پوهه او شاعرى

د معلِم کِتاب - دولسم باب

۱هم په ځوانۍ کښې خپل خالِق ياد ساته، د هغې نه مخکښې چې د مصيبت ورځې راشى، او هغه کلونه راشى او تۀ پکښې ووائې چې، ”د ژوند هيڅ مزه نشته.“ ۲هغه ياد ساته، د دې نه مخکښې چې د نمر، سپوږمۍ او د ستورو رڼا تا ته تته ښکاره شى او د باران نه پس بيا وريځې راواپس شى. ۳د هغې نه مخکښې چې ستا د کور څوکيداران په ريږدېدو شى، او ستا طاقتور سړى راکونټى شى، او ستا د مېچنې کولو والا ښځې کار پرېږدى ولې چې هغوئ لږې دى، او هغه زنانه چې د کړکو نه ګورې د هغوئ نظر کم دے. ۴د هغې نه مخکښې چې د کوڅې دروازې بندې شى او د مېچنې آواز په مزه شى، او تۀ د مارغانو په اولنو سندرو راپاڅې خو بيا د هغوئ ټولې سندرې په تا په مزه لګى. ۵د هغې نه مخکښې چې تۀ د اوچتو ځايونو او د کوڅو د خطرو نه يرېږې. د هغې نه مخکښې چې ستا وېښتۀ سپين شى داسې لکه چې د بادامو ګلونه کولاو شى، او تۀ د پښو نه پاتې شې داسې لکه مُلخ پښې راکاږى، او ستا شهوت ختم شى. هغه ياد ساته، د هغې نه مخکښې چې ستا پښې په قبر کښې وى کوم چې به ستا ابدى کور وى، او کله به چې خلق ستا په جنازه کښې وير کوى. ۶د هغې نه مخکښې چې د سپينو زرو زنځير وشليږى، د سرو زرو لوښے ټوټې ټوټې شى، او چينې سره د اوبو بوقه به وشليږى او د کوهى سَرخۍ ماته شى. ۷بيا به خاوره واپس خاورې شى او روح به خُدائ پاک له واپس لاړ شى، چا چې هغه ورکړے وو. ۸نو معلِم وائى، ”هر څۀ بې‌معنې دى، دا هر څۀ بې‌معنې دى.“

نتيجه

۹معلِم په خپله هوښيار وو او خلقو له يې هم د عِلم تعليم ورکولو. هغۀ په ډېرو متلونو باندې غور او فکر کولو او ترتيب وار يې جمع کړل. ۱۰د معلِم کوشش دا وو چې خوږې خبرې ولټوى، او ديانتدارۍ سره رښتينى خبرې وليکى. ۱۱د هوښيارانو خبرې د تېرو چُوکو په شان دى، د جمع شوى متلونو خبرې د چُوکو په څوکه کښې د مېخونو په شان دى چې يو شپون يې د ګډو د بوتلو دپاره استعمالوى. ۱۲خو زما زويه، د دې نه علاوه هم خبردار اوسه. د ډېرو کتابونو د ليکلو سلسله به هيڅکله نۀ ختميږى او ډېره مطالعه وجود ستړے کوى. ۱۳راځئ چې اوس په آخر کښې د ټول تعليم په خُلاصه باندې غور وکړُو. د خُدائ پاک نه يرېږه او د هغۀ په حُکمونو عمل کوه، دا په هر انسان فرض دى. ۱۴ځکه چې خُدائ پاک به راسره د هر يو عمل عدالت کوى، کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد او په دې کښې پټ څيزونه هم شامل دى.