د حضرت اِبراهيم نور اولاد
۱بيا اِبراهيم بله ښځه وکړه، چې د هغې نوم قطوره وو. ۲د هغې نه يې زمران، يُقسان، مِدان، ميديان، اسباق او سوخ پېدا شول. ۳يُقسان د شيبا او د ددان پلار وو او د ددان اولاد اسورى، لطُوسى او لومى وُو. ۴د ميديان زامن عيفه، عِفر، حنوک، ابيداع او اِلدعا وُو. دا ټول د قطوره اولاد وُو. ۵اِبراهيم چې څۀ هم لرل هغه يې اِسحاق له ورکړل، ۶هغۀ په خپل ژوندون کښې هغه زامنو له تُحفې ورکړې چې د هغۀ د وينځو نه پېدا شوى وُو. بيا هغۀ دا زامن د خپل زوئ اِسحاق نه لرې، د نمرخاتۀ مُلک ته ولېږل.
د حضرت اِبراهيم مرګ او ښخېدل
۷چې اِبراهيم د يو سل پينځۀ اوياؤ کالو عُمر ته ورسېدو، ۸نو اِبراهيم ساه ورکړه او ښۀ په پوخ عُمر کښې په حق ورسېدو او د ډېر عُمر سړے وو. ۹د هغۀ زامنو اِسحاق او اِسمٰعيل، د ممرۍ سره نزدې د صحر د زوئ عِفرون حِتى په پټى کښې، د مکفيله په غار کښې ښخ کړو. ۱۰دا هغه پټے وو چې اِبراهيم د حِتيانو نه اخستے وو، اِبراهيم او د هغۀ ښځه ساره دواړه هلته ښخ شُو. ۱۱د اِبراهيم د مرګ نه پس، خُدائ پاک د هغۀ زوئ اِسحاق له برکت ورکړو، چې هغه بيرلحىروۍ ته نزدې اوسېدو.
د حضرت اِسمٰعيل اولاد
۱۲دا د اِبراهيم د زوئ اِسمٰعيل اولاد دے، اِسمٰعيل د هاجِرې مِصرۍ زوئ وو څوک چې د ساره وينځه وه. ۱۳دا د اِسمٰعيل زامن وُو، چې په دې ترتيب سره پېدا شوى وُو، نبايوت، قيدار، ادبئيل، مِبسام، ۱۴مِشماع، دومه، مسا، ۱۵حدد، تيما، يطور، نفيس او قِدمه. ۱۶دوئ د دولسو قبيلو پلاران وُو او د دوئ نومونه د دوئ په کلو او د اوسېدو ځايونو باندې اېښے شوى وُو. ۱۷اِسمٰعيل د يو سل اووۀ دېرشو کالو وو چې ساه يې ورکړه او په حق ورسېدو. ۱۸د اِسمٰعيل اولاد د حويله او شور علاقې په مينځ کښې اوسېدل، دا د اسور په لاره مِصر سره نزدې وو. دوئ د اِبراهيم د نور اولاد نه جدا اوسېدل.
د حضرت عِيسو او حضرت يعقوب پېدا کېدل
۱۹دا د اِبراهيم د زوئ اِسحاق قيصه ده. ۲۰اِسحاق د څلوېښتو کالو وو چې کله هغۀ د رِبقې، د بتواېل لور، د لابن خور سره وادۀ وکړو. دوئ د مسوپتاميه آرامى وُو. ۲۱اِسحاق مالِک خُدائ ته د خپلې ښځې دپاره سوال وکړو، ځکه چې هغه شنډه وه. مالِک خُدائ د هغۀ آواز واورېدو او رِبقه اُميدواره شوه. ۲۲د هغې جوړه بچى پېدا کېدونکى وُو او د پېدا کېدو نه مخکښې دوئ د مور په خېټه کښې په ضد شول. نو هغې د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”په ما داسې ولې کيږى؟“ ۲۳مالِک خُدائ هغې ته وفرمائيل، ”ستا په خېټه کښې دوه قومونه دى، ستا نه دوه پېدا کېدونکى قومونه به د يو بل خِلاف وى. يو به د بل نه طاقتور وى، مشر به د کشر خِدمت کوى.“ ۲۴د هغې د بچو د پېدا کېدو وخت راغلو او د هغې جوړه زامن پېدا شول. ۲۵هغه مشر د رنګه سور وو او د هغۀ څرمن د ببرې چُوغې په شان وه، نو د هغۀ نوم يې عِيسو کېښودو. ۲۶هغه دوېم د عِيسو پونده کلکه نيولې وه، نو د هغۀ نوم يعقوب شو. اِسحاق د شپېتو کالو وو چې دوئ پېدا شول.
د حضرت عِيسو د خپلې مشرۍ حقُونه خرڅول
۲۷هلکان لوئ شول او عِيسو يو تکړه ښکارى شو او د هغۀ بهر ګرځېدل خوښ وُو، خو يعقوب غلے سړے وو چې د کور نه به نۀ وتلو. ۲۸عِيسو په اِسحاق ګران وو، ځکه چې عِيسو به کوم ځناور ښکار کړل نو اِسحاق د دې د خوړلو شوقين وو، خو په رِبقه يعقوب ګران وو. ۲۹يوه ورځ چې کله يعقوب د کُرخو ښوروا پخوله، عِيسو د ښکار نه راغلو. هغه اوږے وو ۳۰او يعقوب ته يې ووئيل، ”زۀ د لوږې نه مرم، ما له لږه دا د سور رنګ ښوروا راکړه.“ نو ځکه د هغۀ نوم ادوم شو. ۳۱يعقوب جواب ورکړو، ”زۀ به دا تا له په دې شرط درکړم کۀ تۀ ما له د خپلې مشرۍ حقُونه راکوې.“ ۳۲عِيسو ووئيل، ”ټيک ده، زۀ مرم، بيا به زما دا مشرتوب ما له څۀ فائده راکړى؟“ ۳۳يعقوب جواب ورکړو، ”اول زما سره دا لوظ وکړه چې تۀ به خپل ټول حقُونه ما له راکوې.“ نو عِيسو ورسره لوظ وکړو او يعقوب ته يې خپل حقُونه ورکړل. ۳۴بيا يعقوب هغۀ له روټۍ او څۀ ښوروا ورکړه. هغۀ خوراک څښاک وکړو او بيا پاڅېدو او لاړو. نو داسې عِيسو د خپلې مشرۍ حقُونو ته سپک وکتل.