خط

د ګلتيانو په نوم د پولوس رسول خط - څلورم باب

۱خو زۀ دا وايم ترڅو چې وارث نابالغه وى، اګر چې هغه د ټول جائېداد مالِک وى، خو ترڅو چې هغه بالغ شوے نۀ وى تر هغې پورې په هغۀ او يو غلام کښې فرق نۀ وى. ۲پلار چې کوم وخت د هغوئ دپاره مقرر کړے دے نو تر هغه وخته پورې به هغوئ د هغه ساتونکى تابعدارى کوى. ۳دغه شان چې مونږ هم کله نابالغه وُو نو مونږ هم د دُنياوى اصُولو غلامان وُو. ۴خو کله چې وخت پوره شو نو خُدائ پاک خپل زوئ راولېږلو چې د ښځې نه پېدا شو او د شريعت د لاندې يې ژوند تېرولو، ۵د دې دپاره چې هغه زمونږ فديه ورکړى او مونږ د شريعت نه آزاد کړى، نو چې په دې سره هغه مونږ د خپل زوئ په حيث قبول کړى. ۶نو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو نو خُدائ پاک د خپل زوئ روح زمونږ زړونو ته راولېږلو کوم روح چې په مونږ کښې دا آواز کوى چې، ”اے ابا، پلاره.“ ۷نو اوس نور تۀ غلام نۀ يې بلکې زوئ يې، او چې زوئ يې نو د خُدائ پاک وارث هم يې.

د ګلتيانو دپاره د پولوس رسول فکرمندى

۸پخوا چې تاسو خُدائ پاک نۀ پېژندو نو تاسو د هغه معبودانو غلامان وئ چې په حقيقت کښې خُدايان نۀ وُو. ۹خو ولې اوس تاسو خُدائ پاک وپېژندلو، بلکې اوس خُدائ پاک تاسو وپېژندلئ، نو بيا تاسو خپلو هغه کمزورو او بې‌فائدې اولنو دُنياوى اصُولو ته ولې راګرځئ؟ او ولې ځان بيا د هغوئ غلام جوړول غواړئ؟ ۱۰تاسو په ډېر غور سره خاص ورځې، مياشتې او مقرر موسمونه او کالونه مناووئ. ۱۱زۀ ستاسو په حقله دا يره محسوسوم هسې نه چې کومه خوارى چې ما په تاسو کړې ده هغه عبث لاړه شى. ۱۲زما وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه زما په شان د شريعت نه آزاد کړئ ځکه چې زۀ هم ستاسو په شان جوړ شوے يم. تاسو ما سره کوم خراب سلوک نۀ دے کړے. ۱۳تاسو ته به ياد وى کوم زيرے چې ما تاسو ته اول اورولے وو په هغه وخت کښې زۀ بيمار وم. ۱۴اګر کۀ زما بيمارۍ تاسو په آزمېښت کښې واچولئ، نۀ خو تاسو زۀ سپک وګڼلم او نۀ مو رانه کرکه وکړه، بلکې زما هرکلے مو لکه د خُدائ پاک د فرښتې او لکه د عيسىٰ مسيح په شان وکړو. ۱۵زۀ د دې خبرې ګواهى ورکوم چې په هغه وخت کښې تاسو ما ته دومره خوشحاله وئ کۀ چرې دا ممکنه وه نو تاسو به د خوشحالۍ نه خپلې سترګې راويستې وې او ما له به مو راکړې وې خو اوس ستاسو هغه خوشحالى څۀ شوه؟ ۱۶نو ولې زۀ تاسو ته د حق وئيلو په وجه اوس ستاسو دشمن شوم؟ ۱۷هغوئ تاسو سره دوستانه کول غواړى خو د نېک مقصد دپاره نه، بلکې هغوئ دا غواړى چې تاسو زما نه جدا کړى د دې دپاره چې تاسو د هغوئ د دوستانې محتاجه شئ. ۱۸دا ښۀ خبره ده چې په نېک کار کښې هر وخت د دوست جوړولو کوشش وکړے شى، نۀ صرف هغه وخت چې کله زۀ تاسو سره موجود يم. ۱۹زما ګرانو بچو، زۀ بيا ستاسو دپاره لکه د ماشوم د پېدا کېدو په درد آخته يم، ترڅو چې تاسو د مسيح په شان شوى نۀ يئ. ۲۰زما دا خواهش دے چې زۀ اوس تاسو سره موجود وے، او خپل د خبرو انداز مې بدل کړے وے ځکه چې زۀ ستاسو په حقله پرېشانه يم.

د بى‌بى ساره او بى‌بى هاجِرې مثال

۲۱تاسو څوک چې د شريعت تابعدارى کول غواړئ، ما ته دا ووايئ چې ولې تاسو په هغه خبره نۀ پوهېږئ څۀ چې شريعت وائى؟ ۲۲نو دا ليکلے شوى دى چې د اِبراهيم دوه زامن وُو، يو د وينځې نه او بل د آزادې ښځې نه وو. ۲۳د وينځې زوئ په عام طور پېدا شو، او د آزادې ښځې زوئ د خُدائ پاک د وعدې په مطابق پېدا شو. ۲۴کۀ چرې مونږ په دې مثال پوهه شُو، دا دواړه ښځې د خُدائ پاک هغه دوه لوظونه ښکاره کوى. اوله ښځه چې هاجِره نوميږى چې هغه د سينا د غرۀ په مثال ده چرته چې خلقو ته شريعت مِلاو شو او هغه يې غلامان کړل. ۲۵هاجِره په عربو کښې د سينا د غرۀ په مثال ده او څوک چې د موجوده يروشلم ښار په شان ده، ځکه چې د خپلو اولادونو سره په غلامۍ کښې ژوند کوى. ۲۶خو هغه بله ښځه ساره د آسمانى يروشلم په شان ده، هغه آزاده ښځه ده، او هغه زمونږ مور ده. ۲۷ځکه چې په صحيفو کښې دا ليکلى دى چې، ”اے شنډې ښځې، خوشحالى وکړه، تا چې کله هم بچى نۀ دى راوړى او تا چې د ماشوم د راوړو درد نۀ دے تير کړے. نو تۀ د خوشحالۍ نه چغې ووهه، ځکه چې شنډه ښځه به د هغې ښځې نه زيات بچى راوړى څوک چې وادۀ شوې وى.“ ۲۸نو ملګرو، اوس تاسو د اِسحاق په شان د خُدائ پاک د وعدې بچى يئ. ۲۹خو څنګه چې په هغه ورځو کښې په عام طور پېدا شوى زوئ د خُدائ پاک د روح په قدرت سره پېدا شوى زوئ وزورولو، نو هم هغه شان خبره اوس هم ده. ۳۰خو صحيفې څۀ وائى چې، ”وينځه او د هغې زوئ وشړئ ځکه چې د وينځې زوئ به د آزادې ښځې د زوئ په ميراث کښې شريک نۀ وى.“ ۳۱نو په دې وجه زما وروڼو او خوېندو، مونږ او تاسو اوس د وينځې بچى نۀ يُو، بلکې د آزادې ښځې بچى يُو.