تاریخى

اعمال د رسولانو - اوويشتم باب

د پولوس رسول روم طرف ته سفر

۱کله چې دا فېصله وشوه چې مونږ به اِټلى ته په سمندرى جهاز کښې ځو نو پولوس او څۀ نور قېديان د قيصر د پلټنې يو صوبه دار يوليوس ته وسپارلے شول. ۲بيا مونږ د ادرمتيم ښار په يوه کشتۍ کښې کښېناستو چې د آسيه د صوبې بندرګاهو ته تلو او په سمندر کښې روان شُو. زمونږ په ملګرو کښې د تِسالونيکيه يو مِکدونى سړے وو چې نوم يې اريسترخوس وو. ۳په بله ورځ مونږ په صيدا کښې کوز شُو او يوليوس ډېر په مهربانۍ پولوس ته اجازت ورکړو چې خپلو دوستانو ته ورشى نو چې هغوئ د هغۀ ضرورتونه پوره کړى. ۴چې د هلته نه روان شُو نو په سمندر کښې د تېزې سيلۍ په وجه مونږ د قبرص د جزيرې په ژۍ ژۍ کښې لاړو ځکه چې هلته هوا کمه لګېده. ۵د کلکيه او د پمفوليه د سمندر نه د تېرېدو نه وروستو مونږ په لکيه کښې ميره نومې ښار ته راغلو. ۶هلته صوبه دار د اسکندريه يو جهاز وموندلو چې اِټلى ته روان وو او مونږ يې په کښې سوارۀ کړو. ۷تر ډېرو ورځو پورې مونږ ډېر ورو ورو تلو او کنيدوس ته په ډېر تکليف ورسېدو. او چې هوا زمونږ مخالف وه نو مونږ د کريت په ژۍ ژۍ کښې سلمونې ته لاړو. ۸په مشکل سره مونږ د سمندر په غاړه تلو، بيا مونږ يو ځائ ته راغلو چې نوم يې ښائسته بندرګاه وه چې د لسيه ښار سره نزدې وو. ۹اوس کافى وخت تېر شوے وو او په سمندرى سفر تلل خطرناک وُو ځکه چې روژه هم تيره شوې وه. نو پولوس هغوئ ته دا مشوره ورکړه ۱۰او وې وئيل چې، ”اے عزتمندو، ما ته ښکارى چې دا سفر به خطرناک وى او دا به يو لوئ نقصان وى، نۀ صرف د جهاز او د سامان بلکې زمونږ د ژوند تاوان به هم وى.“ ۱۱خو پولوس چې څۀ ووئيل نو صوبه دار د هغې په ځائ د ماڼکى او د جهاز د مالِک رايه زياته بهتره وګڼله. ۱۲ځکه چې هغه بندرګاه د ژمى د موسم د تېرولو دپاره مناسب نۀ وه نو ډېرو خلقو د سمندر د سفر رايه خوښه کړه او اُميد يې وو چې فنيکس ته به ورسيږى او هلته به ژمے تير کړى، دا د کريت د جزيرې يوه بندرګاه ده چې مخ يې جنوب مغرب ته او شمال مغرب ته دے.

په سمندر کښې طوفان

۱۳کله چې د جنوب نه نرۍ هوا راوالوته نو هغوئ ګُمان وکړو چې هغوئ خپل مقصد تر سره کولے شى، نو لنګر يې پورته کړو او غاړې ته نزدې د کريت په ژۍ ژۍ کښې روان شول. ۱۴خو ډېر وخت نۀ وو تېر شوے چې يوه طوفانى هوا د جزيرې نه راوالوته چې ورته شمال مشرقى هوا وائى. ۱۵نو چې جهاز ګېر شو او په طوفان کښې مخکښې نه شو تلے، نو مونږ ورته لاره ورکړه او هوا سره روان شُو. ۱۶مونږ د کاوده نومې يوې ورکوټې جزيرې په ژۍ ژۍ کښې لاړو او هلته مو په مشکل سره د جهاز کِشتۍ قابو کړه. ۱۷جهاز ته يې د خېژولو نه وروستو د حفاظت دپاره کشتۍ په پړو وتړله، بيا هغوئ په دې يرېدل چې هسې نه د سرتيس په شګو کښې ونښلى، نو هغوئ سمندر ته لنګر ورکوز کړو او جهاز يې د هوا په مخ روان کړو. ۱۸په بله ورځ چې ډېر سخت طوفان وو نو هغوئ د جهاز نه بوج کمولو دپاره سامان غورزول شروع کړل. ۱۹او په درېمه ورځ يې د جهاز آوزار په خپلو لاسونو وغورزولو. ۲۰کله چې تر ډېرو ورځو، نۀ نمر ښکارېدو او نۀ ستورى، بلکې سخت طوفان چلېدو نو آخر زمونږ د بچ کېدو ټول اُميد هم ختم شو. ۲۱هغوئ د ډېرو ورځو نه بې‌خوراکه وُو، نو پولوس د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او وې وئيل چې، ”اے عزتمندو، تاسو ته په کار وو چې د کريت نه د سفر د نۀ کولو په حقله زما خبره مو منلے وے، نو د دې نقصان او تاوان نه به بچ شوى وئ. ۲۲خو اوس زۀ درته نصيحت کوم چې زړونه مۀ بائيلئ ځکه چې په تاسو کښې به هيڅ څوک هم مړ نۀ شى خو صرف جهاز به غرق شى. ۲۳ځکه چې بيګاه د هغه خُدائ پاک د چا چې زۀ يم او د چا چې زۀ عبادت کوم، د هغۀ يوه فرښته ما سره ودرېدله ۲۴او هغې راته ووئيل چې پولوسه، يرېږه مه، تۀ ضرور د قيصر په وړاندې ودرېږه، او څوک چې تا سره په جهاز کښې دى، خُدائ پاک به ستا د خاطره هغوئ بچ کړى. ۲۵نو اے سړو، خپله حوصله په ځائ کړئ. ځکه چې زما په خُدائ پاک ايمان دے چې څنګه چې ما ته وئيلے شوى دى، بلکل هم داسې به وشى. ۲۶خو مونږ به ضرور د يوې جزيرې په غاړه وغورزولے شُو.“ ۲۷کله چې څوارلسمه شپه راغله او مونږ لا د ادريه په سمندر کښې په جهاز کښې يو خوا بل خوا روان وُو چې په نيمه شپه د جهاز ماڼکيانو دا محسوسه کړه چې زمکه رانزدې کيږى، ۲۸نو هغوئ اندازه واخسته او ژوروالے يې څلوېښت ګزه وختلو. او لږ ساعت پس يې چې بيا اندازه واخسته نو دېرش ګزه وه. ۲۹هغوئ يرېدل چې هسې نۀ چې جهاز د ګټانو سره ډغره وخورى، نو د شا طرف نه هغوئ څلور لنګرونه واچول او د سحر کېدو دپاره يې دُعا وکړه. ۳۰خو ماڼکيانو د جهاز نه د تښتېدلو کوشش کولو. هغوئ د جهاز نه کِشتۍ سمندر ته کوزه کړه او بهانه يې وکړه چې مونږ د جهاز د څوکې نه لنګرونه اچوو. ۳۱نو پولوس صوبه دار او سپاهيانو ته ووئيل چې، ”کۀ دا سړى په جهاز کښې پاتې نۀ شى نو په تاسو کښې به يو کس هم بچ نۀ شى.“ ۳۲نو سپاهيانو د کِشتۍ پړى پرېکړل او کولاو يې پرېښودله چې ځى. ۳۳د سحر کېدو نه لږ وړاندې پولوس ټولو ته منت وکړو چې څۀ وخورئ. هغۀ ووئيل چې، ”د تېرو څوارلسو ورځو نه تاسو په شک کښې وئ او بې‌خوراکه وئ او تاسو هيڅ هم نۀ دى خوړلى. ۳۴نو ځکه زۀ تاسو ته خواست کوم چې څۀ لږ خوراک وخورئ، ځکه چې دا ستاسو د ژوندى پاتې کېدو دپاره اهم دى، او ستاسو د سرونو نه به يو وېښتۀ قدرې هم ورک نۀ شى.“ ۳۵د دې وينا نه وروستو هغۀ روټۍ راواخستله او د هغوئ ټولو په وړاندې يې د خُدائ پاک شُکر پرې ووئيلو، هغۀ دا ماته کړه او په خوراک يې لاس پورې کړو. ۳۶بيا هغوئ ټول زړَور شول او په خپله يې خوراک وکړو. ۳۷مونږ ټول په جهاز کښې دوه سوه شپږ اويا کسان وُو. ۳۸هغوئ د مړېدلو نه وروستو د جهاز د وزن سپکولو دپاره غنم سمندر ته ورګزار کړل.

د جهاز تباه کېدل

۳۹کله چې ورځ شوه نو هغوئ زمکه ونۀ پېژنده خو د خليج غاړه يې په نظر شوه، نو هغوئ فېصله وکړه چې کۀ کېدے شى نو په دې به جهاز وخېژوُو. ۴۰نو هغوئ د لنګر پړى پرې کړل او په سمندر کښې يې پرېښودل. او هم په هغه وخت هغوئ د جهاز د چپُو پړى سست کړل او مخکښې بادبان يې باد ته وخېژولو او هغوئ د غاړې طرف ته جهاز روان کړو. ۴۱خو بيا جهاز شګلن ځائ ته ورسېدو او په زمکه ولګېدلو. د جهاز مخکښۍ حِصه ولګېده او انښتې پاتې شوه خو وروستونۍ حِصه يې د چپو په زور ماته شوه. ۴۲نو د سپاهيانو اراده دا وه چې قېديان به ووژنو هسې نه چې په لامبو وهلو وتښتى. ۴۳خو صوبه دار غوښتل چې پولوس بچ کړى او هغوئ يې له دې صلاح نه منع کړل. هغۀ حُکم ورکړو چې هر چا له چې لامبو ورځى هغه دې اول سمندر ته ټوپ کړى او وچې ته دې ځان ورسوى. ۴۴او نور به ورپسې، څۀ په تختو او څۀ د جهاز په ټوټو ځى. او دغه شان ټول په خير سره وچې ته ورسېدل.