پېژندګلو

هوسيع ‮پېژندګلو

پېژندګلو

د خُدائ پاک مينه د خپلو خلقو دپاره هيڅکله نۀ ناکامه کيږى. او په هغه دوران کښې چې کله مونږ د حضرت هوسيع نبى د کِتاب تلاوت کوُو نو مونږ له دغه مهمه خبره ياد ساتل پکار دى چې د خُدائ پاک مينه ابدى ده. خُدائ پاک لکه د انسانانو په شان نۀ دے چې د وفادارۍ وعده به وکړى او بيا به يې ماته کړى. د بنى اِسرائيلو د بې‌وفايۍ باوجود خُدائ پاک هغوئ سره خپله مينه جارى وساتله او د هغوئ د بحالۍ دپاره به يې هغوئ ته لارې سمولې. په شمالى بادشاهۍ د اسوريانو د فوج د شکست نه مخکښې حضرت هوسيع نبى آخرى پېغمبر وو چې پېشګويانې يې کولې. تر دغه وخته پورې شمالى بادشاهۍ ښۀ د امن، خوشحالۍ، مالدارۍ او کاميابۍ زبردسته تجربه کړې وه، خو د دغه خير خيريت په وخت کښې خلقو د خُدائ پاک فرمانبردارى نۀ کوله بلکې په عېش عشرت اخته وُو. حضرت هوسيع نبى خلقو له خبردارے ورکړو چې خُدائ پاک سره مينه وکړى او د هغوئ منت يې وکړو چې خُدائ پاک سره بيا وفا وکړى. خو اِسرائيل د حضرت هوسيع خبرو ته غوږ ونۀ نيولو نو خُدائ پاک هغۀ ته وفرمائيل چې خپل ژوند د يو داسې مثال په توګه پېش کړه چې خُدائ پاک سره د قوم بې‌وفائى ترې څرګنده شى چې هغوئ يې د خُدائ پاک سره کوى، او ورسره يې هدايات ورکړل چې يوې بې‌وفا ښځې سره وادۀ وکړى. د هغۀ حېرانونکے پېغام دا وو چې هغه پخپله يو مقدس او عظيم شخصيت وو خو بيا هم هغۀ د يوې کنجرې او بې‌وفا ښځې سره وادۀ وکړو. حضرت هوسيع بيا د خُدائ پاک د شکايت چې د اِسرائيل نه وو تشريح وکړه او هغوئ ته يې خبردارے ورکړو چې هغوئ ته به سزا مِلاو شى کۀ چرې هغوئ خُدائ پاک ته راواپس نۀ شول او هغۀ سره وفادار پاتې نۀ شول. په دې کِتاب کښې مونږ د خُدائ پاک لوئ غېرت ګورو چې د خپلو خلقو دپاره يې لرى او هغه مينه ګورو چې هيڅ غېرغماز يې نۀ برداشت کوى. ستاسو د حفظ کولو دپاره ۱۴:_۹ آيت ”د مالِک خُدائ لارې صحيح دى او صادقان خلق په دې روان وى، خو سرکشه به په دې لارو تيندک وخورى او وبه غورزيږى.“