د قحطۍ د مُلخانو په حقله رويا
۱قادر مطلق خُدائ ما ته په رويا کښې دا وښودل چې، هغۀ د قحطۍ مُلخانو لښکرې د حملې دپاره تيارولې. دا په هغه وخت کښې وشول کله چې د بادشاه د برخې وړومبے فصل رېبلے شوے وو او د دوېم فصل د راختلو وخت وو. ۲ما په خپله رويا کښې وليدل چې د قحطۍ مُلخانو د زمکې ټول شينکے وخوړلو، نو بيا ما ووئيل چې، ”اے قادر مطلق خُدايه مونږ معاف کړه، ګنې مونږ به ژوندى پاتې نۀ شُو، ځکه چې د بنى اِسرائيلو قوم ډېر وړوکے دے.“ ۳نو مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه، چې، ”داسې به بيا کله ونۀ شى،“ مالِک خُدائ وفرمائيل.
د اور په حقله رويا
۴نو قادر مطلق خُدائ ما ته بله رويا وښودله، په رويا کښې ما وکتل چې هغه تيارے کوى چې خپلو خلقو له د غټ اور په ذريعه سزا ورکړى. هغه اور د سمندر بېخ وسوزولو او ټوله زمکه يې تباه کړه. ۵نو بيا ما چغې کړې، ”اے قادر مطلق خُدايه زۀ تا ته زارى کوم، بس کړه. ګنې مونږ به ژوندى پاتې نۀ شُو، ځکه چې د بنى اِسرائيلو قوم ډېر کمزورے دے.“ ۶نو مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه، چې، ”داسې به بيا کله ونۀ شى.“ مالِک قادر مطلق خُدائ دا وفرمائيل.
د سال په حقله رويا
۷نو بيا ما ته مالِک خُدائ يوه بله رويا وښودله. په دې کښې ما وليدل چې مالِک خُدائ د يو داسې دېوال په خوا کښې ولاړ وو چې د سال سره جوړ وو او د هغۀ په لاس کښې سال وو. ۸او مالِک خُدائ زما نه تپوس وکړو چې، ”عاموسه، تا ته څۀ ښکارى؟“ نو ما ورته جواب ورکړو چې، ”سال.“ بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”وګوره، زۀ د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې سال لګوم، زۀ به نور د هغوئ ګناهونه پرې نۀ ږدم. ۹په کومو علاقائى عبادتخانو کښې چې د اِسحاق اولاد عبادت کولو هغه به تباه شى او د بنى اِسرائيلو مقدس ځايونه به هم کنډرې شى، او زۀ به د يربعام خاندان نيست و نابود کړم.“
عاموس او امصياه
۱۰نو بيا د بيتايل اِمام امصياه د اِسرائيل بادشاه يربعام له دا خبر ورولېږلو چې، ”عاموس د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې ستا خلاف سازشونه جوړوى. د هغۀ وينا د برداشت نه بهر ده. ۱۱ځکه چې عاموس داسې فرمائى چې، يربعام به په تُوره مړ شى، او بنى اِسرائيل به د خپل مُلک نه پردى مُلک ته جلاوطن کړے شى.“ ۱۲بيا امصياه عاموس ته ووئيل، ”اے رويا کتونکيه، دلته نه اوځه. او واپس د يهوداه مُلک ته لاړ شه. هلته خپل رزق وګټه او هلته خپلې پېشګويانې کوه. ۱۳دلته په بيتايل کښې نورې پېشګويانې مۀ کوه، ځکه چې بادشاهى محل او بادشاهى عبادتخانه دلته ده.“ ۱۴خو عاموس امصياه ته جواب ورکړو، ”نۀ زۀ پېغمبر يم او نۀ د پېغمبر زوئ يم، زۀ صرف يو شپون يم او د اينځر د ونو خيال هم ساتم. ۱۵خو مالِک خُدائ زۀ د شپونتوب نه راروان کړم او حُکم يې راکړو چې، لاړ شه او زما خلقو اِسرائيل ته پېشګوئې وکړه. ۱۶نو بيا اوس د مالِک خُدائ کلام ته غوږ شه. تۀ وائې چې، د بنى اِسرائيل خلاف پېشګوئې مۀ کوه. او د اِسحاق د قوم خلاف تبليغ بند کړه. ۱۷نو په دې وجه مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ستا ښځې نه به د ښار کنجره جوړه شى، او ستا زامن او لوڼه به په تُوره مړۀ شى. ستا مُلک به ناپ کړے شى او تقسيم به شى، او تۀ به په خپله په يو ناپاک مُلک کښې مړ شې. او بنى اِسرائيل به د خپل مُلک نه پردى مُلک ته جلاوطن کړے شى.“