به د هغوئ نه ځينې بابل ته قېديان بوځى او ځينې به په تُوره قتل کړى. ۵زۀ به د دې ښار ټول مال دولت او د هغوئ ټول قيمتى سامانونه او د يهوداه بادشاه خزانې د هغوئ دشمنانو ته حواله کړم. هغوئ به دا لوټ کړى او بابل ته به يې يوسى. ۶ترڅو چې ستا خبره ده فشحوره، تۀ او ستا مکمل خاندان به هم ونيولے شى او بابل ته به بوتلے شى. هلته به تاسو او ستا هغه ټول دوستان مړۀ او ښخ شى چا ته به چې تا په دروغو پېشګوئې کوله چې هيڅ پرواه مۀ کوئ خير به شى.“
مالِک خُدائ ته د يرمياه شکايت کول
۷اے مالِکه خُدايه، تا زۀ دوکه کړم، او زۀ دوکه شوم. تاسو زورَور يئ او زۀ دې مغلوب کړم. زۀ اوس ټوله ورځ د مسخرو شوم، او هر څوک ما پورې ټوقې او خندا کوى. ۸کله چې هم زۀ خپله خولۀ خلاصوم، نو بيا ضرور زۀ د ظلم او تباهۍ په حقله چغې سورې وهم. ځکه چې زۀ د مالِک خُدائ د کلام په وجه ټوله ورځ کنځل او بدې ردې تېروم او سپکولے شم. ۹خو چې کله زۀ ووايم چې، ”زۀ به د مالِک خُدائ په حقله خبرې نۀ کوم او نۀ به نور د هغۀ پېغام چا ته رسوم،“ نو بيا د هغۀ کلام زما په زړۀ کښې لکه د اور په شان بليږى او هغه اور زما هډوکو ته رسيږى. زۀ په ځان کښې د هغۀ د ايسارولو د کوشش په وجه ډېر ستړے شوے يم او زۀ هغه نۀ شم ايسارولے. ۱۰ما د خپل ځان په حقله د ډېرو خلقو ګونګوسى اورېدلى دى. هغوئ وائى چې، ”هرې خوا ته دهشت دے بس دهشت. راځئ چې د هغۀ اِطلاع ورکړُو. راځئ چې د هغۀ په حقله اِطلاع ورکړُو.“ زما نزدې دوستان هم زما د غورزېدلو په انتظار دى، او هغوئ وائى چې، ”شايد چې هغه دوکه شى، نو بيا به يې راګېر کړُو او د هغۀ نه به خپله بدله واخلو.“ ۱۱بلکې مالِک خُدائ د يو طاقتور جنګيالى په شان ما سره دے، نو بيا څوک هم چې زما د ژوند ختمولو پسې دى هغوئ به هيڅکله هم کامياب نۀ شى، او په خپله به تيندکونه وخورى. هغوئ به ناکاميابه شى او په شرمونو به وشرميږى، د هغوئ دا بېعزتى به هيڅکله د هېرېدلو نۀ وى. ۱۲خو اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، تاسو په خپله صادق سړے وينئ، او تاسو په خپله د انسان د زړۀ او دماغ ژور سوچونه او رازونه آزمايئ. ما خپل خواست تا ته پېش کړے دے نو په دې وجه تاسو زما بدله اخستل ما ته وښايئ. ۱۳د مالِک خُدائ حمد ووايئ. د مالِک خُدائ ثناء صِفت ادا کړئ. هغه غريبانان د شريرانو د لاس نه بچ کوى. ۱۴په هغه ورځ دې لعنت وى په کومه چې زۀ پېدا شوے وم. او هغه ورځ دې مبارکه نۀ وى په کومه ورځ چې زۀ د مور نه پېدا شوم. ۱۵په هغه کس دې لعنت وى چا چې زما د پلار د خوشحالولو دپاره دا زېرے راوړے وو چې، ”ستا زوئ پېدا شوے دے.“ ۱۶هغه سړے دې د هغه ښارونو په شان شى کوم چې مالِک خُدائ په بېرحمۍ سره تباه کړى وُو. هغه دې په سحر کښې د يرې چغې واورى او په غرمه کښې دې د جنګ شور واورى، ۱۷ځکه چې زۀ هغۀ د پېدا کېدو نه وړاندې د مور په ګېډه کښې مړ نۀ کړم، ترڅو چې د هغې ګېډه زما قبر جوړ شوے وے. ۱۸زۀ د مور د خېټې نه ولې دُنيا ته راغلم؟ د دې دپاره پېدا شوم چې په دُنيا کښې تکليفونه او کړاونه وګورم، او چې زما ژوند په بېعزتۍ کښې ختم شى؟