تاریخى

اعمال د رسولانو - لسم باب

پطروس او کورنيليوس

۱په قيصريه کښې کورنيليوس نومې يو سړے وو چې د اِټالوى پلټنې صوبه دار وو. ۲هغه او د هغۀ ټول خاندان دينداره وو او د خُدائ پاک يره ورسره وه او هغۀ خلقو ته ډېر په آزاد لاس سره خېراتونه ورکول او همېشه به يې د خُدائ پاک عبادت کولو. ۳يوه ورځ هغۀ د ماسپښين درې بجې رويا وليده چې په کښې يې د خُدائ پاک فرښته صفا وليدله چې هغۀ ته راغله او ورته يې ووئيل چې، ”اے کورنيليوسه.“ ۴نو کورنيليوس په يرې سره هغې ته کتل او تپوس يې ترې وکړو چې، ”صاحبه، څۀ چل دے؟“ فرښتې جواب ورکړو چې، ”ستا دُعاګانې او غريبانانو ته خېراتونه خُدائ پاک قبول کړى دى. ۵اوس يافا ته کسان ولېږه په شمعون پسې چې پطروس ورته وائى. ۶هغه د شمعون چميار کره دے چې کور يې د سمندر په غاړه دے.“ ۷کله چې هغه فرښته چې دۀ سره يې خبرې وکړې رُخصت شوه، نو کورنيليوس خپل دوه نوکران او يو سپاهى چې دينداره سړے وو راوبلل کوم چې د هغۀ ذاتى خِدمتګار وو. ۸څۀ چې شوى وُو هغوئ ته يې بيان کړل او يافا ته يې ولېږل. ۹بله ورځ چې هغوئ لا په لاره وُو او ښار ته ورنزدې وُو نو د غرمې په وخت کښې پطروس د دُعا دپاره بره چت ته وختلو. ۱۰هغه اوږے شو او غوښتل يې چې څۀ وخورى، روټۍ لا په تيارېدو کښې وه چې هغۀ رويا وليدله. ۱۱نو هغۀ په رويا کښې وليدل چې آسمان کولاو شو او يو لوئ څيز لکه د غټ څادر په شان د څلورو ګوټونو نه راځوړند زمکې ته راښکته کيږى. ۱۲په هغۀ کښې هر قسمه ځناور چينجى او ماران او مارغان وُو. ۱۳بيا يو آواز د هغۀ تر غوږه شو او ورته يې وئيل، ”پاڅه، پطروسه، دا حلال کړه او وې خوره.“ ۱۴خو پطروس ووئيل چې، ”نه مالِکه، نه. ما هيڅکله هم حرام او ناپاک څيزونه نۀ دى خوړلى.“ ۱۵او په دوېم ځل بيا د هغۀ هم دا آواز تر غوږه شو او هغۀ ته يې ووئيل، ”هر څۀ چې خُدائ پاک، پاک کړى دى، تۀ هغې ته ناپاکه مۀ وايه.“ ۱۶بيا درې ځله هم داسې وشول نو بيا هغه څادر سمدستى آسمان ته پورته کړے شو. ۱۷پطروس لا د دې رويا په ليدلو غمژن وو چې د دې رويا مطلب څۀ دے، نو په هم دې وخت کښې کوم کسان چې کورنيليوس هغۀ ته ورلېږلى وُو هغوئ د شمعون کور پېدا کړو او بهر په دروازه کښې ولاړ وُو. ۱۸هغوئ آواز ورکړو تپوس يې وکړو چې، ”شمعون چې ورته پطروس هم وائى، دلته مېلمه دے؟“ ۱۹خو پطروس لا د هغه رويا په سوچ کښې وو چې روحُ القُدس هغۀ ته ووئيل چې، ”شمعونه، درې سړى درپسې ګرځى. ۲۰نو پاڅه او لاندې ورشه. تۀ د هغوئ سره بې‌تپوسه لاړ شه ځکه چې هغوئ ما درلېږلى دى.“ ۲۱نو پطروس هغه سړو له لاندې راغلو او وې وئيل چې، ”زۀ هغه څوک يم چې تاسو ورپسې ګرځئ نو تاسو څۀ له راغلى يئ؟“ ۲۲هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ کورنيليوس صوبه دار رالېږلى يُو څوک چې دينداره او صادق سړے دے او د يهوديانو ټول قوم د هغۀ قدر کوى. هغۀ ته يوې مقدسې فرښتې ووئيل چې تا خپل کور ته راوغواړى چې ستا نه پېغام واورى.“ ۲۳نو پطروس هغوئ د مېلمستيا دپاره دننه راوبلل. په بله ورځ هغه د هغوئ سره روان شو او ورسره د يافا يو څو ملګرى هم لاړل. ۲۴په بله ورځ هغه قيصريه ته راورسېدو او کورنيليوس د هغوئ په طمع وو او خپل خپلوان او نزدې دوستان يې رابللى وُو. ۲۵کله چې پطروس ورننوتو نو کورنيليوس ورسره مِلاو شو او ډېر په قدر سره يې ورته سجده وکړه. ۲۶خو پطروس هغه راوچت کړو او ورته يې ووئيل، ”پاڅه، زۀ هم ستا په شان يو انسان يم.“ ۲۷د هغۀ سره په خبرو خبرو پطروس دننه لاړو او هلته ګڼ خلق راجمع شوى وُو. ۲۸هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ”تاسو ته ښۀ معلومه ده چې د يهودى دپاره دا ناروا دى چې د غېر‌يهوديانو کور ته لاړ شى او ورسره څۀ تعلق وساتى، خو خُدائ پاک اوس ما ته دا وښودل چې زۀ چا ته هم پليت يا ناپاک ونۀ وايم. ۲۹کله چې زۀ تاسو دلته راوغوښتم نو ځکه زۀ بې‌عذره راغلم. اوس زۀ دا تپوس کولے شم چې تاسو زۀ ولې راغوښتے يم؟“ ۳۰کورنيليوس ورته جواب ورکړو چې، ”څلور ورځې مخکښې هم دا وخت درې بجې ما خپل کور کښې دُعا کوله چې ناڅاپه يو سړے په پړقېدونکو جامو کښې زما د وړاندې ودرېدو. ۳۱هغۀ ما ته ووئيل، اے کورنيليوسه. ستا دُعاګانې او خېراتونه خُدائ پاک قبول کړى دى. ۳۲نو ځکه شمعون چې ورته پطروس وائى هغۀ پسې يافا ته څوک ولېږه. هغه د سمندر په غاړه د شمعون چميار په کور کښې مېلمه دے. ۳۳نو ما سمدستى تا پسې پېغام وړُونکى درولېږل نو دا ستا ډېره مهربانى ده چې تۀ دلته راغلې. اوس مونږ ټول دلته د خُدائ پاک په حضور کښې په دې طمع ناست يُو چې کوم کلام چې تاسو د مالِک نه حاصل کړے دے هغه واورو.“

غېر‌يهوديانو ته زيرے اورول

۳۴نو پطروس داسې ووئيل چې، ”زۀ اوس په دې ښۀ پوهه شوم چې خُدائ پاک د چا طرفدارے هم نۀ کوى. ۳۵خو په هر قوم کښې چې څوک د هغۀ نه يريږى او د صداقت کارونه کوى خُدائ پاک د هغوئ نه رضا وى. ۳۶تاسو ته د هغه پېغام پته ده چې خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو خلقو ته ولېږلو او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې د امن زيرے ورکړو، څوک چې د ټولو مالِک دے. ۳۷تاسو ته پته ده چې په ټوله يهوديه کښې څۀ وشول، دا واقعه د يحيىٰ د بپتسمې د بيان نه وروستو په ګليل کښې شروع شوه، ۳۸چې خُدائ پاک څنګه عيسىٰ ناصرى په روحُ القُدس او په قدرت مسح کړو. نو بيا هغه هرې خوا ته ګرځېدو او د هغوئ ټولو سره يې ښۀ کول او شفا يې ورله ورکوله، چې د اِبليس په قبضه کښې وُو، ځکه چې خُدائ پاک د هغۀ سره وو. ۳۹مونږ د هغه هر څۀ ګواهان يُو چې عيسىٰ د يهوديانو په مُلک او په يروشلم کښې وکړل. هغوئ هغه په سولۍ مړ کړو. ۴۰خو خُدائ پاک هغه په درېمه ورځ د مړو نه بيا راژوندے او خلقو ته ښکاره کړو، ۴۱هغه ټولو خلقو نه بلکې مونږه ګواهانو وليدو، چې خُدائ پاک د اول نه د دې دپاره غوره کړى يُو، مونږ ورسره د بيا ژوندى کېدو نه پس خوراک څښاک هم وکړو. ۴۲او هغۀ مونږ ته دا حُکم وکړو چې خلقو ته زما بيان وکړئ او دا ګواهى ورکړئ چې هم دا عيسىٰ دے چې خُدائ پاک د ژوندو او مړو دپاره د منصف په طور مقرر کړے دے. ۴۳د هغۀ په حقله ټولو نبيانو دا ګواهى ورکړې ده چې څوک هم په هغۀ ايمان ساتى نو د هغۀ د نوم په وسيله به يې ګناهونو معاف شى.“

په غېر‌يهوديانو د روحُ القُدس نازلېدل

۴۴د پطروس بيان لا جارى وو چې په هغوئ ټولو روحُ القُدس نازل شو چا چې بيان اورېدلو. ۴۵هغه ايمانداران يهوديان چې د پطروس سره راغلى وُو هغوئ حق حېران شول چې د روحُ القُدس نعمت په غېر‌يهوديانو هم نازل شو. ۴۶ځکه چې دوئ واورېدل چې هغوئ په غېرو ژبو کښې خبرې شروع کړې او د خُدائ پاک لوئى يې بيانوله. بيا پطروس ووئيل، ۴۷”اوس داسې څوک شته چې دا خلق په اوبو د بپتسمې اخستلو نه منع کړى، چې په دوئ روحُ القُدس داسې نازل شوے دے لکه څنګه چې په مونږ؟“ ۴۸بيا هغۀ حُکم وکړو چې دوئ ته دې د عيسىٰ مسيح په نوم بپتسمه ورکړے شى. بيا هغوئ پطروس ته ووئيل چې تاسو مونږ سره د يو څو ورځو دپاره ايسار شئ.