د پولوس رسول کورنتوس ښار ته تلل
۱د دې نه پس پولوس د اتينيه نه روان شو او کورنتوس ته لاړو. ۲هلته هغه اکوله نومې يهودى سره مِلاو شو چې د اصل نه د پونطوس وو او د ښځې نوم يې پرسکله وه. هغه تازه تازه د اِټلى نه راغلے وو ځکه چې کلوديوس ټولو يهوديانو ته حُکم ورکړے وو چې د روم نه ووځئ. پولوس هغوئ سره د مِلاوېدو دپاره ورغلو. ۳پولوس هلته ورسره اوسېدلو او دوئ سره يې يو ځائ کار کولو ځکه چې د دوئ هم د هغۀ په شان د تمبوانو جوړولو کسب وو. ۴هغۀ به د هر سبت په ورځ د يهوديانو په عبادتخانې کښې بحث مباحثه کوله او د هغۀ کوشش دا وو چې يهوديان او يونانيان خپل ځان ته راواړوى. ۵کله چې سيلاس او تيموتيوس د مِکدونيه نه راورسېدل نو پولوس خپل ځان په پوره توګه د تعليم دپاره وقف کړو او يهوديانو ته يې دا ګواهى ورکړه چې عيسىٰ هم مسيح دے. ۶خو چې کله يې هغوئ مخالفت وکړو او بدرد يې ورته ووئيل نو هغۀ احتجاجاً خپلې جامې وڅنډلې او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”ستاسو خون ستاسو په غاړه، زۀ ترې پاک يم. اوس به زۀ غېريهوديانو ته لاړ شم.“ ۷بيا هغه د عبادتخانې نه روان شو او د تيطيوس يوستوس نومې سړى کور ته لاړو چې د خُدائ پاک عبادت کوونکے وو او کور يې د عبادتخانې سره نزدې وو. ۸کرسپوس چې د عبادتخانې مشر وو سره د خپل مکمل خاندان په مالِک ايمان راوړو، او ډېرو کورنتيانو چا چې د پولوس تعليم واورېدو ايمان يې راوړو او بپتسمه ورته ورکړے شوه. ۹يوه شپه پولوس ته مالِک په رويا کښې وفرمائيل چې، ”يرېږه مه، خپل تبليغ جارى ساته او خاموشه کېږه مه، ۱۰ځکه چې زۀ درسره يم. او هيڅوک به درباندې د نقصان رسولو دپاره حمله ونۀ کړى ځکه چې په دې ښار کښې ډېر خلق داسې دى چې زما دى.“ ۱۱نو هغه هلته يو کال او شپږ مياشتې پاتې شو او هغوئ ته يې د خُدائ پاک د کلام تعليم ورکولو. ۱۲خو چې کله ګليو د اخيه حاکِم شو نو يهوديانو په شريکه په پولوس حمله وکړه او هغه يې عدالت ته پېش کړو. ۱۳هغوئ ووئيل چې، ”دغه سړے په داسې طريقه خلق د خُدائ پاک عبادت ته راړوى چې د شريعت خلاف ده.“ ۱۴څنګه چې پولوس جواب ورکولو نو په دې کښې ګليو يهوديانو ته ووئيل چې، ”کۀ چرې دا خبره د جرم يا د سخت شرارت وى نو يهوديانو، ما به ستاسو شکايت مناسب ګڼلے وو. ۱۵خو چې دا ستاسو د لفظونو، نومونو او د يهودى شريعت خبره ده، نو بيا تاسو په خپله ورسره پوهه شئ، زۀ د داسې مسئلو منصف جوړېدل نۀ غواړم.“ ۱۶او هغۀ هغوئ د عدالت نه وشړل. ۱۷بيا هغوئ ټولو سوستينس راونيولو څوک چې د عبادتخانې سردار وو او هغه يې د عدالت په وړاندې ووهلو. خو ګليو په دې کار هيڅ غوږ ونۀ ګرولو.
د پولوس رسول اَنطاکيه ته واپس راتلل
۱۸پولوس د څۀ وخت دپاره هلته پاتې شو، بيا يې ايماندارانو وروڼو نه رُخصت واخستو او په سمندرى جهاز کښې شام ته روان شو او ورسره پرسکله او اکوله هم وُو. نو په کِنخريه کښې هغۀ خپل سر وخرېلو ځکه چې هغۀ منښته کړې وه. ۱۹کله چې هغوئ اِفِسوس ته ورسېدل نو پولوس پرسکله او اکوله هلته پرېښودل. خو کله چې هغه هلته وو نو په عبادتخانه کښې يې د يهوديانو سره مناظره وکړه. ۲۰هغوئ ورته د زيات وخت دپاره د پاتې کېدو خواست وکړو خو هغۀ اِنکار وکړو. ۲۱خو د اِفِسوس د خلقو نه يې په دې خبره رُخصت واخستلو چې، ”کۀ د خُدائ پاک رضا وى نو زۀ به بيا واپس تاسو له راشم.“ بيا هغه د هغوئ نه لاړو. ۲۲کله چې هغه په قيصريه کښې د جهاز نه کوز شو نو هغه يروشلم ته لاړو او د جماعت د خلقو سره مِلاو شو او بيا اَنطاکيه ته واپس شو. ۲۳هلته د څۀ وخت تېرولو نه پس هغه په سفر روان شو او د ګلتيه او فروګيه په مُلک کښې وګرځېدو او ټولو مريدانو ته يې ډاډ ورکړو.
د اپولوس په اِفِسوس کښې بيان
۲۴نو اپولوس نومې يو يهودى چې د اسکندريه اوسېدونکے وو، اِفِسوس ته راغلو. او د هغۀ خبرې ډيرې خوږې وې او د کِتابِ مقدس تکړه عالم وو. ۲۵هغۀ د مالِک خُدائ د لارې تعليم حاصل کړے وو او په روحانى جوش سره يې خبرې کولې او د عيسىٰ په حقله يې صحيح تعليم ورکولو. اګر کۀ هغه صرف د يحيىٰ د بپتسمې نه واقف وو. ۲۶هغۀ په عبادتخانې کښې په زړۀ ورتيا سره خبرې شروع کړې. خو چې کله پرسکله او اکوله د هغۀ خبرې واورېدلې نو هغوئ هغه يو طرف ته کړو او د خُدائ پاک لار يې ورته په صحيح تفصيل سره بيان کړه. ۲۷او چې اپولوس وغوښتل چې اخيه ته پورې وځى نو ايماندارانو هغۀ ته د تلو ډاډ ورکړو او مريدانو ته يې وليکل چې د هغۀ هرکلے وکړى. نو چې هغه هلته ورسېدو نو هغۀ د هغه چا دپاره چې د خُدائ پاک په فضل يې ايمان راوړى د لوئ ښېګړې سبب شو. ۲۸ځکه چې هغۀ په مناظره کښې په ډېرو دليلونو سره يهوديان لاجوابه کړل او د کِتاب مقدس نه يې دا ثابته کړه چې عيسىٰ هم مسيح دے.