تاریخى

اعمال د رسولانو - نهم باب

د ساؤل په حضرت عيسىٰ ايمان راوړل

۱په دې دوران کښې ساؤل لا اوس هم د مالِک مريدانو ته د قتل دهمکيانې ورکولې. هغه مشر اِمام له لاړو ۲او دا خواست يې ورته وکړو چې د دمشق د عبادتخانو په نوم اجازت نامه ورکړى کۀ هغه څۀ داسې ښځې يا سړى پېدا کړى چې د دې لارې منونکى وى نو هغه به يې يروشلم ته لاس تړلې راولى. ۳هغه لا په لاره وو او دمشق ته ورنزدې شوے وو چې ناګهانه د هغۀ نه ګېرچاپېره د آسمان نه رڼا وځلېده. ۴هغه په زمکه راپرېوتو او يو آواز يې واورېدو چې ورته يې ووئيل، ”ساؤله، ساؤله، تۀ ما ولې زوروې؟“ ۵ما جواب ورکړو چې، ”مالِکه، تۀ څوک يې؟“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زۀ عيسىٰ ناصرى يم چې تۀ يې زوروې. ۶خو اوس پاڅه او ښار ته لاړ شه او درته به وښودلے شى چې تا ته څۀ کول په کار دى.“ ۷هغه سړى چې د ساؤل سره په سفر کښې ملګرى وُو، هغوئ غلى ودرېدل. هغوئ آواز واورېدو خو څوک يې ونۀ ليدل. ۸نو ساؤل د زمکې نه راپورته شو، خو کله چې هغۀ خپلې سترګې کولاو کړې نو څۀ ورته نۀ ښکارېدل، نو د هغۀ ملګرو هغه د لاسه ونيولو او دمشق ته يې بوتلو. ۹هغه تر درېو ورځو پورې ړوند وو او خوراک څښاک يې نۀ کولو. ۱۰نو په دمشق کښې د عيسىٰ يو مريد وو او نوم يې حنانياس وو. مالِک هغۀ ته په رويا کښې آواز وکړو، ”اے حنانياس.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ حاضر يم.“ ۱۱مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”پاڅه او هغه کوڅې ته لاړ شه چې ورته نېغه وئيلے شى او د يهوداه په کور کښې د ترسس د يو سړى تپوس وکړه چې نوم يې ساؤل دے، اوس هغه ما ته دُعا کوى. ۱۲ساؤل رويا وليدله چې حنانياس نومې سړے دننه راځى او د هغۀ په سر به خپل لاس کېږدى او نظر به يې راشى.“ ۱۳خو حنانياس جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ د دې سړى او د هغۀ د ټولو ظلمونو نه خبر يم هغۀ چې کوم ستا د مقدسينو سره په يروشلم کښې کړى دى. ۱۴او هغه د مشرانو اِمامانو نه دې اختيار سره دلته راغلے دے چې هغه ټول خلق ګرفتار کړى څوک چې ستا نوم يادوى.“ ۱۵خو مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”تۀ لاړ شه ځکه چې دا سړے ما غوره کړے دے څوک چې به غېرو يهوديانو او د هغوئ بادشاهانو او بنى اِسرائيلو ته زما نوم بيان کړى. ۱۶او زۀ به په خپله هغۀ ته وښايم چې هغه به زما د نوم د خاطره څومره تکليف وزغمى.“ ۱۷نو بيا حنانياس روان شو او هغه کور ته ورننوتو او د ساؤل په سر يې خپل لاس کېښودو او وې وئيل چې، ”زما وروره ساؤله، کله چې تۀ دلته راروان وې کوم مالِک عيسىٰ چې تا ته په لارې خپل ځان څرګند کړو، هغۀ زۀ تا له رالېږلے يم چې ستا نظر دوباره راشى او تۀ د روحُ القُدس نه معمور شې.“ ۱۸او سمدستى لکه د پوټکى په شان څيز د ساؤل د سترګو نه لرى شو او هغه واپس بينا شو. بيا هغه پاڅېدو او بپتسمه يې واخسته. ۱۹او د روټۍ خوړلو نه پس د هغۀ په وجود کښې طاقت راغلو. بيا ساؤل په دمشق کښې يو څو ورځې د عيسىٰ مريدانو سره پاتې شو.

په دمشق کښې د ساؤل بيان

۲۰نو هغۀ سمدستى په عبادتخانو کښې بيان شروع کړو چې عيسىٰ د خُدائ پاک زوئ دے. ۲۱هغوئ ټولو چې د هغۀ واورېدل نو حق حېران شول او وې وئيل چې، ”دا هغه سړے نۀ دے چا چې په يروشلم کښې هغه خلق وژل چې د عيسىٰ نوم به يې اخستلو؟ او ولې دے دلته د دې دپاره نۀ دے راغلے چې دغه خلق ګرفتار کړى او مشر اِمام ته يې لاس تړلى بوځى؟“ ۲۲خو ساؤل په خبرو نور هم تکړه کېدو او د دمشق يهوديان يې په خپلو مضبوطو دلائيلو خاموشه کول چې عيسىٰ هم مسيح دے. ۲۳د ډېرو ورځو تېرېدو نه وروستو يهوديان راغونډ شول او د ساؤل د مرګ سازش يې وکړو. ۲۴هغوئ شپه او ورځ د ښار د دروازو څوکۍ کوله، د دې دپاره چې هغه قتل کړى. خو ساؤل د هغوئ په سازش پوهه شو ۲۵او د هغۀ مريدانو هغه شپه په شپه د ښار په دېوال په يوه بانګۍ کښې لاندې کوز کړو.

ساؤل په يروشلم کښې

۲۶کله چې ساؤل يروشلم ته راورسېدو نو هغۀ کوشش وکړو چې مريدانو سره يو ځائ شى خو هغوئ ټول د هغۀ نه يرېدل ځکه چې د هغوئ په دې يقين نۀ راتلو چې هغۀ ايمان راوړے دے. ۲۷خو برنباس هغه بوتلو او رسولانو له يې راوستو. هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ساؤل په سفر کښې مالِک څنګه وليدو او مالِک هغۀ سره خبرې څنګه وکړې، او هغۀ په دمشق کښې په زړۀ ورتيا سره د عيسىٰ په نوم بيان څنګه وکړو. ۲۸بيا ساؤل د هغوئ سره پاتې شو او په يروشلم کښې د هغوئ سره آزاد ګرځېدو، او هغۀ ښۀ په زړۀ ورتيا د مالِک په نوم بيان کولو. ۲۹هغۀ د يونانى يهوديانو سره بحث مباحثه کوله، خو هغوئ د هغۀ د وژلو کوشش وکړو. ۳۰کله چې ايمانداران د دې نه خبر شول نو هغوئ هغه تر قيصريه پورې بوتلو او ترسس ته يې ولېږلو. ۳۱په دې دوران کښې په ټوله يهوديه، ګليل او سامريه کښې جماعتونه په امن وُو او دا نور هم مضبوطېدل او د مالِک په يره کښې يې د روحُ القُدس په مدد سره ترقى موندله او د هغوئ شمېر زياتېدو.

اينياس ته شفا ورکول

۳۲پطروس په ټول مُلک کښې ځائ په ځائ ګرځېدو او هغه د مقدسينو د ليدو دپاره د لدې کلى ته هم لاړو. ۳۳هلته هغۀ اينياس نومې سړے وليدلو چې د اتو کالو راسې په کټ کښې شل پروت وو. ۳۴پطروس هغۀ ته ووئيل چې، ”اينياسه، عيسىٰ مسيح تا له شفا درکوى. پاڅه او بستره دې ونغاړه.“ او اينياس سمدستى پاڅېدلو. ۳۵هغه خلق چې په لده او شارون کښې اوسېدل هغوئ هغه وليدو او په مالِک يې ايمان راوړو.

د ډورکاس بيا ژوندى کېدل

۳۶په يافا کښې تبيتا نومې يوه مريده وه چې په يونانۍ کښې ورته ډورکاس يعنې هوسۍ وائى، هغې همېشه نېک کارونه کول او د غريبانانو مدد به يې کولو. ۳۷په دغه وخت کښې هغه ناجوړه شوه او مړه شوه او د هغې مړى له غسل ورکړے شو او د هغې لاش يې پاس په بالاخانه کښې کېښودو. ۳۸د لدې کلے د يافا سره نزدې وو نو کله چې مريدانو واورېدل چې پطروس په لده کښې دے، هغوئ ورپسې دوه سړى ورولېږل او خواست يې ورته وکړو چې، ”مهربانى وکړه زر تر زره مونږ ته ځان راورسوه.“ ۳۹نو بيا پطروس هغوئ سره روان شو او کله چې هغه هلته ورسېدو نو پاس بالاخانې ته يې بوتلو. نو ټولې کونډې ښځې پاس بالاخانې ته راټولې شوې وې او په ژړا يې ورته هغه قميصونه او جامې وښودې کومې چې ډورکاس لا ژوندۍ وه نو دوئ له يې جوړې کړې وې. ۴۰خو پطروس هغوئ ټولې کمرې نه بهر کړې او هغه په سجده شو او دُعا يې وغوښته، بيا هغۀ مړې ښځې ته مخ راواړولو او وې وئيل چې، ”تبيتا، پاڅه.“ هغې خپلې سترګې وغړولې او چې پطروس يې وليدلو نو نېغه کښېناسته. ۴۱پطروس هغې له لاس ورکړو او هغه يې په پښو ودروله، بيا هغۀ مقدسين او کونډې ښځې راوغوښتې او هغوئ ته يې وښودله چې ژوندۍ ده. ۴۲دا خبره په ټوله يافا کښې خوره شوه او ډېرو خلقو په مالِک ايمان راوړو. ۴۳نو پطروس څۀ وخت دپاره په يافا کښې د شمعون نومې موچى سره پاتې شو.