لوئ پېغمبر

د حضرت حزقى‌ايل نبى کِتاب - پينځۀ څلوېښتم باب

د زمکې تقسيمول

۱”تاسو چې کله زمکه د ميراث په توګه تقسيموئ، تاسو به د زمکې يوه حِصه مالِک خُدائ ته د مقدسې علاقې په توګه وقف کړئ چې د دې اوږدوالے دولس نيم کيلوميټره او پلنوالے يې لس کيلوميټره وى، دا ټوله علاقه په کار دے چې مقدسه وى. ۲په دې کښې به يوه حِصه چې اتۀ سوه پينځۀ اويا مربع فټه ده دا به د مقدس ځائ دپاره وى، چې د دې ګېرچاپېره اووۀ اتيا نيم فټه به د کولاو مېدان دپاره وى. ۳په مقدسه علاقه کښې، د يوې برخې اوږدوالے دولس نيم کلوميټره او پلنوالے پينځۀ کلوميټره به وى، په دې کښې به د ټولو نه زيات مقدس ځائ مقدس کور وى. ۴دا به د اِمامانو دپاره د زمکې مقدسه حِصه وى، څوک چې په مقدس کور کښې او د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوى. دا به د هغوئ د کورونو دپاره ځائ وى او هم به د خُدائ د کور دپاره مقدس ځائ وى. ۵دولس نيم کيلوميټره اوږده او پينځۀ کيلوميټره پلنه علاقه به د هغه ليويانو وى، څوک چې د مالِک خُدائ په کور کښې خِدمت کوى، دا به د هغوئ د ښارونو دپاره جائيداد وى چې په کښې اوسيږى. ۶تاسو به ښار ته د جائيداد په توګه درې کيلوميټر پلنه او دولس نيم کيلوميټره اوږده علاقه ورکړئ، د مقدسې حصې سره خوا په خوا، دا به د ټولو بنى اِسرائيلو وى.“

د شهزاده دپاره زمکه

۷”شهزاده به د مقدسې علاقې او د ښار د جائيداد سره دواړو خواګانو ته برخه واخلى. دا به مغرب نه مغرب او مشرق نه مشرق طرف ته غزېدلې وى. په اوږدو به دا د مغرب نه تر مشرق پورې سرحدى قبائيلى علاقو سره برابره پرته وى. ۸په بنى اِسرائيلو کښې به دا زمکه د هغۀ ملکيت وى. او زما شهزادګان به نور زما په خلقو ظلم نۀ کوى، خو د بنى اِسرائيلو قوم ته به اجازت ورکړى چې د خپلو قبيلو پاتې شوې زمکه قبضه کړى.“

د شهزاده دپاره احکامات

۹”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، تاسو کافى لرې لاړئ، اے د بنى اِسرائيلو شهزادګانو. خپل شرارت او ظلم پرېږدئ او هغه څۀ وکړئ څۀ چې د اِنصاف او د صداقت وى. زما د خلقو نه د زمکو قبضه کول بند کړئ، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. ۱۰تاسو له په کار دى چې صحيح تله، صحيح پېمانه او صحيح پاويزه استعمال کړئ. ۱۱حومر دې ستاسو دپاره د ناپ تول معيارى پېمانه وى. ايفه او بَت دواړه د حومر لسمه حِصه ده. ۱۲د تول دپاره معيارى پېمانه به د سپينو زرو سيکه وى او يوه سيکه به شل جيرې وى. او شپېتۀ سيکې به د يوې منا په اندازه وى.“

نذرانې او مقدسې ورځې

۱۳”دا هغه خاص تحفه ده چې تاسو به يې پېش کړئ يعنې، د ايفه شپږمه حِصه د غنمو د هر يو حومر نه او د ايفه شپږمه حِصه د اوربشو د هر يو حومر نه پېش کړئ. ۱۴د تېلو مقرر شوې حِصه، چې په بَت ناپ شوى وى، دا به د هر کُر نه د يو بَت لسمه حِصه وى، په دې کښې لس بَته يا يو حومر وى او لس بَته د يو حومر برابر وى. ۱۵هم داسې به د بنى اِسرائيلو د څرن د ځائ نه، د دوو سوو ګډو د رمې نه يو ګډ واخستلے شى. دا به د غلې د نذرانې، سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ د نذرانې دپاره استعمال کړئ او د خلقو دپاره يې کفاره کړئ، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى. ۱۶د مُلک ټول خلق به په دې خاصو هديو کښې حِصه د اِسرائيل د شهزاده د استعمال دپاره ورکړى. ۱۷دا به د شهزاده ذمه وارى وى چې سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې او د څښلو نذرانې په اخترونو، نوې مياشت او په سبت کښې او د بنى اِسرائيل قوم په ټولو مقرر شوو مېلو کښې پوره کړى. هغه به د ګناه نذرانې، د غلې نذرانې، سوزېدونکې نذرانې، او د سلامتۍ نذرانې پوره کړى، او د بنى اِسرائيلو قوم دپاره به يې کفاره کړى.“

اخترونه

۱۸”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، د وړومبۍ مياشتې په اوله ورځ تاسو به يو ځوان غوَيے چې بې‌عېبه وى واخلئ او مقدس ځائ به پاک کړئ. ۱۹اِمام به لږه وينه د ګناه د نذرانې نه راواخلى او دا به د خُدائ د کور د دروازې په درشل واچوى، د قربان‌ګاه د برنۍ حصې په څلور واړو ګوټونو، او د خُدائ د کور د دننه دربار په چوکاټونو به يې واچوى. ۲۰تاسو به هم داسې د مياشتې په اوومه ورځ د هغه چا دپاره وکړئ د چا نه چې غېر ارادې يا په ناپوهۍ کښې ګناه وشى، نو تاسو به د خُدائ د کور دپاره کفاره پېش کړئ. ۲۱تاسو د وړومبۍ مياشتې په څوارلسمه ورځ د فسح اختر شروع کړئ، دا اختر به د اوو ورځو دپاره وى، په دې دوران کښې به تاسو بغېر د خمبيرې روټۍ خورئ. ۲۲په هغه ورځ به شهزاده يو غوَيے د خپلې ګناه او د خلقو د ګناه د کفارې دپاره پېش کړى. ۲۳مالِک خُدائ ته به هغه هره ورځ د اختر د دې اوو ورځو په دوران کښې اووۀ غوَيان او اووۀ ګډان چې ټول بې‌عېبه دى د سوزېدونکې نذرانې دپاره پېش کوى او نر چېلے به د ګناه د نذرانې دپاره پېش کوى. ۲۴هغه به هر غوَيى او ګډ سره يوه ايفه د غلې نذرانه پېش کوى، هر ايفه سره به څلور ليټره تېل هم پېش کوى. ۲۵د اختر د دې اوو ورځو په دوران کښې، کوم چې د اوومې مياشتې په پينځلسمه ورځ شروع کيږى، هغه به هم داسې نذرانې د ګناه د نذرانې، د سوزېدونکې نذرانې، د غلې او د تېلو نذرانې پېش کړى.“