پېژندګلو

عبرانيان ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو

د عبرانيانو د کِتاب بنيادى مقصد دا دے چې په ايماندارانو باندې د دې خبرې زور راوړى چې په خپل ځان کښې د صبر او برداشت ماده پيدا کړى او په حضرت عيسىٰ مسيح باندې په خپل ايمان کښې قائم پاتې شى. د دې کِتاب ليکوال مونږ ته د زړې لوظنامې مطلب د خُدائ پاک د منصوبې په رڼا کښې په حضرت عيسىٰ مسيح کښې ښائى، نو بيا د دې کِتاب ليکونکے حضرت عيسىٰ د خُدائ پاک د زوئ په حيثيت مونږ ته ښکاره کوى چې حضرت عيسىٰ د خُدائ پاک د جلال مظهر او د خُدائ پاک د ذات تصوير دے او ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى. دا کِتاب هم د بنى اِسرائيلو قوم يعنې عبرانيانو ته د دې خبرې وضاحت کوى چې حضرت عيسىٰ مسيح په خپله د خُدائ پاک آخرى کلام دے. نو هيڅ څوک او هيڅ څيز هم د هغۀ دا لوړ مقام نۀ نيولے او نۀ پوره کولے شى نۀ کوم مذهبى رِواج او نۀ کوم مذهبى مشر د هغۀ نه مخکښې کېدے شى. او د دې خط پاتې حِصه د دې خبرې وضاحت کوى چې د حضرت عيسىٰ مسيح په حقله دا هر څۀ رښتيا دى. د دې خط زياته حِصه په دې موضوع رڼا اچوى هغه څۀ چې حضرت عيسىٰ په سولۍ سر ته ورسول دا د هم هغه کارونو او جذباتو آخر وو چې په مقدس کِتاب کښې ورته د سر ته رسولو اِشاره شوې ده. نو چې د دې نه پس بيا نور داسې کارونه ونۀ شى. په دې خط کښې حضرت عيسىٰ د نوى او ښۀ حضرت موسىٰ په حيثيت پېش کړے شوے دے څوک چې خپل قوم د ګناه د غلامۍ نه آزادوى، او يو نوى وعده شوى مُلک ته يې رهنمائى کوى. حضرت عيسىٰ مسيح هغه لوئ اِمام دے چې زمونږ ضعيف او کمزورى نيغ په نېغه د خُدائ پاک د رحم د چترۍ د سورې لاندې راولى. د عبرانيانو مذهبى بصيرت او دارومدار په هغه څيزونو دے کوم چې په جنت کښې موجود دى نو دا د هغې يو تصور او سورے دے. او د ايمان په ميدان کښې حضرت عيسىٰ يو مکمل او پوره حقيقت دے. حضرت عيسىٰ په خپله آخرى منلے شوى قربانى ده نو بيا د دې نه وروستو د پخوانو مذهبى دستورونو قربانو ګنجايش نۀ ليدلے کيږى. دا کِتاب ايماندارانو ته د تکليفونو او مصيبتونو په زمانه کښې ليکلے شوے دے، او په کښې د ايمان نه د اوړېدو په حقله ډېر ځل خبر ورکړے شوے دے او د صبر او استقامت تاکيد په کښې شوے دے. د ټولو نه مشهور باب په کښې يوولسم باب دے. په کوم کښې چې د هغه زبرګانو فهرست دے چا چې په هره موقعه خپل ايمان محفوظ ساتلے دے برداشت يې کړے دے او قائم پاتې شوى دى. دا ټول برکتونه د خُدائ پاک له خوا نه حاصل شوى دى. د حفظ کولو دپاره ۱۲‏:_۱ آيت ”نو په دې وجه بيا چې د ګواهانو دومره لويه ګڼه زمونږ نه چاپېره ده نو راځئ چې مونږ هم هر يو پيټے او هغه ګناه چې مونږ په آسانۍ سره انښلوى د ځان نه لرې کړُو، او راځئ چې په هغه منډه کښې په صبر سره وزغلو چې مونږ له مقرر ده.“